دماغ تېزونکي خواړه

دماغ تېزونکي خواړه

دا ویل ناسم نه دي چې که جسما هر څومره انسان قوي وي خو که دماغ يې کمزوري وي، نړۍ کې هېڅ پرمختګ نشي کولای. د ذهن تېزولو لپاره کومې جادو ګولۍ خو لا تر دې دمه نه دې جوړی شوي، خو ځېنې خواړه بیا شته چې دماغ تیزوي او له نارغیو یې ژغوري.

دغه خواړه دومره کولای شي چې همېشه مو تندرسته کړي او ذهنا مو همېشه ځوان وساتي.

اغوز

اغوز زړه او انسان له ساري مرضونو ساتي. دا یواځېنۍ مېوه ده چې (alpha linolenic acid) څخه ډکه وي. دپه ۲۰۱۰ کې په یوې شوې څېړنه کې ویل شوي چې د اغوزو خوړل حافظه قوي کوي او د نوي شیانو زده کولو کې پر ذهن مثبت اغېز کوي.

زیتونو تیل

زیتونو تیل د بهترینو شیانو مرکب دی چې د دماغو د عمر زیاتیدو کار ورو کوي. یعنی دماغ ورسره ژر نه زړیږي. د امریکا د برګم اینډ ویمنز هاسپټل یوې څېړنې ښودلې چې د زیتونو تیل کې داسې غوړي وي د دماغو زړښت کار ورو کوي. سربېره پر دې که د کوچو یا غوا غوړیو پر ځای د زیتونو تیل همېشه استعمال شي نو هم دماغ ساتي او هم د انسان په نورې روغتیا اثر کوي.

سټابري/بېرې/ګورګورې

سټابري وي که ګورګورې که سوابېرې یا نورې بېرې هم حافظه له کمزوري کېدو ساتي. ایلنز آف نیورولوجي په نوم یوې جریدې په خپلې یوې څېړنه کې ویلي چې ګورګورې، اسټابري او نورې بېرو استعمال د منځني عمر ښځو دماغ له کمزورۍ ژغوري چې له کبله یې د زړښت سره حافظه او یاداشت باندې هېڅ اغېز نه کیږي.
همدا راز په یو کار د توجه کولو صلاحیت او وړتیا هم پر خپل ځای پریږدي.

قهوه/کافي

په کافي کې موجود کیفین دماغي حس ښه کوي. کیفین نه یواځې دماغ تیزوي بلکي په دې کې موجود (Antioxidant) د دماغو روغتیا ساتلو کې مرسته کوي. همدا راز څېړنو ښودلې چې د نړۍ دغې مشهورې او منل شوی ګرم مشروب د مایوسۍ د ختمولو لپاره هم ګټور ثابتېدای شي.

پالک

پالکو کې د لوټین په نوم (Antioxidant) په پراخه پیمانه موجود دي چې دماغ له کمزورۍ ساتي. هارورډ میډيکل سکول په یوې څېړنه کې ویلي کومې مېرمنې چې پالک او نور شنه سبزي خوري نو دماغ د کمزوري کېدو کچه یې کمه وي او په ځانګړي ډول هغو کسانو ته په کتلو سره چې سبزي نه خوري، دماغ يې ډير ښه وي.

اوبه

زیاتره طبي څېړنو کې ویل شوي چې تنده په دماغي کارونو اثر کوي. په حقیت کې د اوبو غوښتنه د لنډ وخت لپاره یاداشت، یو شي ته توجه کول او پریکړه کولو وړتیاو ته زیان رسوي او ددې اسان حل دادی چې انسان د ورځې اته ګیلاسه اوبه وڅکي.

ماهي

ماهي هم د دماغو په تېزولو کې خورا ښه اغېزمن دي. دا د دماغو زیاتره مرضونه کموي او حافظه قوي کوي همدا راز دماغ د زړښت څخه ژغوري. څېړنې ښيي کوم خلک چې ماهی خوري په زړښت کې یې هم دماغ د ځوانۍ په څېر تېز کار کوي.

هوګه

د هوګې استعمال انسان د دماغو د سرطان څخه ساتي. د امریکا د سرطان ټولنې په یوې څېړنه کې ویلي چې په هوګه کې موجود اجزاء داسې خلیات له منځه وړي چې په دماغو کې د رسولۍ دانې لامل کېدلای شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب