دماهي، زیتون او مستو استعمال د پوست د سرطان مخنیوی کوي!؟

د لمر د تېزو شعاوو له امله د را منځته کیدونکي سرطان د مخنیوي لپاره په مارکیټونو کې ډېر کریمونه دواوې او دلمر د شعاوو ضد ډول ډول عینکې خرڅېږی.

خو د څیړونکو په اند سالمه غذا هم کولای شي چی د دارنګه ناروغیو مخنیوی وکړي اوس اوس څیړنې شویدی چې د ماهی، مستو اوزیتون استعمال د پوستوکی دسرطان په مخنیوی کې ډېر مهم رول اداکوی.

په جرمني کې د جرمن پوهنتون دڅیړونکو لخوا څیړنی شویدي، او څیړونکو دا ثابته کړه چې په دغو غذاوو کې داسې اجزاوې موجودې ديی چې د لمر دشعاوو له امله درامنځ ته کیدونکي د سرطان د ناروغۍ مخنیوی کوي.

څیړونو داهم ښودلی ده چی سره اوتورته مایل رنګ لرونکی سبزی اومیوی لکه رومیان، زردکی هندوانی اونارنج همه کولای شی د پوستوکی دسرطان مخنیوی وکړی.

او په خاصه توګه د زیتون تیل استعمالول دانسان زړه ته قوت ورکوی او د سر د ویښتانو حفاظت کوي.

بخت الرحمن شرافت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب