دمسيحيت دين عبادت او تحريف شوي کتابونه

د مسيحيانو عبادت :

د مسيحيان عبادت يواځې په کليسا پورې تړلی دی او هر څوک هر چيرې نشي کولای عبادت وکړي.
مسيحيان چې کوم عبادت تر سره کوي مونږ يې په لڼد توګه بيانوو .
۱- د تعميد غسل (Baptism) : دا عبادت مسيحيت ته له داخليدو مخکې تر سره کيږي ترڅو دتيرو ګناهونو څخه پاک شي ، د کليسا په منځ کې يوحوض وي چې د تعميد دغسل لپاره پکی خاص اتاق اوخاص کسان موجود وي. دغسل کولو وروسته هغه ته د رباني عشا (مقدس خواراک ) اجازه ورکول کيږي .
۲- رباني غشا (مقدس خواراک ) :
مسيحيت دين ته د وراوښتو  يا دمسيحيت قبلولو وروسته دا يومهم عبادتي رسم دی چې دمسيح ع د قربانۍ د يادګار په توګه تر سره کيږي پدغه محفل کې سرود ږغول کيږي وروسته د محفل حاضرين يو دبل سراومخ ښکلوي اويوبل ته مبارکي وايي وروسته له هغه ډوډې اوشراب راوړل کيږي حاضرينو ته تقسيميږي ،ډوډی د مسيح په جسم او شراب د مسيح په وينه بدليږي (حال داچې په ظاهر کې هيڅ تغير نه پيدا کوي ) .
۳- لمونځ (دحمد ويل ) :
 سهار او ماښام لمونځ لري ولې د رکعتونو شمير يې معلوم نه دی .
لمونځ يې عبارت دی له دعاؤ ،تسبيحات اوسرود څخه د لمونځ کول او دروژی نيول يې اختياري دي .
۴- روژه :
دمسيحيانو روژه د غوړ خواراک او حيواني غذا (غوښه ،شيدي اونور) څخه منع اوپه حبوباتو اکتفا کولو څخه عبارت ده . د روژي وخت او کيفيت د هغوی د فرقو ترمنځ مختلف دی .
۵- اعتراف :
د دينی عالم سره ناسته اوهغه ته په خپلو کړو ګناهونو باندې اعتراف کول ،د يوه دينی عالم په مخ کې دغه اعتراف ده ته د بخښني سبب ګرځي اود آخرت له جزاڅخه نجات مومي  .
۶- د معفرت سند :
دا سند چې هر څوک واخلي دتير او راتلونکي وخت ګناهونه يې بخښل کيږي ، دا سند مختلف قيمتونه لري شايد يو څوک کليسا ته د ډيرو پيسو د ورکولو په بدل په جنت کې د څو متره جايداد خاوند وګرځي (الموسوعة الميسرة ص ۴۰۵ ) .

د مسيحيانو کتابونه:

د مسيحيانو کتابونه په دوو برخو ويشل شوي :
۱- عهد قديم : يعنی تورات چې د مسيحيت اصل او جوهر بلل کيږي .
۲- عهد جديد : دانجيل هغه معتبر او موثق کتابونه دي چې کليساوو په درېيم قرن کې په هغه باندې اعتراف لرلو په لاندې ډول دي .
۱- د مټي انجيل
۲- لوقا انجيل
۳- مرقص انجيل
۴- يوحنا انجيل
۱- مټي انجيل :
مټي د مسيح ع د دولسو شاګردانو له ډلی څخه ؤ چې انجيل يې په عبراني اوسرياني ژبو ليکلی دی اودهغه يوپخوانۍ نسخه په يوناني ژبه پيداشوي ده اوداچې چا دغه انجيل تدوين او ترجمه کړي ؤ په اړه يې ډير اختلافات وجود لري .
۲- مرقص انجيل:
ددی انجيل ليکونکی يوحنا دی چې د مسيح ع  د شاګردانو له اويا کسيزي ډلی څخه ؤ مسيح ع  هغه د مسيحيت د دعوت او خپورولو لپاره ټاکلی ؤ چې د مسيحيت په خپرولو او دعوت کې يو فعال کس بلل کيده په خاصه توګه په شمالي افريقا او روم کې نوموړی په ۶۲ ميلادي کال کې په قتل ورسيد .
۳- لوقا: يوطبيب او رسام سړی  ؤ چې اصلاً يهودی وو هغه د پاولز د سفراواقامت له ملګرو څخه ؤ او دمسيح ع  له شاګردانو څخه نه ؤ .
۴- يوحنا:
د ابن صياد له ملګرو څخه ؤ چې په مسيح ع  ډير ګران ؤ مګر ځنې بيا وايی چې هغه يو مجهول کس ؤ چې په شروع  کې په يواځې توګه ده په تثليت عقيده لرله .
داسې تر سترګو کيږي چې دا څلور واړه انجيلونه مسيح ع  نه دي ليکلي او ليکونکو يې د هغې د ليکلو سويه او اهليت نه لرلو اونه هم دينی علماء وو .
نوځکه کوم شرايط او اصول چې د آسماني کتاب لپاره وي پدی کتابونو کې نه تر سترګو کيږي .
سربيره پدې کتابونو دوه ويشت ليکنی هم موجودې دي چې پاولز،يعقوب ،يوحنا او يهودا ته منسوبې دي .

د انجيل د کتابونو تحريف:

عسی ع د نورو ټولو پيغمبرانو عليهم السلام  په شان له حق دين او توحيد سره دالله ج له لوري خلکوته ليږل شوي ؤ يوآسماني دين ؤچې توحيد او ديوه الله بنده ګی يې په ټولو عباداتو کې ښکاره وه  مګر نن ورځ دغه دين په پوره توګه له اصل سره فرق لري اوکاملاً تحريف شوی دی .
دا چې ولی مسيحيت له اصلی کرښي کوږ شوی عوامل يې په لاندې ډول ستاسې خدمت ته وړاندې کوو:
الف- د دې دين د پيروانو ضغيفوالی :
مسيحيت له اول څخه د دوښمن ترحملو اويرغل لاندې ؤ مسيح ع  ديهودو تر تعقيب لاندې ؤ اوکوښښ يې کولو چې قتل يې کړي خو الله ج ده ته نجات ورکړ اوخپل لوري ته يې اوچت کړ دمسيح ع  له پورته کيدو وروسته ددی دين مهم اود سر کسان د يهودو لخوا ووژل شول چې پدې سره پاتي نور مهم کسانو کنج کنار ته وتښتيدل اوځانونه يې پټ کړل .
له بلې خوا د روم  امپراطورانو په کال د ۷۱ او ۱۳۵ کې د شام پرځمکو حملې وکړې چې په نتجه کې يې مسيحيان سخت مظلوم شول  پدې خاطر د مسيحيت دعوتګر وتوانيدل په صحی توګه خپل دعوت پر مخ بوځي .
نوځکه دمسيحيت له عقيدي سره مخالف او درواغجن افکاراوتعليماتو ګډ شول او دمسيحيت داصلی عقيدی ځای يې ونيو.
ب) :دانجيل له منځه تلل او دسند تېتيدل .
اوسني چې څومره انجيلنونه دي په يوه کې هم د عسی ع  دانجیل کوم اثر نه ښکاري اونه له هغي سر سرخوري ځکه مسيحيانو دعسی ع  له پورته کيدو وروسته اعتنا نده کړي وروسته له ډيرې مودې څخه ډير انجيلونه ليکل شوی دي دهغه ليکونکي اومأخد کوم چې تکيه ورباندې کيږي په صحي ډول ندې بيان شوي .
اوبل داچې له انسان څخه هسی هم فطرتاً غلطی وځی په تيره بيا چې د داسې چا په لاس وليکل شي چې افکار اوعقايد يې په بت پرستی ،شرک او شهوت رانۍ ولاړوي څنګه اعتماد وشي هغوی که هر څومره د يوه آسمانی کتاب رنګ ورکړي عاقل انسان به يې څنګه ومني ؟  .
ج): پاولز يهودی : پاولز يوله سختو دوښمنانو دمسیح ع  څخه ؤ چې يومعتصب يهودی ؤ دطرمدس په ښارکې د شرک او بت پرستی نه ډک محيط کې تربيه شوی ؤ.
پاولزکوښښ کولوترڅوپه هره طريقه چې وي خپل ځان د مسيحيت او دحوارينو(دعسی شاګردانو) ته نږيدی کړي مګر دهغوی لخوا قبول نشو ځکه چه هغوی دده په ناولی عقيده ،اوهغه  کينه او حسد يې چې د عسی ع او دهغه له پيروانو سره لرله خبر ؤ .
بلاخره دحوارينوله جملی (برناپا ) په نوم کس سره بلد شو اوويې کړای شول چې د مسيحيانو په قطار کې خپل ځان ځای کړي له لږ وخت وروسته هغه د مسيحيت په دعوتګرو کې لومړی مقام ونيو.
هغه يو فعال سړی ؤ چې ډيرو مناطقو ته يې د دعوت لپاره منډی ترړي وهلي مګرده چې دمسيحيت پر وړاندې د چل اومکر نه ډک کوم تعصب او کينه لرله وکولای شول چې د مسيحيت دين له خپل خط سير څخه وباسي اومنحرف يې کړي اود شرک اوبت پرستی عقايد يې خلکو ته وړاندی کړل .
کومې ليکنی چې له پاولز څخه پاتي شوی دی دا پوره واضح کوي چې دده نظرايات له مسيحيت سره په ټکر کې دی چې په لڼد ډول يې ځنی ټکی په لاندې ډول دي :
۱- دپاولز دا ادعا چې عیسی ع د خدای زوی دی دغه د پاولز خبرې په هغه خط کې واضح وې کوم چې د غلاطيه طرف ته يې ليږلی ؤ چې وروسته دغه مفکوره د مسيحيانو په پيروانو او ټولنو کی رواج شوه چې بلاخره يې دا مفکوره د عقايدو يو بنا وګرځيده (۳)
مګر په مټی انجيل او يوحنا انجيلونو کې ددی مفکوری خلاف روايات موجود دي چې هلته ليکل شوي : ( چې مسيح خپل ځان بنده او د خدای راليږل شوی بولی ) .
۲- پاولز پدې نظر ؤ چې د عیسی ع  د نزول هدف په دار ځړول ؤ تر څو د بنی آدمو ګناهونه پدې وسيله محوه شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب