دملا درد او عوامل ېې

د اعصابو متخصص ډاکتران وايي د ملا پر تیر د زیات فشار راتلل په تیره زیات وزن ،د ورځڼي کار بڼه ،په پرله پسې ډول په داسې ډول په څوکۍ کیناستل چې د ملا پر تیر ډير فشار راشي او د ښځو لپاره په پرله پسې ډول امیدواري د ملا د درد او ډيسک لامل ګرځي .

د ملا ډيسک په اصل کې یوه نرمه او جلاتیني ماده ده چې د ملا د فقرو تر منځ د حرکت د آسانتیا لپاره شتون لري چې ښايي د بیلابیلو لاملونو او فشار له امله خپل نرم حالت له لاسه ورکړي او د نخاعي کانالونو او هغو برخو په لور ولاړ شي کوم چې د فقرو له منځ عصبي ریښې نور بدن ته غزیدلې دي او دا عصبي ریښې تر فشار لاندې ونیسي .
د ډاکترانو د وینا له مخې کابو ۹۰ سلنه خلک د ملا درد تجربه کوي .

د ملا درد په سن ، جنس ، دنده او د ژوند په څرنګوالي پورې هم اړه لري او ډيسک هم د کمو یا خفیفو تر سختو یا شدیدو دردونو د رامنځته کیدو لامل ګرځيدای شي حتې کله کله خو د فلج یا د عصبي ریښو د له منځه تلو لامل هم ګرځي .
د ديسک مهم علایم ،د استراحت په وخت کې لږ خو د فعالیت په وخت کې ډير درد ، پښو ته د دردستنیدل او د پښو ویده کیدل یا میږي میږي کیدل (چې د عصب تر فشار لاندې د نیول کیدو حتې تخریش نښه ده ) ګڼل کیږي .
د ملا ډيسک د سریري معایناتو ایکس رې او ایم آر آي په وسیله تشخیصیدای شي .

د دیسک درملنه د طبي درملنو تر څنګ فیزوترافي او که کار ورنه کړي جراحي درملنه ده خو که څوک د ورځني کار پر مهال په سم او مناسب ډول چې د ملا په تیر ډیر فشار وارد نه شي په سټنډرد څوکیو کیني ، خپل وزن په کنترول کې وساتي ،نرم او ملایم سپورت وکړي او په سم او مناسب ځای کې ویده شي او د کار پر مهال هم د خپل نور بدن تر څنګ د خپلې ملا خیال هم وساتي نو د ملا د دردو په ښه ډول مخنیوئ کیدای شي .

(فارمسیست عمادالدین پژمان)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب