دمنېجر او رهبر ترمنځ توپیر

د منېجمینټ او رهبري یا دمنېجر او رهبر اصطلاحات عموماً یو دبل برځای کاریږي. ددغو اصطلاحاتو په اړه دډېرو قاموسونو تعریفونه هم سره یو شی دي، وايي چي دواړه خلګو ته لارښوونه کوي چي دمؤسسې اهداف (goals) تر لاسه کړي. داجتماعي علومو ددغو دواړو څانګو متخصیصونو کوښښ کړی دئ چي ددوی ترمنځ ئې دغه لاندي توپیر پیدا کړی دئ.

منېجر پر سیسټم او جوړښت (structure) باندي تمرکز کوي، رهبر پرخلګو باندي غور کوي.
منېجر د اداره کولو (administers) مسؤل دئ، رهبر ابتکار کوي.
منېجر کافي(copy) دئ، رهبر اصل(original) دئ.
منېجر شیانو او فعالیتونو ته پاملرنه (maintains) کوي، رهبر فعالیتونو ته انکشاف (develop) ورکوي.
منېجر پر کنترول متکي وي، رهبر دبا ورفضا خپروي.
منېجر لنډ مهال فکر (short-range view) کوي، رهبر دشیانو اوپيښو ترمنځ واقعي لید (long-range perspective) لري.
منېجر د ( څنګه؟ او کله؟) پوښتنه کوي، رهبر د (څه شي؟ او ولي)پوښتنه کوي.
منېجر تقلید یا پیروي (imitate) کوي، رهبر ابتکار کوي.
منېجر اوسنی حالت (سیاسي او اجتماعي) مني، رهبر ورته چلینج ورکوي.
منېجر یو ښه کلاسیک عسکر دئ، رهبر خپل ځان ته یوڅوک دئ.
منېجر کارونه سم اجرا کوي، رهبر سم کارونه کوي.
منېجر له نورو څخه دملاتړ توقع لري، رهبر دنورو سره کومک کوي.
منېجر دخلګو په کارونوکښی غلطۍ پیداکوي، رهبر خلګ او دهغو فعالیتونه ستايي.
منېجر لار ښئي، رهبر پوښتني کوي.
منېجر یو کار تکراروي رهبر ئې په لومړی وار اجرا کوي.
منېجر دمؤسسې پالیسۍ او کړنلاري تعقیبوي، رهبر خپل قوانین او لارښووني(rules and guidelines) لري.
منېجر دمنځنۍ سطحي صلاحیت لري، رهبر لوړ (top level) صلاحیت لري.
منېجر په تجارتي کاروبار کښي مشهور او ورته ضرورت وي، رهبر په دولتي، فوجي، اجتماعي او تعلیمي مؤسسو کښي مشهور وي.
منېجر ته خپله وظیفه/موقف طاقت (power) ورکوي، رهبر ته خپل نفوذ طاقت ورپه برخه کوي.
منېجر تر لاس لاندي کسان لري، رهبر پیروان لري.
منېجر په مقاصدو پسي ځي، رهبر لید لوری (Vision) تر لاسه کوي.
منېرجر پرېکړي کوي، رهبر دپرېکړو پروسه اسانه کوي.
منېجر دخلګو په دماغونو کښي ځای نیولي وي، رهبر دخلګو په زړونو کښي.
منېجر دکار په بدل کښی پیسې اخلي، رهبر دکار په بدله کښي خوند ترلاسه کوي.
منېجر خطر کموي، رهبر خطرقبلوي.
منېجر قوانین جوړوي، رهبر قوانین ماتوي.
منېجر دشخړوي مخنیوي کوي، رهبر دشخړو څخه کار اخلي.
منېجر امتیار تر لاسه کوي، رهبر امتیاز ورکوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب