دمورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کې

په قرآنکریم کې ماشوم ته پرشیدو ورکولو باندې ټینګار: 

والوالدات یرضعن اولادهن حولین کاملین لمن ارادان یتم الرضاعة (البقره:۲۳۳)
ژباړه:او میندې (مور) دې شیدې ورکوي اولاد خپل ته دوه کاله پوره دا (حکم) دهغه چالپاره دی چې اراده ولري ددې چې پوره کړي (نیټه د) تی ورکولو.
تفسیر: د تي ورکول د مور پر ذمه واجب دی:
لومړی داچې دتي ورکول دمورپه ذمه باندی دیانتاً واجب دی، د څه ضد او خفګان په وجه بې له عذره که تی نه ورکوئ نوګناهکاره به وی ترڅو چې په نکاح کښې وی، د خپل خاوند نه د تي ورکولو په مقابل کې بدله یا مزدوري نشي اخیستلای.

د تي ورکولو پوره موده دوه کاله ده:

دویمه داچې دتي ورکولونېټه پوره دوه کاله ده، ترڅوچې یوخاص عذرنه وی نودادماشوم حق دی دوه کاله پوره شیدې ورکړی، البته دځینوقرآنی ایاتونواوځینواحادیثوپه بناء حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ددې خبرې قایل دی چې په دوه نیم کالوپه عمرسره د رضاعت احکام ثابتیږی، اودماشوم دڅه کمزورۍ اویابل عذرله کبله وماشوم ته شیدې ورکولای شی څه ګناه نشته، ددوه نیموکلونوڅخه وروسته وماشوم ته شیدې ورکول دعلماءپه اتفاق سره حرامې دي.
(معارف القرآن، ۱ټوک، مخ: ۲۵۹)
لیکوال :حضرت مولانامحمدشفیع رحمة الله علیه مفتی اعظم پاکستان.
بل ځای په قرآن عزیز کی راځی: 
ووصیناالانسان بوالدیه حملته امه وهناً علی وهن ٍ وفصله فی عامین ان اشکرلی ولوالدیک الی المصیر ( لقمان: ۱۴)
ژباړه:اوموږانسان ته دخپل موراوپلارپه حق پېژندنې ټینګارکړیدی دهغه موردکمزورۍ له پاسه کمزورۍ په حال کي هغه رااخیستی په خپله ګیډه کی ئې وساته اودوه کلونه ئې په تي ورکولوولګېده (له همدې کبله موږهغه ته نصیحت وکړ) چې زماشکروکړه اودخپل موراوپلارشکرپرځای کړه ، همدازمالوری ته ستاراتګ دی.

 بل ځای په قرآن عزیزکی الله جل جلاله فرمایی: 
ووصیناالانسان بوالدیه احساناً حملته امه کرهاً ووضعتهُ کرهاً وحمله وفصله ثلثون شهراً(الاحقاف: ۱۵)
ژباړه: اوانسان ته مولارښوونه وکړه چې له خپل موراوپلارسره ښه وکړئ، مورئې هغه په خوارۍ په خپل (نس کی) بارکړاوهغه ئې په سختۍ وزیږاوه اوپه نس کی دهغه دبارولواوله تي څخه دهغه دبیلولوموده دیرش میاشتې ده
تفسیر: په دې ایات شریف کی دحمل اوتي ورکولونیټه ۳۰ میاشتی ټاکل شویده، نوپه دې کی دوه کاله دتي ورکولونیټه ده، اوشپږمیاشتی دحمل کمه موده ده، یعنی ترشپږمیاشتوپه کمه موده کی ماشوم نشی پوره کیدلای اوپه عام ډول سره دحمل نېټه ۹ میاشتی ده، دحضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کي دیوې ښځې ماشوم په شپږومیاشتوکی پیداشو، حضرت عثمان رضی الله عنه وویل چې داناجایزحمل دی اودسزاورکولوامرئې وکړی، کله چې حضرت علی کرم الله وجهه خبرشو نوحضرت عثمان رضی الله عنه ئې دسزاورکولوڅخه منع کړاوورته ئې وویل چې په قرآن کریم کی دحمل اوتي ورکول نېټه ۳۰ میاشتې ده اوبیاپه بل ځای کی دتي ورکولونېټه ۲۴ میاشتې ده اوپاتی ۶ میاشتې دحمل دی، حضرت عثمان رضی الله عنه دده استدلال قبول کړ اودخپل حکم څخه ئې لاس واخیستی. (تفسیرمظهری).
(بحواله تفسیرمعارف القرآن، ۹ټوک، مخ ۲۳، ۲۴)

لیکوال :حضرت مولانامحمدشفیع رحمة الله علیه مفتی اعظم پاکستان.
په اوس وخت کی عصري ښځې وخپلوماشومانوته شیدې نه ورکوی اودوی داخیال کوی چې دایوزوړرواج دی، اوداانساني طریقه نه بلکې یو حیواني دوددی، چې دادجهالت اومسکینۍ نخښه ده اوبل داچې داانسان کمزوری کوی، ښکلائې ضایع کوی، دمخ نورئې له منځه وړی، ژرئې زړوی، اوداسی نوربې هوده اوپوچ خیالونه وهی، خوپه اسلام اوساینس دواړو کی دمورشیدې دماشوم نه یواځی جسماني غذا بلکې ذهني اوروحي غذاهم ده، دموردهریوه څاڅکی شیدوسره وماشوم ته روغتیا، پاکوالی، ښه احساسات، لوړامیدونه اواخلاق القاح کیږی؛ شیدې دموروماشوم ترمنځ یوښکلی روحي، اخلاقي اودمینې اولورینې نه ډک تارغزوی، دموراوماشوم دزړونوترمنځ یوداسی سپیڅلې اوروښانه اړیکه شنه کوی چې معیارئې ريښتنولی اودمینې لوړاحساسات دی اوبس.

د مورشیدې دماشوم لپاره یوالهی نعمت اوبې بیلګې تحفه ده، دادماشوم لپاره ترټولوغوره غذااوهم دواده، لومړی داچې دمورشیدې وماشوم ته ښه وده ورکوی اودوهم داچې دهغه بدن دناروغیوپه مقابل کی مقاوم کوی؛ په نړۍ کی چې په هره اندازه سره ترټولوښه کمپنۍ پوډری شیدې جوړوی اوکه داشیدې په هرقیمت سره وی دمورشیدې تردې ټولوغوره دی، دمورپرشیدوباندی هره ورځ نوې نوې څیړنې کیږی، په انګلیسی ژبه کی یوه اصطلاح کارول کیږی اووایی چی (Breast is best) دتی شیدې ترټولوښه دی،

your ads

 ماشوم ته شیدې ورکول دمور د روغتیاضمانت کوی

کله چې یوه موروماشوم ته شیدې ورکوی نوله دې سره دمورصحت ښه کیږی، دماشوم دپیدایښت څخه وروسته په رحم کی څه تکلیفونه پیداکیږی چی ددې سره (Postpartum Bleeding) ضایع کیږی اوله دې څخه علاوه میاشتنی وینه (Menstrual Bleeding) هم ضایع کیږی، دشیدو ورکولوسره دمورهډوکی مضبوطه کیږی اوبله ګټه یی داده چې موردتیودسرطان (Brest Cancer) اودبچه دان دسرطان (Ovarian Cancer) څخه ژغورل کیږی، ددې څخه علاوه دحمل په کانترولوکی هم مهم رول لری.

 دمورپرشیدوباندی دډاکتراسټیفن څیړنه:

دمورپه شیدوکی داسی اجزاءشتون لری چی لاتراوسه څیړنې ورباندی نه دی مکملې شوی، ځینی اجزاوې ئې موندل شوی دی، خوتراوسه ساینس پوهان دهغواجزاوپه دندونه پوهیږی، دجنوبی کیرولینادطبی پوهنتون ډاکتر اسټیفن په دې آنددی چې دمورشیدې دماشوم لپاره طاقتورهارمونونه تشکیلوی، اودماشوم دنشواونمالپاره بې بیلګې دی یونوی شی چی موږپیداکړیدی هغه میموټروپ (Mammotrope) دی چې ددماغ دیوې ارزښتناکې غدې (Pituitary Gland) حجرې ورڅخه جوړې شوید ی چې دادانسان په ژوندکی ډیرارزښت لری چې دامواددماشوم دپيدایښت څخه تردریمې ورځی پوری دمورپه شیدوکی شتون لری اوبس چی ودې شیدوته کنډ(Colostrum) ویل کیږی، په دې شیدوپوری دماشوم ټول ژوندتړلی دی، کنډماشوم له چیچک، تبی، انفلوینزا، حساسیت، دردونواوفلج څخه ژغوری.

 دمورشیدې اودماشوم وده:

دمورشیدې ماشوم ډیرژرغټوی، بدن ئې مضبوطوی، اعصابی نظام ئې تکړه کوی، هغه ماشوم چې دمورشیدې ئې خوړلی وي دهغه بدن دډیروناروغیوپه مقابل کی ښه مقاومت کوی، اوکه واکسین ورولګول شی نو ښه اغیزه ورباندی کوی، هغه ماشومان چې دخپلی مورشیدې روی دهغوذهنونه ډیرقوی دی اوددې ماشومانوحافظه هم ډیره قوی وی، ددی ماشومانوحافظه (8.3%) نسبت ونورماشومانوته زیاته ده.
The Quraan leads the way to science, by: Harun Yahya
Andian Express-May-1994

هغه ماشوم چې دمورشیدې ئې نه وی رودلی دهغوستونزې

کوموماشومانوچې دمورشیدې نه وی رودلی دهغو(Ovaries) خپل تروخت مخکی پخیږی چې داناوړه اغیزې لری اوهغه داچې یوماشوم (هلک اوانجلۍ) خپل تروخت مخکی وبلوغ ته رسیږی، اوبله ناوړه داده چې ماشوم خپل جنسی رجحان نشی قابوکولای، چې پایلې ئې ډیرې ناوړه اوبدی دي اووفحشاءاوجنسي تمایلاتوته لاره هواریږی له دې څخه علاوه دموررحم (Uterus) اوتي (Breasts) په سرطانونواخته کیږی، پروفیسرمیک ډونالډپر (۶۳۰) پرسرطان لرونکومیرمنوباندی څیړنې وکړی چې (۶۳٪) ئې هغه ښځې وې چې وخپلوماشومانوته ئې شیدې نه ورکولی، په افریقاکی دولت یوقانون وضع کړیدی چې بایدهره موروماشوم ته اقلا (۶) میاشتي شیدې ورکړی.

 دماشوم غاښونه ولی چنجیان کوی؟

ډاکټراحمدخان چی دغاښونومعالجوی ډاکتردی اود(D.D.S) ډګری ئې په نیویارک پوهنتون (New York University) وسرته رسولې ده، هغه وایی چې دماشومانودغاښونودچنجیویوه وجه داده چې دمورشیدې ئې نه وی رودلی، اودغوایاپه پوډری شیدوباندی لوی شوی وی، دغاښونودله منځه وړولویوه بله وجه داده چی کله چی ماشوم دمورشیدې نه خوری نونامناسبه خواړه خورئ، نوله همدې کبله ئې غاښونه له منځه ولاړشی اوکه چیری یوماشوم دمورشیدې وروی نودداسی تکلیفونوڅخه به نجات ومومی.

 د مور شیدې اوکه پوډری شیدې؟

په (۱۹۸۱) میلادی کال کی پردې دواړوشیدوباندی یوه نړیواله څیړنه وشوه چې په نتیجه کی هغه ماشومان چې دمورشیدې ئې رودلې وې په (۱۰۰۰) ماشومانوکی (۵) ماشومان ناروغان وه، په معمولي ډول سره اوهغه ماشومان چې په پوډری شیدولوی شوی وه، په (۱۰۰۰) ماشومانوکی (۷۷) ماشومان ناروغه وه اوپه روغتونوکی ئې داخل کړل، چې داماشومان دنس ناستې، نفس تنګۍ اوداسی نورناروغیوسره لاس اوګریوان وه.

دمورشیدې دماشوم بدن روغ ساتی

په نړیواله توګه سره یوژورنال خپریږی چې طبي ژورنال (Medical Journal) ورته وایی، په دې ژورنال کی پردې باندی ټنګارشویدی چې بایدوماشوم ته اقلاتر(۶) میاشتوپوری دمورشیدې ورکول شی، ترڅوماشوم له الرجی (حساسیت) څخه وژغورل شی، یوه اسټرلیایی ډاکترپه دې ژورنال کی لیکلی دی چې دمرشیدې ماشوم لپاره ترټولوغوره درملنه ده.

د مورشیدې او کلستروم د ماشوم لپاره سپر دی

۱: دماشوم دپیدایښت څخه وروسته دمورشیدې چې ژړرنګ لری، دشحمیاتوڅخه علاوه لحمیات هم پکښې شتون لری چې ودې ته کلستروم وایی چې موږپه لوی کندهارکی ورته کنډوایو، داکنډدماشوم ټولې حجرې (ژونکې) تعمیروی اوله مختلفوناروغیوڅخه ئې ژغوری، که په لنډډول سره ووایونوویلای شوچې کنډدماشوم په ټوله ژوندکی حیاتی رول لری.
۲: دکنډویوځانګړتیاداده چې ماشوم ئې ژرهضم کولای شی اوماشوم له مختلفو ناروغیو څخه ژغورلای شی، کنډدماشوم لپاره دناروغیوپه مقابل کی دسپرپه شان ارزښت لری.
۳: دکنډوخاصیت په څلورمه ورځ بدلیږی، چی غوړموادئې ډیروی اونورموادئې لږکیږی، بیاداحالت تر(۱۵) ورځوپوری دوام کوی، اوبیاد(۱۵) ورځوڅخه وروسته بیانوربدلون پکښې راځی، چې کله یوموادډیراوکله بل موادډیرشی، الله جل جلاله دمورپه تیوکی دشیدوجوړښت دماشوم داړتیاسره سم بدلوی.
۴: دمورپه شیدوکی د(۴) اونیووروسته بیابدلون راځی، دابدلون بیاصورت نیسی اوهمدالړۍ همداسی جاری ده. دبیلګې په ډول سره لاندی جدول ته یونظراچوو:
دشیدومرحلې لحمیات شحمیات
کلستروم 5.6- 2.25 4.00- 2.8
دکستروم وروسته 5.6- 1.5 4.3- 2.9
عامی شیدې 1.00- 1.5 3.00- 2.5
۵: دمورپه شیدوکی امینواسیدونه شته چې دادموردشیدوپه لحمیاتوکی شته، چی دادماشوم دبدن دحجروپروتینونه تشکیلوی، چی دماشوم په نش اونماء کی مهم رول لری.
۶:دمورپه شیدوکی چې کوم غوړشتون لری هغه دماشوم په نس کی ترهرشی ژرهضمیږی چې همدالړۍ دماشوم په ښه وده کی ښکلی رول لری.
۷: دمورپه شیدوکی (لائی پیز) هم شتون لری چې دادغوړوغذایی موادوتحلیل کوی، اوددې څخه علاوه دموريه شیدوکی (ایمی لیز) هم شتون لری چې غذایی موادپه بوره (شکره) اړوی یعنی مطلب داچې دمورشیدې دغوااوګامیښې دشیدوپه نسبت (ایمی لیزاولائی پیز) ۱۰۰ ځلی اضافه لری.
۸: دمورپه شیدوکی وبورې ته ورته یوه کیمیاوي ماده شتون لری چې ددې مادې دنده داده چې هرهغه جراثیم چې دهضمیې پرنظام حمله کوی هغه له منځه وړی، وبل لورته اوس ساینس پوهانوداثابته کړیده چې دغواپه شیدوکی داسی موادشته چې دجراثیموسره مرسته کوی، وجراثیموته وده کوی، وجراثیموته محیط برابری.
۹: دمورپه شیدوکی په پوره ډول سره ویټامن (A,B,C) شتون لری چې دامیټامینونه دیوه انسان دبدن لپاره زښته ډیرارزښت لری.
۱۰: دموريه شیدوکی (ګونیډوټراپن میلاټونن،اکسی ټاسن) هارمونونه شتون لری، له دې څخه علاوه دمورپه شیدوکی ددردکنترولونکی دارودرمل (Pain Killer) په طبعي ډول سره شتون لری، چې دادماشوم دهردردردواده.
۱۱: دانسان په شیدوکی تر(۱۰۰) زیات موادشتون لری، چې همدغه موادنه دغوااویاهم نه په پوډری اویابل حیوان په شیدوکی شته دی، دبیلګې په ډول سره غوړتیزاب (Linolelicacid) په زیاته اندازه سره شتون لری چې ددې موادوکمښت عامل دماشوم دناروغۍ ګرځی بل مواد (Cystine) سسټین دی چې دامواددماشوم ددماغ لپاره حیاتي رول لری؛ له دې څخه علاوه شحمیات هم شتون لری، هغه کلسیوم چې په شیدوکی دی هغه ډیرژرهضمیږی، له دې څخه علاوه دمورپه شیدوکی مس اوویټامینونه هم زښته ډیردی دنورشیدوپه پرتله، چې دادوینی دسره کرویاتو په جوړښت کی مهم اوحیاتي رول لری.
۱۲:هغه ماشومان چې دغواشیدې خورئ هغه دوینی دکمښت سره لاس اوګریوان دی، داځکه چې هغه موادچې وینه جوړوی دغواپه شیدوکی نشته، دمورشیدې ماشوم له ډیرووایروسونوڅخه ژغوری، دمورشیدې ماشوم له فلج څخه په خاص ډول سره ژغوری.
۱۳:هغه شکره چې دمورپه شیدوکی شتون لری، دکلسیوم اوپروتینوپه هضم کی پوره مرسته کوی، اوداشکره دماشوم په کلموکی یوډول تیزابیت (Acidity) پیداکوی چې دکلموهرډول جراثیم له منځه وړی.

 د مور شیدې د سرطان مخه نیسي

دمورشیدې ماشوم له سرطانه (Cancer) څخه ژغوری داڅیړنه په سویډن کی Lund University یوپروفیسر کتریناسوینبورګ (Prof. Catharina Suanborg) وکړل، ده په دې څیړنه کی دمورشیدې دسرطان له حجروسره یوځای کړی، دڅیړنوڅخه داجوته شول چې دانسان په شیدوکی داسی موادشته دی چې دسرطان حجرې ئې وژلې اوله منځه ئې وړلې.
دمورشیدې دماشوم داناروغي کنترولوی:
Diarrhea, Lower Respiratory infection, Otitis Media, Bactremia, Bacterial Meningitis, Botulism, Urinary tract infection, Nectrotizing Enterocolitis, Sudden Infant Death, Insulin, Dependent Diabetes Mellitus, Crohn*s Diseases, Ulcerative Colitis, Allergic Diseases, Lymphoma Carcinom.
(Science Journal/Baby section/ breastfeeding)

د مورشیدې ماشوم له اوږد مهالو ناروغیو څخه ژغوري

National Institute of Environmental Health Science داثابته کړیده چې (۲۰٪) سلنه دهغو ماشومانوچې عمرونه ئې د(۲۸) ورځوڅخه بیاترکاله پوره وه لږمری نسبت وهغوماشومانوته چې دمورشیدې ئې نه وی رودلی، دې مرکزداهم جوته کړیده ده چې دمورشیدې ماشوم له سرطانه ژغوری، داځکه چې دمورشیدې دماشوم دفاعی نظام (Immune System) مضبوطوی، له دې څخه علاوه دمورشیدې ماشوم له هغو ناروغیوڅخه ژغوری چې ماشوم دخپل ژوندپه اوږدوکی ورسره لاس اوګریوان کیږی، داناروغي کله په ځوانۍ کی حمله کوی، کله په بوډاتوب کی لکه ۲شکره، کولسترول، (Inflammatory bowel diseases) اوهمدارنګه دوینی لوړفشار (High Blood Pressure)، (Leukaemia),Eszema Allergies اوداسی نور، چی دمورشیدې داټولې ناروغیانی تداوی کوی، اوددې ناروغیوپه مخنیوی کی ښه رول لری.

د مور شیدې ماشوم ذهین کوی

ډیروڅیړنوداښودلې ده چې هغوماشومانوچې دمورشیدې ئې رودلي وی نسبت وهغو ماشومانوته چې یائې دغواشیدې اویائې پوډری شیدې رودلی وی ډیرتوپیرلری، پر(۱۷۰۰۰) ماشومانوباندی دماشومتوب څخه ترځوانۍ پوری اوبیاتربوډاتوبه پوری ورباندی څیړنې شویدی، هغه ماشومانو چې دمورشیدې رودلی وی دهغوماشومانو ذهنبت، قابلیت اوذکاوت ډیرلوړاوتیزدی، چی یواځی پر۵ کلونو(۴۰۰۰) داسی ماشومانوباندی څیړنی وشوی. داځکه چې دمورپه شیدوکی
(Fatty Acids) شتون لری.

دمورشیدې ماشوم له ډېرچاغښت (Obesity) څخه ژغوری

دامریکایوه اکاډیمی (American Academy of Pediatrics) یوه څیړنه وکړل اودائې ثابته کړل چی دمورشیدې ماشوم له چاغښت څخه ژغوری، اوددې په هکله ئې تر۱۷ زیاتې داسی څیړنې خپرې کړې،داماشومان ځکه ډیرنه چاغیږی چې داماشومان لږخوراک کوی، دمورپه شیدوکی انسولین (Insulin) لږشته، همدارنګه په دې ماشومانوکی ډیر(Leptin) شتون لری چې داهغه مواددی چې دماشوم اشتهااوچاغښت کنترولوی.

د مورشیدې ماشوم د ناڅاپه مرګه ژغوری

په ۲۰۰۹ میلادی کال کی په جرمنی کی دموردشیدوپه هکله یوه څیړنه چاپ شول، چې داپکښې لیکلی وه چې دمورشیدې ناڅاپه مرګ SIDS(Sudden Infant Death Syndrome) کموی، په څیړنوکی داهم راغلی وه چې که یوه مورتریوي میاشتی پوری دماشوم ته شیدې وکړی نوداناڅاپی مرګ ئی ترنیمایی پوری به دمرګ ګراف راکم کړ؛ اوهمدارنګه دامریکایوې ادارې CDC (U.S Center for Diseases Control and Prevention) یوه څیړنه خپره کړه چې پکښی لیکلی وه چې [موږپه دې عقیده یوچی دمورشیدې داناڅاپی مرګ کموی اوکنترولوی يی.]

ماشوم ته شیدې ورکول ۱۰۰٪ دماغی سکون راولي

The National Institute of Health (۹۰۰۰) څیړنې راټولی کړیدی، اودائې ښودلې ده چې هغه ښځې چې وخپلوماشومانوته شیدې نه ورکوئ هغه د(Postpartum Depression) سره لاس اوګریوان دی برعکس هغه ښځې چې وخپلوماشومانوته شیدې وکوی هغه پوره دماغی سکون لری.

د مور د شیدو نورې ګټې:

۱: دمورشیدې وماشوم ته ډیری هوسادي، نه اندازه غواړی، نه درجه حرارت غواړی اونه هم وخت غواړی چې جوړی ئې کړی بلکې هروخت ئې ورکولای شی.
۲: اقتصادی ګټه لری، ځیني پوډری شیدې خوداسی قیمت بهادی چی رانیول ئې دهرچاکارنه دی، نوکه ډیری روپۍ وی شیدې شته اوکه روپۍ نه وی نوبیاشیدې نشته.
۳:په شیدورکولوکی ماشوم دمورسره نښتی وی ، چې داپخپله دموراوماشوم ترمنځ پوره مینه اولورینه ده،کله چې دماشوم خوله دمورپرتی (Breast) باندی ونښلی نودادمورلپاره د(Oxytocin) دزیاتولوسبب ګرځی، اوداهغه هارمون دی چې دمورشیدې راتویوی اوموراراموی.
۴: وماشوم ته شیدې ورکول مورله ډیروناخوالوژغورئ، لکه:
دوهم ډول شکره، دتیوسرطان (Breast Cancer) ، درحم سرطان (Ovarian Cancer)
Postpartum Depression لوړفشار، موروماشوم ته دشیدوپه ورکولوسره وزن له لاسه ورکوی، مورپه ذهني اوروحي ډول سره ډېره پرېشانه نه وی داځکه چې ماشوم تندرسته وی.
۵: دمورپه شیدوکی (Antibodies) شتون لری چې دادمختلفووایروسونواوبکتریاوسره مقابله کوی، اودوی نه پریږدی چې وده وکړی، وبل لورته دمورشیدې په ماشوم کی نفس تنګې (Asthma) اوحساسیت (Allergies) ختموی.
دشیدوپه ورکولوکی دمورګټه
وماشوم ته شیدې ورکول دبدن (۵۰۰) کالوری (Calories) سوځوی، چې په نتیجه کی هغو ښځو چی وزن ئې په حمل کی اخیستی دی هغه له لاسه ورکوی، دشیدورکولوبله ګټه داده چې (Oxytocin) زیاتوی، چې ددې په زیاتولوسره دښځې رحم وخپل اصلی حالت ته راځی، اوبله ګټه ئې داده چې هغه وینه کموی چې دماشوم دپیداکیدوڅخه وروسته راځی، اوهمدارنګه دهډوکو غیرنارمل کثافت کموی.
هغه مورچې وماشومانوته شیدې ورکوی دادمورهډوکې مضبوطوی.
په هره اندازه سره چې مورشیدې ورکوی په هغه اندزه سره هم دماشوم ګټه ده اوهم دمورګټه ده، چې داشیدې هم دماشوم سرطان ختموی اوهم دموردتیوسرطان ختموی.
(University of Minnoesota Cancer Center- 1999

ډبلیوایچ او(WHO) اویونیسیف (UNICEF) دموردشیدوپه هکله وایی:

WHO(World Health Organization او UNICEF(United Nation Children*s Fund په نړیواله توګه سره دافیصله کړیده چی هره موربایداقلاوماشوم ته (۶) میاشتی تی ورکړی، چی دادماشوم حق دی،اودادماشوم لپاره حیاتي ارزښت لری.
کله چې یوماشوم دخپلې مورشیدې خوری نوداماشوم واوبوته کومه اړتیانلری، که څه هم ګرمي وی اویاپه ځینوناروغیوبوخت وی چی مایعات پکښې اړین دی، وبل پلوته هغه ماشومان چی دمورشیدې خورئ نسبت وهغوماشومانوته چې دمورشیدې نه خورئ لږنس ناستی لري، لږقی وهئ، لږتبه لری، لږدسینې التهاب لری، لږدغوږونودالتهاب سره مخامخ کیږی اوداسی نور…

یوه نړیواله سروې داښیی چی هرکال (1.3) میلونه هغه ماشومان خپل ژوندله لاسه ورکوی چی عمرونه ئې د۵ کلونوڅخه کم دی اوداهغه ماشومان دی چې دمیندوشیدې ئې نه دی رودلی.
دڅېړنومطابق بایدوماشوم ته په ۲۴ ساعته کی ۲-۳ ساعته پوری تی ورکول شی.
کله چې دماشوم وشیدوته اشتهاوشوه نوبیادی وماشوم ته شیدې ورکول شی، چې په داسی ډول سره وماشوم ته شیدې ورکول دماشوم په وده کوی ډیرمهم رول لری.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب