دموکراسي او د بشر حقوق د دوی له نظره

دموکراسي او د بشر حقوق دوی څه ته وايي؟ طنز

د سېپټمبر ۱۵مه، د دموکراسۍ نړیواله ورځ
د مکراسي او د بشرحقوق
لومړی يي زمونږ د ټولنې عقده من، روسته پاتې، له پوهې او هوښ څخه بېخبره کسان په يوه بهرني ملک کې سره راټول کړل؛
د سوځولو، ورانولو، چور او لوټولو لارې چارې او کوڅي يي وروښودلې؛
د انسان وژنې نوې او تازه طرېقې يي ورزده کړې؛
په عصري وسلو او تجهیزاتو يي سمبال کړل؛
ځانونو سره يي په سلو او زرو پټو او ښکاره لارو او طريقو وتړل؛
وروسته يي ټول په ګډه او يو وار زمونږ وطن ته راننه يستل؛
څو په عمل کې د هغه څه ننداره وکړې چې دوی يي پکې تربيه کړي او روزلي ول؛
بيا يي خبريالانو، رسنوالو، راډیوګانو او تلویزیونو او نورو ته دنده ورکړه؛
چې د دوی په لاس د ورانيو، ويجاړيو، لوټولو، وژلو او بې پتيو څخه، وخت په وخت انځورونه او راپورونه برابر کړي؛
ترڅو په دې رپوټونو او تصويرونو سره؛
ورځپاڼې وچلېږي؛
راډيوګانې تبصرې وکړي؛
او تلويزيونونه انځورونه وښۍ؛
په دې وسيله به د دوی په اند، یوخوا د دوی په خپلو هېوادو کې خلک د مطبوعاتو، بيان، عقیدې او نظر د ازادۍ او دموکراسۍ له ګټو څخه برخمن شي؛
او بلخوا به زمونږ د خلکو د کړاوونو، دردونو او غمونو په څرګندولو او خپرولو سره، د بشر له حقوقو دفاع شوې وي!

دوی د خپلو داسې ډول کړو وړو لومړۍ برخې ته دموکراسي
او دوهمې برخې ته د بشر له حقوقو څخه دفاع وايي!

د «بلې سیاري خلک» له کتابه
سرلوڅ مرادزی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب