دنبي عليه السلام تابعداري

الله جل جلاله دانسانانودلارښووني لپاره پيغمبران عليهم السلام را لېږلي دي.

داسلسله ترهغه روانه وه ترڅوچي الله پاک خپل آخري پيغمبردُنياته راولېږی دده مبارک په راتلوسره دپيغمبرانو
لړی پای ته ورسېده اوترده وروسته بل پيغبردې دُنياته نه راځي ځکه الله جل جلاله ده ته داسي دين ورکړچي ترقيامته پوري دانسانانودکاميابۍ لپاره پوره اوپه بشپړه توگه کفايت کوي.
نوله دې امله اوس دټولي دُنيالپاره دايودين دنجات اوله عذابونوڅخه دخلاصون ذريعه ده،له دې دين اسلام څخه پرته بل دين دخلاصون ذريعه نه ده.

کوم دبل دين پيروان که دجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم ترمبعوث کېدلووروسته پرده ايمان رانه وړي نومخکينی دين يې له عذابه نه ژغوري بلکي دغه کس به دتل لپاره جهنمي وي اوکړي ټول عبادتونه يې عیث اوبې ځايه دي،نوله دې امله بايدددغه سترشخصيت تابعداري وشي اودژوندپه ټولوبرخوکي يې بايدمبارکوسنتوطريقوته پاملرنه وشي ځکه هغه الله پاک دانسانانولپاره يوه نمونه گرزولې ده چي بايدټول انسانان دژوندپه هره برخه کي ددې پيغمبرصلی الله عليه وسلم مبارکوطريقوته په پام سره عمل وکړي.

دنبي صلی الله عليه وسلم پرمبارکوطريقوعمل کول دمسلمان لپاره اړين له دې امله هم دی چي جنت ته دداخليدلولپاره دايوه لارده ځکه چي په حديث شريف کي راغلي دي:کل امتي يدخلون الجنة الامن ابی قيل ومن يأبی يارسول الله(صلی الله عليه وسلم)؟قال:من اطاعني دخل الجنة ومن عصاني فقدابی(رواه البخاري)
يعنی زماټول امتيان به جنت داخلېږي پرته له هغه چاچي انکاروکړي!
چاپوښتنه وکړه چي اې دالله رسوله!(صلی الله عليه وسلم)داسي به څوک وي چي (جنت ته له تلوڅخه )ا نکارکوي؟رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:چاچي زماتابعداري وکړله هغه به جنت ته ننوزي اوڅوک چي زمانافرماني وکړي نوهغه په حقيقت کي انکاروکړ.

مطلب دادی چي څو ک دنبي عليه السلام تابعداري نه کوي هغه په حقيقت کي جنت ته تلل نه غواړي ځکه چي جنت ته دتلولپاره همدايوه لاره ده،نوچي دی په دې لار يون نه کوي،نوداسي معلومېږي چي دی جنت ته نه ځي،نوله دې امله به دغسي سړی له جنت څخه محروم وي.

نوبايدپه خپل ژوندانه کي درسول الله صلی الله عليه وسلم طريقي راولواوپه هروخت کي بايدمتوجه واوسوچي په دې وخت کي زموږدنبي عليه السلام کومه طريقه ده ا وبايدپلې يې کړو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

مولوي عصمت الله عزام

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب