دنفاس ځينې احکام

سوال:

زه د نفاس په باره کې سوال لرم:

ايا نفاس لپاره کوم ټاکلي وخت دی او که د وینې بندېدو پورې وي. که داسې وي نو لاندې سوال لرم:

1- که څوک د بندېدو لپاره دوا استعمال کړي؟

2- که چېرې دیوې یا دوه ورځو لپاره بند او بیا شروع شي؟

نوپه پورته حالاتو کی څه حکم دی؟

که نور زیات تشریح ورکړﺉ مهرباني به مو وي.

جواب:
دنفاس ځينې احکام:

په مختصره توګه دسوال ځواب په لاندې توګه دى :

1- دنفاس کمه موده:

دنفاس دکمې مودې  لپاره په اسلامي  شريعت کې کوم حد نه دې ټاکل شوى ،اصلي مسئله تر وينوپورې اړه لري   تر څوچې وينه جاري وي  نو دا نفاس بلل کيږي ترڅوچې اکثره مودې ته نه وي رسيدلې
داهم کيداى شي چې دنفاس وينه د يوساعت لپاره  دوام پيداکړي اوداهم کيداى شي چې له سر نفاس راښکاره هم نشي

2-  دنفاس زياته اواکثره موده:

دنفاس لپاره په شريعت کې دجمهورو په وړاندې زياته موده څلويښت ورځې ټاکل شوى ده
دليل يې دام سلمې رضي الله عنها دى چې دې داسې ويلي دي: (كان النفساء تجلس على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم أربعين يوما) أخرجه أحمد أبوداود والترمذي والدارقطني والحاكم  .

ژباړه: نفاسو ښځو به درسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه کې  دنفاس له امله څلويښت وځې انتظارکاوه

3- دنفاس احکام:

دنفاس احکام د حيض داحکاموپه څير دى کوم احکام چې دحيض دى هماغه دنفاس احکام هم دي نور تفصيل دې يې په کتابوکې وکتل شي

4- دنفاس دبنديدولپاره ددواء استعمال:

ددواء استعمال په هغه صورت کې جوازلري چې دواء مضره نه وي اوکه دواء زنانه ته زيان اونقصان رسوي نوبيايې استعمال ښه کار نه دې

5- دنفاس لپاره ددواء استعمال حالتونه:

که چيرې نفاس يې په کلي توګه بندکړ اودنفاس کومه نښه پاتې نه شوه  نوپه دې صورت کې زنانه پاکه ده لمونځ روژوې وغيره دې کوي
اوکه چيرې يې نفاس په کلي توګه ورک نه شو اوځينې نښې نښانې يې لاپاتې وي نو زماله نظره زنانه پاکه نه ګڼل کيږي دنفاس احکام به پرې جاري کيږي

والله اعلم
مولوي امين الله ازره وال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب