دنوروز حقيقت او لمانځل

نوروز چي دنوي ورځي په معنا سره ده دمورخینو په اند دنوبهار له نوم څخه را اوښتې ده، يعنی نوبهار اوس دنوروز په نوم لمانځل کیږي، نوبهار دهغې اورخوني نوم وو، چي له ميلاد څخه ۵۸۳ کاله وړاندي دمجوسیانو له لوري په بلخ کي جوړه شوه او په هغه کي به یې داور عبادت کاوو.

وروسته دغه نوم(نوبهار) دمجوسيانو له لوري په هغه ورځي کېښول شو، چي دوی به ددغې اتشکدې دپيل دورځي ددرنښت په هدف لمانځله او دغه بیا دنوروز  په ورځ ونومول شوه.

ځیني کتابونه داسي بیان کوي، چي نوروز دزردشت دزېږېدني ورځ وه، چي  دهغه پلویانو  وروسته لمانځله، ځینو مورخینوداسي هم ویلي، چي نوروز داورلمانځني لومړۍ ورځ ده، یعنی په دې ورځ اور لمانځونکو داور عبادت پيل کړی دی، چي وروسته یې ددغې ورځي لمانځل دنوروز په نوم پیل کړل.

خو ځیني تاریخي کتابونو را اخيستي، چي دزردشت پلویان په دې اند وو، چي دنوي کال په لومړیو شپږو ورځو کي زردشت په دې وتوانېدو، چي (العياذ بالله)له الله تعالی سره مناجات وکړي، نوله همدې امله دغه ورځ دنوروز په نوم سره لمانځي.

ځیني نور مورخین بیاپه دې باور دي، چي په دغه ورځ په لومړي ځل دنوبهار په اتشکده کي اور بل شوی او عبادت ورته شوی دی، چي وروسته دغه ورځ هر کال لمانځل کېدله.

نوروز دمنځنۍ اسیا، ايران او دنړۍ دیوشمېر نورو هیوادونو په ګډون په افغانستان کي هم لمانځل کیږي او دکابل درژیم له لوري دغې ورځي ته رسمیت ورکړل شوی دی، چي اوس مهال هرکال دبېلابېلو جشنونو په نیولو سره ددې ورځي لمانځه کیږي، خو سږ کال دغه ورځ بې کوربه پاته شوه.

په افغانستان کي تر اسلام وړاندي دغه ورځ لمانځل کېدله، خو کله چي په ۳۲ هـ کي دحضرت عثمان رضی الله عنه په دور کي داحنف بن قیس تمیمي په مټ په بلخ کي داسلام سپېڅلي رڼا وځلېدله، نو ټولو خلکو داسلام حقانیت او داسلامي مقدسو ورځو دلمانځلو له امله ددغه ورځي لمانځل پرېښول او تر۴۴۷ هـ پوري په ټول افغانستان کي دغه ورځ چا نه لمانځله او نه چا پيژندله.

دمورخینو په وینا، کله چي شيعه معزالدولة ديلمی واک ته ورسیدو، نو لومړی یې دحضرت علی کرم الله وجهه دمزار په نوم یوه ودانۍ په نجف ښار کي اوبله دغه ډول ودانۍ يې دبلخ په ښار کي جوړه کړه او دجنډې پورته کول يې هم دود کړل او دايې مشهوره کړه، چي که کوم ړوند په دغو مراسمو کي ګډون وکړي سترګي به یې روغي شي، له همدې سره  دجنډې او هغه لرګي احترام هم پيل شو، چي دغه جنډه پرې دریږي، خلک په دغه لرګي لاسونه، دوسمالونه اوداسي نور شیان موښي او بیایې په ځان موښي، ترڅو ددوی په ګمان په دې سره يې ناروغۍ ورکي شي.

خو دغه ورځ چي هرڅه ده، په اسلام کي ځای نه لري اونه يې هم باید مسلمانان ولمانځي، ځکه نبی علیه السلام مسلمانانو ته دلمانځلو او خوښۍ  دوه ورځي معلومي کړي، چي یوه يې دوړوکي اختر او بله يې دلوی اختر ورځ ده، له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت شوی، چي کله نبی عليه السلام مدینې منورې ته راغی، نو دمدينې منورې خلکو په دوو ورځو کي خوشحالۍ کولې، یعنی لمانځلې یې، نبی عليه السلام ورته وویل، چي دغه کومي ورځي دي؟

هغوی ورته وویل، چي موږ دجاهلیت په زمانه کي په دغو ورځو کي خوشحالۍ کولې.

نبی عليه السلام ورته وویل، چي الله تعالی دغه دوه ورځي په دووداسي ورځو دربدلي کړې، چي تر دې ورځو غوره دي یو دلوی اختر ورځ او بله دکوچني اختر ورځ ده.

اشعة اللمعات لیکلي، چي دغه دوه ورځي، چي په مدینه منوره کي لمانځل کېدلې، یوه دنوروز ورځ وه او بله دمهرجان ورځ، چي دنبی علیه السلام له حکم سره سم یې لمانځل بند شول او يوازي د دوو اخترونو ورځي لمانځل کېدلې.

لیکوال : موسي مهاجر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب