دهجري شمسي کال په اړه مهم معلومات

دهجري شمسي سَنې لپاره په (هـ ش) سره اشاره کیږي.
د پنځمي او شپږمي پېړۍ وتلي مسلمان عالم عمر خیام د اوو نورو مشهورو علماو په مرسته دغه جنتري اجاد کړه، دلمر پر خواوشا دزمکي دحرکت پر نتیجه دا جنتري بنا ده.
زمکه دلمر خواوشا حرکت په 12 میاشتو کې پوره کوي، په یووار حرکت پوره کولو سره، یو هـ ش کال پوره کیږي.
دزمکي دغه دوراني حرکت په 365 ورځو او 6 ساعته کي پوره کیږي، نو له دې امله هر څلورم کال د 365 ورځو پر ځای، 366 ورځي راځي، ځکه په څلورو کلونو کې چې 6 ساعته سره جمعه کړو، یوه پوره ورځ تشکیله وي.
دهـ ش کال میاشتي:
حمل: 31، ثور: 31، جوزاء 31، سرطان 31، اسد 31 او سنبله هم 31 ورځي وي، خو میزان بیا 30، عقرب 30، قوس 30 جدي 30 او حوت کله 29 او کله 30 ورځي راځي.
په هغه کال چې مجموعه ورځي یې 365 وي، دحوت میاشت 29 ورځي، او کله چې ټول ټال ورځي يې 366 وي، دحوت میاشت 30 ورځي راځي.
او دهجري قمري کال سره تقریبا 11 ورځي فرق لري، ځکه قمري جنتري دسپږمۍ پر خواوشا دزمکي ددوراني حرکت په نتیجه کې منځته راځي، او دا دوره دلمر شاوخوا تر دوري لږ کمه ده، ټولي ورځي يې 354 وي.
ددې (هـ ش) پیل ومدینې منورې ته درسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم له هجرت سره برابر شوی دی.
د(هـ ش) جنتري استعمال په سعودي، ایران، افغانستان او کردستان کي کیږي، خو فرق دا دی چې دسعودي دجنتري دکال اوله ورځ له 23 دسپتمبر څخه، دموني په موسم کې پيلیږي، او په ایران او افغانستان کې بیا د مارچ له 21 نه دسپرلي دپیل سره سم شروع کیږي.
تر ټوله غوره سنه:
دا (هـ ش) سنه دنړۍ په سطحه تر ټولو دقیقه سنه بلله شوي ده، ځکه په 3.8 ملیونه کال کې دیوې ورځي خطا امکان لري، او په میلادي سنه کې بیا، په 3300 کال کې دیوې ورځي دغلطي امکان شته.
یادونه:
په مذهبي لحاظ دعباداتو لپاره هجري قمري سنه تر ټولو معتبره او غوره ده، البته دحکومتي قوانینو به لحاظ سره هـ ش سنه ښه ده، ځکه چې له وړاندي يې دیو تاریخ او رځي تعین ممکن دی، او دقمري هغه دهلال تر ليدلو تعلق لري، تر هغه له مخه دکوم تاریخ تعین ناشونی دی.
فایده:
له میلادي جنتري نه د(هـ ش) جنتري کال معلومول ډیر اسان دی، دمیلادي سنې په 622 کال باندي د (هـ ش) جنتري پیل شوی دی، نو دعیسوي سنې نه به 622 منفي کړو، بس نتیجه به يې (هـ ش) سنه وي.
مثلا:
2008م نه چې 622 منفي کړو، نتیجه به يې 1386 راشي، چې دا د 2008م کال سره برابر 1386هـ ش کال دی.
لیکنه: مفتي احسان الله

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب