دود څه ته وايي؟ ؛ دودونه

دودونه هغه ټولنيز ارزښتونه دي چې د يوې ټولنې د معنوي كيفيت او څرنګوالي د پايښت بنـسټ جوړوي.

دودونه او رواجونه كېداى شي ملي او يا هم نړيوال، مذهبي او يا هم غير مذهبي، ټولنيز او يا هم انفرادي وي خو خاصتا دودونه ډيرى ټولنيز اړخ لري.

ځينې حقوق پوهان دا هم وايي چې دودونه حقوق دي، دودونه قانون جوړوي، قانون د خلكو د اعمالو كنټرولونكى دی او بالاخره د ټولنې اساس او بنسټ په دودونو ولاړ دى.

دا خبره تر ډېره بريده سمه او پر ځاى ده، چې حقوق او يا د حقوقو علم د عرف، عاداتو او دودونو څخه جوړ دى. كه چېرې د حقوقو تعريف وپلټئ خامخا به ومومئ چې د حقوقو ريـښې دودونه دي او همدا دودونه او رواجونه بالاخره په حقوقو تبديل شوي دي او د حقونو د دفاع په خاطر قانون رامنځ ته شوى او قانون بيا حق پلى كوي.

دودونه په يوه ټولنه كې هومره ارزښت لري څومره چې په ټولنه كې د قومونو او پرګنو تاريخ موجود وي، همدا دودونه او رواجونه دي چې د يو قوم، ټولنې نوم يې ساتلى وي، د نړۍ ډېر جيولوژي پوهان بيا وايي چې دودونه جيولوژيكي ارزښت لري، پدې مانا چې د سرحدونو، هيوادونو، ايالتونو، او بلاخره د وچو د وېش سبب هم دودونه بلل كيږي، د بېلګې په توګه په پخوا زمانو كې د ځمكې په كره كې كوم ځانګړى سرحد او وېش نه ؤ معلوم او نه كوم هېواد وو . د نفوس په ډېرېدو سره وګړي د ځمكې د كرې په بېلا بېلو برخو كې مېشت او ځاى پر ځاى شول، دوى ځانله خاص عادوتونه غوره كړل تر څو چې په كليو، سيمو او بلاخره په ايالتونو او هېوادونو او وچو ووېشل شول.

په مذهبي ډول دودونه دينې اوامر هم دي، ددې امورو په ځاى كول او بيا د ډېر وخت په تېرېدو سره په دود اوښتي، په اسلامي نړۍ كې ځينې داسې مذهبي دودونه هم شته چې په اسلام كې ورباندې امر شوى دى. ددې اوامرو پر ځاى كول او په دې باندې وخت تېرېدل په رواج او دود اوښتي. د بېلګې په توګه، زمونږ په ګران هېواد كې مېلمه پالنه، مېلمه پالنه د بشر د لارښوود حضرت نبي عليه سلام امر دى، چې د مېلمه قدر وكړئ، حال دا چې دېته اوس د دود او رواج په سترګه كتل كيږي.   همدا ډول اوامر په لږ تغير په رواج بدل شوي او د دودونو بڼه يې غوره كړې.

اوس دا هم د يادولو وړ ده چې آيا ټول عنعنوي ارزښتونه د ټولنې په ګټه دي او كه ځينې يې تاوانونه هم لري؟ ددې پوښتنې ځواب روښانه او ساده دى. دودونه او رواجونه ځينې د ټولنې، قوم او قبيلې په ګټه دي. د دغو ګټو ځيني په لاندې ډول دي:

دودونه د قوم، قبيلې، ټولنې او پرګنې د نوم او تاريخ ساتنه كوي.

د ټولنې هر وګړي ته خپل اساس او بنسټ ښكاره او معلوم وي، لكه چې متل دى، وايي چې څوك اصل نه پېژني هغه هيڅكله پرمختګ نشي كولاى، څوك چې له خپل اصله خبر وي بيا نو خپل اصل ته وفادار وي.

د سمو او پرځاى دودونو پرځاى كول د خلكو او وګړو د خوښۍ سبب كيږي.

د سمو رواجونو ترسره كول د خلكو تر مينځ د يووالي، وحدت او ورورولۍ لامل ګرځي.

بلاخره همدا ګټور دودونه دي چې د ټولنې د پرمختګ لامل هم كيږي.

د ځينو ګټورو دودونو او رواجونو بېلګې په لاندې ډول دي:

جرګه او مركه: جرګه د پښتنو يو سپيڅلى دود دى چې تر ننه شتون لري، په يوه كلي، سيمه او هېواد كې چې كله ستونزه رامنځ ته كيږي ددې ستونزې د حل لپاره مشران جرګه كوي، چې د جرګې په كولو سره دخيلې خواوې د مشرانو پريكړه مني او ستونزه په سولييزه توګه او په اسانۍ سره حل مومي.

مېلمه پالنه: زمونږ په ګران هېواد كې دا دود دى چې د مېلمه قدر كوي، كوم كور ته چې مېلمه لاړ شي، كه هغه هر څوك وي كوربه د هغه قدر او عزت كوي، دا دود نه يوازې چې اسلامي امر دي، بلكي په خلكو كې د مينې، وروولۍ او يوالي زيږنده هم دى، چې ددې دود ترسره كول هم ثواب دى او هم نورې دنيوي ګټې لري.

د ناروغ پوښتنه: زموږ په ګران هېواد كې دا دود چې كله په كوم كور كې ناروغ پيدا شي نو د كلي او سيمې خلك د نوموړي كورته ورځي او د حال پوښتنه يې كوي، دا دود په اسلام كې د يوه مسلمان ورور پر بل مسلمان ورور حق دى، ددې سره سره په خلكو كې د محبت د پيداكېدو لامل هم ګرځي.

په اخترونو كې خوښۍ كول: په اخترونو كې په خوښۍ كولو سره زموږ ګران نبي صلى الله عليه وسلم هم امر كړى، په اخترونو ټول خلك نوې جامې اغوندي؛ يو د بل كورنو ته ځي؛ د اختر مباركي سره وايي، چې دا كار هم پورتنۍ ټولې ګټې لري.

دويم ډول هغه دودونه او رواجونه دي چې په ټولنه كې يې شتون تاوان لري، او دا دودونه له اسلامي ارزښتونو سره هم كوم اړخ نه لګوي چې د ځينو تاوانونو يادونه يې اړينه ده:

كه چېرته اسلامي اړخ ونلري نو ګناه ده.

پرځاى كول يې ډېري اقتصادي ستونزې هم رامنځ ته كوي.

ناسم دودونه د خلكو او وګړو تر منځ د بې اتفاقۍ سبب هم كيږي.

د ځينو دغسي دودونو بېلګې په لاندې ډول دي:

د مړي د ښخولو دود: زموږ په ګران هېواد كې دا دود دى چې كله څوك مړ شي په هغه كس پسې خيرات كوي. كه چيري د مړي كورنۍ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره هم مخ وي خو دا كار حتمي دى چې پدې مړي پسې تر ډېرو ورځو خيراتونه كوي، ددې دود پرځاى کول نه يوازې دا چي اسلامي امر نه دى،بلكي د مړي د كورنۍ د غريبۍ سبب هم كيږي چې تر ډېره وخته يې بيا قرضونه نشي پوره كولاى. ديادونې وړده، چې د لومړۍ ورځې خيرات او اسقاط د اسلام په سپېڅلي دين کې اصل نلري، خو له بده مرغه که څوک يې ونکړي بيا يې د ځان لپاره عار ګڼي او وايي زموږ د دورازې رنګه بدېږي، نور بيا د اسقاط په نوم پيسې هم ترې واخلي او خيرات يې هم وخوري، چې بالآخره د هغوی غمونه يو په سل شي.

په بدو كې د ښځو وركول: دا ناوړه دود تر اوسه هم په ځينو ځايونو كې شته، كله چې يو څوك وژل كيږي نو د قاتل كورنۍ بيا د وژل شوي كس د كورنۍ يوه غړ ي ته ښځه وركوي، چې يا د قاتل خور، ورېره او يا لور وي، دا ناوړه دود نه يوازې يوه لويه ګناه ده بلكې يو بشري ظلم هم دى، چې د ښځو شخصيت ته په درنه سترګه نه كتل كيږي او د يو توكې په څېر ترې كار اخيستل كيږي، ددې پر ځاى چې ګناه كار دې سزا وويني د هغه پر ځاى يو معصوم او بې ګناه كس ته سزا وركوي او د ژوند په ډېرو سختو كړاوونو كې ژوند كوي.

بدل) موخۍيا شغار): دغه دود ډېرې ناخوالې را منځته کړې دي. يوه ښځه په بله باندې د څاروي په څېر بدلوي ډېر ځله داسې هم کېږي، چې د يوې او بلې تر منځ توپير موجود وي د هغه لوري نه د سر په توګه پيسې هم اخلي او د هغې مظلومې سره بد چلند کوي او هغه حقوق چې د ښځې شرعي حق دی هغه هم نه ورکوي، زموږ په مذهب کې امام ابوحنيفه رحمه الله دې ډول نکاح ته د مهر مثل د ورکولو په صورت کي اجازه ورکړې ده، خو متاسفانه چې دا حيله هم په نظر کې نه نيسي او د دواړو کورنيو ترمنځ دوستي نه، بلکې په دوښمنی بدله شي.

ولور: له شرعي مهرڅخه زياتې پيسې اخيستل هم زموږ په هېواد كې دود دي، دا ناوړه دود د اسلام د سپيڅلي دين له لوري هم مردود دى، دا دود نه دا چې يو انسانې تيرى دى، بلكه يو بشري ظلم هم دى، چې ښځو ته په سپكاوى کتل كيږي او د توكو په شان پلورل كيږي، د انسان مشابهت له اشياوو سره، دا دود هم د ډېرو تاوانونو سره يو اقتصادي تاوان هم بلل كيږي.

ځينې نور رواجونه دي، چې د شرعي کارونو مخه يې ډب کړې ده د هغه بد دود له خاطره سم شرعي عمل نشي کولای، دبېلکې په توګه، د يو چاسره د حج دفريضې توانايي شته، خو د چپنو، چادرونو او موټرونو ګلپوش کولو، په هوټلونو کې د مراسمو نيولو توان نلري، همدارنګه يوځوان د شرعي نکاح او وليمې توان لري، خو په هوټلونو کې د پروګرام جوړولو توان ورسره نشته.

نو اى الله دا ناوړه دودونه زموږ له ټولنې ورک كړې او له ګرانو هېوادوالو مو هېله داده چې د ناسم ډول دودونو په وركولو كې خپله ونډه واخلي. په همدې هيله.

ليکوال : استاد قاري عنايت الله عادل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب