دوه ښځي او انصاف (حدیث)

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : كَانَتْ امْرَأَتَانِ مَعَهُمَا ابْنَاهُمَا ،جَاءَ الذِّئْبُ فَذَهَبَ بِابْنِ إِحْدَاهُمَا فَقَالَتْ لِصَاحِبَتِهَا : إِنَّمَا ذَهَبَ بِابْنِكِ ، فقَالَتْ الْأُخْرَى :إِنَّمَا ذَهَبَ بِابْنِكِ ،فَتَحَاكَمَتَ اإِلَى دَاوُدَ عَلَيْهِ السَّلَام ،فَقَضَى بِهِ لِلْكُبْرَى، فَخَرَجَتَا عَلَى سُلَيْمَانَ بْنِ دَاوُدَ عَلَيْهِمَا السَّلَام ،فَأَخْبَرَتَاهُ فَقَالَ :ائْتُونِي بِالسِّكِّينِ أَشُقُّهُ بَيْنَهُمَا ،فَقَالَتْ الصُّغْرَى :لَا تَفْعَلْ ، يَرْحَمُكَ اللَّهُ ، هُوَ ابْنُهَا فَقَضَى بِهِ لِلصُّغْرَى .

د ابو هریرة رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل: دوه ښځې وې چې هغوی سره دوه ځامن ول. لېوه راغى او د هغو ښځو څخه يې د یوې ښځې ځوى یوړ ، یوې ښځې بلې ته وویل: ستا ځوى لېوه یوړ دا بلې ورته وویل: نه! ستا ځوى لېوه یوړ. هغه دواړه ښځې داود علیه السلام ته د فیصلې لپاره راغلې.

داود علیه السلام فیصله د لوې ښځې په حق كې وکړه. هغه دواړه سلیمان بن داود علیهما السلام ته راغلې او كيسه يې ورته وکړه. سلیمان علیه السلام ورته وویل:

چاړه (چاقو) راوړی ترڅو دا ماشوم دوه ټوټې کړم او هره ټوټه يې یوې يوې ته ورکړم. کشرې (وړی) ښځې وویل: الله دې درباندی ورحمېږی داسې مه کوه.

دا د مشرې ځوى دی. سلیمان علیه السلام چې د کشرې ښځې دا خبرې واورېدې، نو د کشرې (وړې) په حق كې يې فیصله وکړه او ځوى يې ورته وسپاره.

دحدیث تخریج :
بخارى و هذا لفظه: کتاب احادیث الأنبیاء، باب: قوله تعالی: و وهبنا لداود سلیمن نعم العبد انه أواب، حدیث: (۳۴۲۷)او په کتاب الفرائض، باب: اذا ادعت المرأة ابنا (۶۷۶۹)
مسلم: کتاب الأقضیة، باب اختلاف المجتهدین، حدیث: (۱۷۲۰)
سنن النسائي: کتاب آداب القضاء، باب حکم الحاکم بعلمه (۵۴۰۴)

د حدث فائدې:
۱: جنګ د انسان خاصیت دی لکه په پورتنى كېسه كې یوې ښځې بلې ته وویل: لیوه ستا ځوی وړی دی او بلې ورته وویل: نه. بلكې ستا ځوی يې وړی دی.

۲: د جنګ په وخت كې په بل فیصله کول یو ښه کار دی.

۳: دا شوني ده چې ځوی دی د پلار نه په احکامو ډېر پوه وی.

۴: د حق د ښکاره كېدلو لپاره حیله کول جائز دي.

۵: د مور د رحم نه د الله رحم اووه ځله ډېر دی او بل داسې څوک نشته چې هغه د مور د ترحم نه ډېر ترحم ولري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب