دوینې د ورکولو روغتیایي ګټې

دزړه په امراضو داخته کیدو د خطر کمښت

دا مشاهده شویدی چې د وینی د اوسپنی د مقدار د زیاتوب په نتیجه کی د زړه د امرضو په اخته کیدو چانس ډیریږی، ځکه چی اوسپنه د کولیسترول د ارجاع کولو په عمل کی مهم رول لری چی دغه په خپل وار سره د زړه د شریانونو لپاره تاوانې او د زړه د امراضو سبب ګرځی، پدی اساس په منظمه توګه سره وینه ورکول خصوصاً په نارینه وو کی د زړه په حمله کی دری چنده کمښت راولی.

د تازه وینی او نوی سره کرویاتوپه تولید کی چټکیا

په بدن کی د سره کرویاتو په مقدار کی د وینی دورکولو په نتیجه کی کمښت رامنځ ته کیږی چی ددې د سمدستې جبران لپاره د هډوکوماغزه هڅول کیږی چي تر څو تازه وینه تولید کړی او بدن ته تازه وینه ورسیږی.

د هیموکرومیتوزیس د ناروغی سره مجادله

هیموکرومیتوزیس یوه جنتیکی ناروغې ده، پدی ناروغې کی د اوسپنی د میتابولیزم یا مصرف غیر نارمل وی او د بدن په انساجو کی د اوسپنی د ذخیره کیدو سبب کیږی چي دغه حالت د بدن و غړو ته زیان رسوی، دغسی اشخاص خپل دوینې د اوسپنی د مقدار د ټیټ ساتلو لپاره هم کولئ شې چي وینه ورکړی، د داسې اشخاصو وینه و وینه اخستونکو اشخاصو ته کوم ضرر نه رسوی ځکه چې دا یوه جنتيکې ناروغې ده. لکه د بریتانیا په هیواد کی چی په هرو ۴۰۰-۳۰۰ کسانو کی یو کس پدی ناروغې اخته دی او د امریکا د سره صلیب خدمات دغسې کسان د یو محفوظ وینه ورکونکو په حیث منلۍ دی.

په بدن کی د خوړو د انرژی سون

یو څوک کولۍ شي چي خپل ځان د مناسب پرهیز او یا په منظمه توګه د وینه ورکولو له لاری روغ او تندرست وساتې، د یو یونټ (۴۵۰ ملي لیتره) وینه ورکولو سره د وینه ورکوونکو په بدن کی ۶۵۰ کالوری انرژی سوځي

په پاخه عمر لرونکو خلکو کی د پیاوړیتوب احساس
په ډیرو انترنیټی پاڼو کی دا ذ کر شوی مګر تثبیت شوی ندی چې پاخه عمر لرونکی کسان د وینې په ورکولو سره د پیاوړیتوب او تازه ګی احساس کوی، دا زما د ژوندون ځانګړی تجربه ده چي هرکله زه وینه ورکړم زه د ډیری مودی لپاره د تازګي احساس کوم او حتی زه فکر کوم چی زه هیڅ ډول پریشانی نلرم.

your ads

په منظمه توګه وینه ورکول په سرطانونو باندی د اخته کیدو خطر کمیږی او همدارنګه په وینه کی د آزاد راډیکلونو (برقی چارجونه) سطح ټیټیږی.

وینه ورکول د مذهب له نقطه نظره

ټول ادیان په نړئ کی د نورو پر ژوند ږغورلو باندی تاکید کوی چي زه دلته د اسلام د سپیڅلی دین پر اساس څو ټکو ته اشاره کوم:

الله سبحانه و تعالی فرمایی:
۳۲- او څوک چي یوانسان له مرګه وژغوری لکه چي ټولو خلکو ته ژوند وربښلی وی (المایده)

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایی: هغه څوک چی یو مومن د پریشانی څخه نجات ورکړی، نو الله تعالی به هغه دقیامت په ورځ د یوی لویي پریشانی څخه نجات ورکړی.

پدی اساس کله چی دیومریض دژوند د نجات لپاره د وینې ورکول ضروری وی نو پداسي حالاتو کی د اسلام په اساس وینه ورکول ضروری ګرځی
.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایی: د علاج د یو مؤثرو طبی طریقو څخه یو هم حجامت یا رګ وهل دی.

او دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم د درو نورو مبارکو احادیثو مفهوم په لاندی ډول سره دی:

۱- خپل رګ د جراحې د چاړه په ذریعه پری کړئ او پریږدئ چی وینه ځینی وبهیږی او دا کار تاسې په هرو درو میاشتو کی کولۍ شې.
۲- تاسی کولی شي چی خپله وینه پریږدۍ چی وبهیږی په هرو ۱۷ ورځو، ۱۹ ورځو او ۲۱ ورځو کی. (د ساینس ]پهPlasma and Platelet Pharisees په اوسنی عصر کی دا د وینی د پلازما او صفحیات دمویه د اهدا کولو[ هکله د تطبیق وړدی).
۳- د خپل بدن څخه وینه ایستل روغتیا بهتروی اود سترګو دید قوی کوی.

کوم کسان کولئ شي چي وینه ورکړی

· هغه کسان چي ۱۸-۶۰ کلونو پوری عمر ولری
· نارینه او ښځینه دواړه کولئ شي چی وینه ورکړی
· حد اقل ۵۰ کیلو ګرام وزن ولری
· د خولي د تودوخي درجه باید د ۳۷.۵ درجه سانتی ګریډ څخه زیات نه وی
· منظم وی او په یوه دقیفه کی با ید۱۰۰-۴۸پوری وی
· د روغتیا د کارکونکو تر نظر لاندی باید وی
· په ۱۰۰ ملی لیتره کی د۲۵ ګرامه څخه باید لږ نه وی

شاید چي هیله مند وینه ورکونکی د لاندینیو ناروغیو له کبله وینه ورنکړی

· دسږو ناروغی
· د روماتیزم
· دزړه او د زړه د رګونو ناروغی
· امراض ګرده
· حساسیت
· سرطان
· ایدز
· د شکری ناروغان
· د دوو میاشتو راهیسی د ساه لنډی ناروغی
· مرګی، دماغی امراض
· دوامداره جلدی ناروغی
· د تیرو دوو کلونو راهیسی د معدی حاد زخم
· سفلیس او نور مخصوص امراض
· ژړی
· ملاریا
· حا مله شځی او د ولادت څخه ۱۲ میاشتي وروسته
· تر ۶ میاشتو پوری د یو لوی عملیات څخه وروسته
· کوم کسان چی شپږ میاشتی مخکی وینه اخستی وی
· د غوږ نو د سوری کولو څخه تر ۶ میاشتو پوری
· ددری میاشتو راهیسی د یوی شدیدی ناروغی په صورت کی
· د الکولو او مخدره مواد معتادین
· او داسی طبی مسایل چی پریکړه يي د روغتیا و کارکوونکی پوری اړه لری چی آیا هیله مند شخص وینه ورکړی او که نه

NOW LET’S DONATE BLOOD AND SAVE THE OTHERS LIFE

References:
http://www.hashtagsmag.com/
http://www.hashtagsmag.com/5-health-benefits-of-donating-blood/
http://uuthuyo.com/donate.htm
http://www.bloodblot.com/
http://www.sunexpressnews.com/fethiye-is-responsive-to-blood-donation/
http://municipality.tn.gov.in/sirkazhi/blood.pdf

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب