دين ته د انسانانو اړتيا

دين د روح د تزکيې او د وجدان د پاکوالي او قوت لپاره ضروري عنصر دی، لوړ عواطف په دين کې ډېر څيزونه لاسته راوړي او خپلې موخې ته په اسانۍ سره رسېدای شي .

حماد حليمي

د پيل خبرې

انسان په ژوندانه کې تر هر دين ته ډېره اړتيا لري، ځکه چې انسان بايد د الله تعالی د رضا او ناراضيتوب ځايونه وپېژني، انسان تل يوې ګټورې تګلارې ته اړتيا لري، شرع د ګټورو او مضرو افعالو ترمنځ غوره توپير روښانوونکې لاره ده، دا د انسانانو لپاره د الله تعالی له خوا لورېينه ده، هېڅ وخت انسانان له شرعې او الهي قانون پرته ژوند نه شي کولای .
که انسان خوښمن شي، نو هرو مرو به غوره څيز غواړي، زيان او ګټې ته به يې سوچ کوي .
که هرڅومره مادي الحادي مذاهبو ته ظاهري ښکلا ورکړل شي، د ټولنو او وګړو ته تر صحيح دين پرته بل څه نېکمرغي نشي ور په برخه کولی  او د روح او جسم غوښتنو ته په سمه توګه ځواب نشي ويلی، بلکې هر څومره چې وګړي د بشر  په لاس وضعه شويو قوانينو پيروي کوي، هومره ترېنه هوسايينه او نېکمرغي کډه کوي او ناامني يې لا ډېرېږي، له هرې بدمرغۍ د وتلو غوره لاره دين ته مراجعه کول دي .

ارنست رينان وايي: ((ښايي زموږ د خوښې هرڅه برباد شي، د عقل، پوهې او صنعت ازادي رانه واخيستل شي، خو د تدين له منځه وړل ناشونی کار دی، او د هغه مادي مذهب نابودي لا پسې ډېرېږي، چې د انسان لپاره يوازې د ځمکې پر سر د تنګ او لنډمهاله ژوند په چوکاټ کې منحصر  وي .))

محمد فريد وجدي وايي: ((د تدين د مفکورې له منځه تلل ناشونې خبره ده، ځکه چې تدين د نفس له سترو غوښتونو څخه دی او عواطف يې غواړي، د تدين مفکوره له هر انسان عقل لرونکي انسان سره مله ده، چې په وسيله يې د ښکلا او بدۍ ترمنځ توپير کولی شي، دغه مفکوره د انسان د پوهنې او ودې په ډېرېدا سره زياتېږي.))

هرڅومره چې انسان له خپل ربه ليرې کېږي، هومره يې جهالت او ناپوهي ډېرېږي، باور کېږي چې د ټولو علومو ترشا يو حکيم او پوه عالم دی او د طبيعت تر شايو ځواکمن خالق دی، دغه حقيقت هغو کسانو ته روښانه دی، چې پر خپل ايمان پوره باور لري او دين ته يې په بشپړه توګه غاړه اېښې ده، خو که کوم انسان برعکس وي، تر حيوان هم بدتره دی .

له دې جوتېږي چې حق تدين ـ چې په عبادت کې د الله تعالی پر يووالي باور لري ـ په ژوندانه کې ضروري عنصر دی، چې انسان وکولای شي يوازې د الله تعالی عبادت وکړي، سلامتيا او نېکمرغي يې په دواړو  جهانونو په برخه شي، دا په انسان کې د نظري ځواک د بشپړېدو لپاره اړينه خبره ده .

دين د روح د تزکيې او د وجدان د پاکوالي او قوت لپاره ضروري عنصر دی، لوړ عواطف په دين کې ډېر څيزونه لاسته راوړي او خپلې موخې ته په اسانۍ سره رسېدای شي .

همدارنګه، دين د ارادې د ځواکمنېدا لپاره هم ضروري عنصر دی، او د ناهيلۍ او نااميدۍ د عواملو پر وړاندې ټينګ مقاومت کوي .

نو له دې امله، که څوک وايي چې : انسان خو په طبيعت کې ټولنيز فکر لري، بايد ووايو: ((انسان په فطرت کې متدين دی))، ځکه چې له انسان سره دوه قوتونه دي: علمي نظري قوه او علمي ارادي قوه، چې بشپړه نېکمرغي يې د علمي او ارادي قوتونو پر بشپړېدا پورې تړلې ده، او علمي قوت يې د لاندې څيزونو په پېژندلو سره بشپړېدای شي:

1. د خالق او رازق الله پېژندل، چې انسان يې له عدم څخه پيدا کړی او له بېلابېلو نعمتونو يې برخمن کړی دی .
2. د الله تعالی د نومونو او صفتونو پېژندنه، او پر بندګانو د دغو نومونو اغېزه .
3. تر الله تعالی پورې د رسوونکې لارې پېژندل .
4. د انسان او يادې شوې لارې ترمنځ د خنډونو پېژندنه .
5. د خپل ځان ريښتينې پېژندنه، د خپلو اړتياوو څرک لګول، که ګټورې وي او که زيان رسوونکې، او د هغوی ځانګړنې او نيمګړتياوې پېژندل .
د دې پنځو څيزونو له پېژندلو سره د انسان علمي ځواک بشپړېږي، او د علمي او ارادي قوتونو بشپړتيا د الله تعالی د حقونو له مراعاتولو پرته نشي ترسره کېدای، او دغه دواړه قوتونه د الله تعالی له مرستې پرته هم نشي بشپړېدای، د مستقيمې لارې په پېژندلو کې بنده تل د الله تعالی لارښوونې ته اړمن دی، دا چې صحيح دين د الله تعالی له لوري د بېلابېلو نفسونو د قوت لپاره يو ځواک دی، همدارنګه دين د يوې ټولنې لپاره دفاعي سپر هم کېدای شي، ځکه چې انسانان په ژوند کې يو او بل ته اړتيا لري، او دغه اړتياوې يوه سنبالوونکي نظام ته ضرورت لري، چې د دوی لپاره مسؤوليتونه په ګوته کړي او د حقونو ضمانت يې وکړي، او د دې نظام عملي کول او ساتنه د واکمن دنده ده، چې د انسانانو او ټولنې په منځ کې يې عملي کړي او مخالف ته يې سزا ورکړي .
نو ايا دا واکمن به څوک وي؟ وايم چې : د ځمکې پر سر د نظام د درناوي او ساتلو لپاره د تدين تر قوت بل ځواکمن قوت نشته، همدا دين دی چې ټولنه سره يو موټی کوي او د نظام عملي کولو ته لاره هواروي، او د ټولنې ټولو وګړو ته ارامي او ډاډ ور په برخه کوي .
ښايي په دې پټ راز دا وي چې انسان په ټولو ژونديو کايناتو کې د حرکاتو، عقل او اختياري کړنو ځانګړتياوې لري، دا ټول د ايماني عقيدې په وسيله کېږي، انسان تل يا د سمې او يا فاسدې عقيدې پپر لورسوق کېږي، که عقيده يې سمه وي، د انسان هرڅه سم وي، او که عقيده يې فاسده وي، د خير هېڅ تمه ترېنه نشي کېدای .
عقيده او ايمان د انسان لپاره ذاتي څارونکي دي ،  همدا دواړه ـ لکه څنګه چې په زياتره انسانانو کې ليدل کېږي ـ په دوه ډوله دي:
ايمان د غوره والي او انساني کرامت په ارزښت .
پر الله تعالی ايمان درلودل چې هر پټ راز ورته روښانه دی، د انسان ظاهر او باطن دواړه ورته معلوم دي، هغه ايمان چې د شريعت اوامر او نواهي دواړه ترېنه سرچينه اخلي، مشاعر يې په وسيله يا له مينې او يا خو له وېرې ـ او يا دواړو ـ  ژوندي کېږي، په کې شک نشته چې دا تر ټولو لوړ ايمان دی، چې د انسان پر نفس واکمني لري، او د هر ډول نفسي غوښتنو پر وړاندې مقاوم وي، او د عامو او خاصو په زړونو کې ژر ځای نيوونکی دی .

له دې کبله، د عدالت او انصاف پر قواعدو ولاړ دين تل د انسانانو ترمنځ تر هرڅه غوره حل لاره ده، او دا يو ټولنيز ضرورت دی، په دې کې هم شک نشته چې دين په امت کې داسې مثال لري لکه زړه يې چې په جسم کې لري .

د حق دين مقررات

د هر ملت وګړي په دې باور دي چې دين يې حق دی، او د هر دين پيروان عقيده لري چې د دوی دين بشپړ او سمه تګلاره ده، خو که د تحريف شويو دينونو له پيروانو او هغو ملتونو له وګړو چې بشري وضعي قوانين يې غوره کړي، پرې د عقيدې لرلو دليل وپوښتل شي، نو دوی به حتماً وايي چې زموږ پلرونو پرې ايمان درلود، او دوی يې پر پلونو ګامونه ږدي، او بيا داسې حکايتونه او اثار رامخې ته کړي، چې د صحت هېڅ سند نه لري، او متن يې له عيبونو او بابېزه خبرو خالي نه وي، او  پر داسې موروثو کتابونو او اقوالو تکيه کوي، چې هېڅ ليکوال او ويونکي يې معلوم نه وي، او دا هم نه وي څرګنده چې لومړی په کومه ژبه ليکل شوی دی، او په کوم هېوند کې موندل شوی، دا په اصل کې خرافاتي څيزونه دي، چې د دوی له پلرونو پرته له دې چې علمي څېړنه دې پکې شوې وي، په ميراث ورپاتې دي .
دغه مجهول (نامعلوم) کتابونه او حکايات او په ړندو سترګو تقليد د اديانو او عقايدو په برخه کې هېڅ ارزښت او صحت نه لري، نو دا پوښتنه راپورته کېږي، چې ايا ټول تحريف شوي دينونه او بشري قوانين سم دي او که ټول باطل دي؟
دا له امکان څخه ليرې ده چې ټول دې په حقه وي، ځکه چې حق يو وي، او دا هم ناشونې ده چې دا ټول تحريف شوي ـ او ځينې يې د بشر په لاس جوړ ـ دينونه حق او د الله تعالی له لوري دي، که چېرې دينونه ډېر وي ـ حق يو وي ـ نو کوم يو به حق وي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې بايد د حق او باطل دين ترمنځ د توپير او ځانګړتياوو د پېژندلو لپاره ځينې مقررات وپېژندل شي، که چېرې دغه مقررات په کوم يوه دين کې موجود وي، نو ويلای شو چې حق دی، او که چېرې په کې نه وي، او يا خو ځينې وي او ځينې نه وي، نو دې دين ته باطل دين ويلای شو .

د حق او باطلو دينونو ترمنځ د توپير پېژندلو مقررات:

لومړی: دين به د الله تعالی له خوا وي، د خپلو بندګانو لپاره به د پرښتې په وسيله پر يوه پيغمبر نازل شوی وي، ځکه چې حق دين هغه دی چې د الله تعالی له لوري نازل شوی وی، او يوازې الله تعالی د قيامت په ورځ له خپلو بندګانو سره دوی ته د رانازل شوي دين په چوکاټ کې د هغوی د اعمالو په اندازه محاسبه وي، الله تعالی فرمايي: { إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَوْحَيْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَعِيسَى وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ وَآتَيْنَا دَاوُدَ زَبُورًا } ، بل ځای فرمايي : { وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ } ، له دې کبله هر دين چې کوم شخص ته منسوب وي او د الله تعالی له لوري نه وي، باطل او نابود دی .

دويم: په عبادت کې به د الله تعالی يووالی ته دعوت کوي، شرک او شرک ته لمن وهونکي وسايل به حرام بولي، ځکه چې د توحيد لور ته بلنه د ټولو نبيانو او پيغمبرانو د دعوت اساس و، هر نبي به خپل قوم ته ويل چې : { اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ } ( )، نو له دې امله په هر دين کې چې شرک موجود وي او له الله تعالی سره شريک نيسي، دغه شريک که نبي وي، که پاچا وي او يا ولي وي، دا دين که څه هم پيروان يې يوه نبي ته خپل ځانونه منسوبوي، باطل بلل کېږي .

درېيم: له هغو اصولو سره به موافق وي، چې پيغمبرانو يې پربنسټ يوازې د الله لوري ته دعوت کاوه، او لارې ته يې دعوت کاوه، او د شرک د تحريم په اړه يې تبليغ کاوه، د مور او پلار د عاق په اړه يې خلکو ته معلومات ورکول، او په ناحقه يې د خلکو د وژنې د مخنيوي په اړه دعوت کاوه، او د پټو او ښکاره فحشاګانو د تحريم دعوت يې کاوه ، الله تعالی فرمايي: { وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ } ، وقال جل ثناؤه : { قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ } (2) ، الله تعالی فرمايي: : { وَاسْأَلْ مَنْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رُسُلِنَا أَجَعَلْنَا مِنْ دُونِ الرَّحْمَنِ آلِهَةً يُعْبَدُونَ } .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب