دين د ژوند نظام دی

الله جل جلاله غواړي چې انسانان په خپل ټول ژوند کې هغه لاره اختيار کړي چې الله جل جلاله ته غوره اوخوښه ده او د همدي لپاره يې انبياء عليهم السلام او خپل دين دنيا ته راليږلی دی خو له ډير وخت څخه مسلمانان دين داسې وړاندې کوى چې ګوندې دادژوندسره هېڅ اړيکې نلري اودڅومافوق الطبعى نظرياتوټولگه ده.

يعنې دټولنې دسياست،تمدن،کلتوراواقتصاد سره ددې دين هېڅ تړاواواړيکې نشته لکه چې د باسواده او علمي طبقې خلکو په بحثونو کې هم دا خبره کمه پيداکېږي چې الله جل جلاله د انسانانو څخه څه غواړي او د هغه جل جلاله رضا څنګه حاصليږي خو دا خلک په دې بې ځايه بحثونو کې وخت تيروي لکه:روح اول پيدا شوی او که جسم.

ښکاره خبره ده چې په داسې بحثونو کې د ډيرو کمو خلکو دلچسپي وي او د چاچې ورسره دلچسپي هم وي دا موضوع ورته د بحث وړ ښکاري خو په عملي ژوند باندې ددې بحثونو هېخ اثر نه پريوځي.

عام ولس نودهغوى لپاره دغه بحثونه بې ګټې دي ،دا د علمي او خاصو خلکو حال دی د عام ولس حال خو دادی چې د الله جل جلاله د دين په هکله خپل ژبنى اوعملى تاثير داسې بيانوي چې ديوڅوبى رحمه رسمونو او رواجونو په عملي کولو سره ددېن حق اداء بولي چې دې ديني پيژندگلوۍ ددېن څخه هغه حسن او ښايست اودهغې فطري راښکون اوکشش تاسې هم ختم کړيدی.

ښکاره خبره ده چې د هر قوم سره د هغوی خپل رسومات وي هغوی دغه رسمونه داسې غوره ګڼي لکه څنګه چې تاسې خپل رواجونه او رسمونه غوره ګڼئ، ولي به دا خلک خپل رسمونه اورواجونه پريږدي او ستاسې به منئ پداسې حال کې چې هېڅ معقول دليل هم تاسى سره نه وي چې دوى ورباندې قانع شي.

په دې کې هېڅ شک نشته چې د الله جل جلاله کتاب (قرآن کريم) په خپل صحيح او اصل شکل کې زمونږ سره شته چې د هغې پواسطه انسانان په اسانۍ سره د الله جل جلاله دين معلومولی شي خوددې کتاب سره ددې منونکو رويه او عمل په دې لاره کې لوي خنډ دی.بې له غوراوفکرڅخه لوستل، په غم او ښادي کې ، او د چا د ځنکدن په وخت کې تلاوت او يا دمړو ګناهونو د بخشش لپاره ورڅخه کار واخيستل شي او يا کوم مصيبت او تکليف چې راشي ورباندې دفع کړای شي نو ددې لوړو مقصدونو لپاره د دنياوالو سره څه صحيفى شته دي نو کتاب الله ته د څه لپاره مراجعه وشى اوله هغه څخه لارښونى واخستل شى؟.

څوک چې د دعوت کار کوي نو دوى بايدخلکوته داووايي چې د دنيا او اخرت کاميابي ددې کتاب له عملي کولو سره تړلې ده او که چېرې دوى دا خبره ومني نو بيا ددې خلکو ټول مسائل حل کېږي لکه څرنگه چې دوى ورته په تمه اواميدوه او که ددې خبرې اقرار ونه کړي او دغه رنګه عقيده ونه ساتي نو نه يواځي دا چې مسايل به يي حل نه شي بلکه تل به د اخرت تباهي او بربادي د دوى په برخه شي.

دتنظیم او د عوت له کتاب څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب