ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۲)

4: متی العربی:ایا د نړۍ په میلیاردو عیسایان چی په اوسنی بایبل باندی ایمان لري دا دخدای کتاب نه دی، اوتاسی ئې نه منئ؟
ځواب:تاسی دتل لپاره دخلکوپه سترګوکی خاورې پاشی اوداسی ئې ړندوی چی دتل لپاره ئې دسترګواوزړۀ دیدختم شی،تاسی وخلکوته وایاست چی موږیوبایبل لرواوحال داچی ترحساب تیردی، ستاسی کوم بایبل دخدای کتاب دی؟
دDuay (ډووې) بایبل چی دکاتولیکانوبایبل دی او(73) کتابه دی، ایادادخدای کتاب دی ؟ دKing James Version د(کینګ جیمزورژن) بایبل چی د(ډووې) څخه وروسته په 1611 میلادی کال کی ولیکل شواو66 کتابونه دی، ایادادخدای کتاب دی؟ ایادپروتستانوبایبل چی دRevised Standard Version (ریوایزډسټنډرډ ورژن) اصلاح شوی بایبل ایا دادخدای کتاب دی؟ اوپاته دی نه وی چی د(RSV) بایبل په سریزه کی لیکلی دی چی موږځکه دابایبل(اصلاح شوی بایبل) جوړکړچی په (کینګ جیمزورژن) بایبل کی ډېرې ښکاره اوغټې غلطیانې وی۔ داستاسوپخپلولاسونولیکل شوی کتابونه دی اودائې حالت دی اوس په دې بایبلوکی تاسی قضاوت وکی چې کوم یودخدای کتاب دی؟ وبل لورته دبایبل (۲۴۰۰۰) نسخې ۴۰ لیکوالانولیکلی دی اودوې نسخې ئې یوشانته نه دی داڅنګه دخدای کتاب دی؟!!
زه به دټکرونو یو څو بیلګې درته وړاندی کړم، اوبیاته قضاوت وکه چې ایا دا دخدای کتاب دی اوکه نه؟
 ټکر# 1:
داود چاوهڅاوه چی داسرائیلوجنګیالی وشمیری؟
ا: خدای داکاروکی۔ (دوهم سمئول،24 باب، 1 ایات)
ب: شیطان داکاروکی۔ (لومړی تواریخ، 21 :1)
دنړۍ په هیڅ مذهب کی داسی نه ده چې خدای اوشیطان دی سره یوشی.
ټکر # ۲:
دجنګ لپاره څومره داسرائیلوجنګلیالی پیداشول؟
ا: 800000۔ (دوهم سمئویل 24: 9)
ب: 1100000۔ (لومړی تواریخ 21: 5)
دایواځی دصفر غلطیا نه ده اونه ئې داسی څه معمولی توپیرشته بلکې فرق ئې لکه دځمکې اواسمان.
 ټکر # ۳:
په یهوداه کی څوجنګیالی پیداشول؟
ا: 500000۔ (دوهم سموئیل 24: 9)
ب: 470000۔ (لومړی تواریخ 21: 5)
ټکر# ۴:
خدای خپل پېغمبردداوددترټلولپاره پرهغه څوکاله قحطی راوستله؟
ا: 7 کاله۔ (دوهم سموئیل 24: 13)
ب: 3 کاله۔ (لومړی تواریخ 21: 12)
ټکر# ۵:
اخزیادڅوکالوووچی دده سلطنت پربیت المقدس پیل شو؟
ا: د 22 کالووو۔ (دوهم پاچایان 8: 26)
ب: د 42 کالووو۔ (دوهم تواریخ 22: 2)
ټکر# ۶:
یهویاکین دڅوکالوووچی دبیت المقدس پاچاشو؟
ا: د 18 کالووو۔ (دوهم سلاطین 24: 8)
ب: د 8 کالووو۔ (دوهم تواریخ 36: 9)
که ته وماته ووايی چې دادکاتب غلطیاده اویوتوری ورڅخه پاته شوی اویاهم زیات شوی دی، نوزه درته وایم چې په هغه وخت کی عددپه تورولیکل کېدل دی نه لکه(اتلس او اته)، اوپاته دی نه وی چې په هغه وخت کی هندسی عدد نه وو.
ټکر# ۷:
داود چی خپله نېزه پورته کړله څوخلک ئې مړه کړل؟
ا: 800 خلک ئې مړه کړل۔ (دوهم سموئیل 23: 8)
ب: 300 خلک ئې مړه کړل۔ (لومړی تواریخ 11: 11)
ټکر# ۸:
داود کله دعهد صندوق وبیت المقدس ته راوړی دفلسطینیانوترماتې مخکی که وروسته؟
ا: وروسته ۔ (دوهم سموئیل 5 او6)
ب: مخکی۔ (لومړی تواریخ 13 او 14)
ټکر# ۹:
څوپاکې جوړې حیوانات حضرت نوح علیه سلام دخدای په امرسره وکښتۍ ته ورواچول؟
ا: 2 جوړې۔ (پیدایښت 6: 19، 20)
ب: 7 جوړې۔ (پیدایښت 7: 2)
ټکر # ۱۰:
عیسی وبیت المقدس ته پر څو حیواناتو ولاړی؟ 
ا: پریوه ـ بهاڼ۔ (مراقس 11: 7، لوقا 19: 35)
نوهغوی عیسی ته بهاڼ راوستی اوخپلې جامې ئې پرې واچولې اوهغه پرسپورشو۔
ب: پردووحیواناتو ـ بهاڼ اوخر۔ (متی 21: 7)
دوی وعیسی ته بهاڼ او خر راوستی اوخپلې قباګانې ئې پرکښېښودلې اودی پرسپورشو۔
داخولس ټکرونه دی، اوداسی ترسلوزیات دی، ودې ته ستاسوځواب څه دی؟ ایادیوه ښه عقل څښتن به داومنی چې دادخدای کتاب دی؟ دبنده په یوه لیکل شوی کتاب کی دومره ټکرونه نشته نودخدای په کتاب خوئې امکان نشته ؛ لهذا دا د خدای کتاب نه دی.په خورا اسلامي پاکه مینه ستاسو ورور

عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب