ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۷)

بل ځای په قرآنکریم کی د(کن) دکلمې په هکله فرمایی:
إِنَّمآ إَمرُهُ إِذآ إَرادَشیئًا إَن یَقُولَ لَهُ کُن فَیَکُونُ(سورت یاسین ۸۲)
بېشکه همداخبره ده چې امرحکم دالله هرکله چې اراده وفرمایی (دپیداکولو) دیوه شی دادی چې وفرمایی هغه ته چې (جوړ) شه نوهغه (جوړ) شی.
زه به دبایبل حواله درکړم چې ولی وهغه چاته چې نه پلارلری اونه هم مورلری اونه هم مرګ لری خدای نه وایاست؟ (نعوذباالله)
 ملک صدق نه پلارلری نه موراونه هم دپلارنیکه اوهم دهغه پیدایښت اونه هم دمرګ معلومات شته. (عبرانیان ۷: ۳-۴)
همداسی حضرت آدم علیه السلام ته ولی دخدای زوی نه بولی چې نه ئې موروه اونه ئې پلاروو؟
همداسی په قرآنکریم کی دروح توری دحضرت آدم علیه السلام لپاره هم استعمال شوی دی نوپه دې سره حضرت آدم علیه السلام دخدای ځوی شو؟؟؟؟ العیاذ باالله،
قرآنکریم دحضرت آدم علیه السلام دروح په هکله وایی:
الحجر(۲۹)
ژباړه: اوکله چې برابرمی کړدغه(بشر) اوپومی کړ په ده کښې له روح خپل(اودی پرې ژوندی شو)نوپرېوځی تاسی ده ته په دې حال کښې چې سجده کوونکی ئې.
قرآنکریم دحضرت عیسی علیه السلام په هکله فرمایی:
تِلکَ الرُّسُلُ فَضَّلنَا بَعضَهُم عَلَی بَعضٍ مِّنهُم مَّن کلَمَ اللهُ وَرَفَعَ بَعضَهُم دَرَجاتٍ وَءَاتَینَا عیسی ابنَ مَریَمَ البَیِّنتِ وأَیَّدنهُ بِرُوحِ القُدُسِ وَلَوشآ‌ءاللهُ ماَاقتَتَل الَّذینَ مِن بَعدِمَاجآ‌‌ءتهُمُ البَیِّنتِ ولکنِ اختَلَفُوفَمِنهُم مَّن امَنَ وَ مِنهُم مَّن کَفَرَ وَلَوشآءاللهُ مَااقتَتَلُواولکنَّ اللهَ یَفعَلُ مَایُرِیدُ (البقره ۲۵۳)
ژباړه:داټول رسولان (چې له آدم ترمحمده پوری یادشول)فضیلت ورکړی دی مو‌‌ږځینی ددوی ته پرځینونوروځینی له دوی څخه هغه دی چې کلام کړی دی الله (له دوی سره چې آدم ، موسی اومحمد دی) اوپورته کړی ئې دی ځینوددوی ته درجې (لکه محمد)اوموږورکړی دی عیسی ځوی دمریمې ته ښکاره معجزې اومرسته موکړېده دده په روح القدس(جبرائیل) سره.
دحضرت موسی علیه السلام سره د(کلیم الله) تور ی راځی یعنی هغه پېغمبرچې دخدای سره ئې خبرې کولې نوددې مطلب دانه چې بل پېغمبرنودالله سره خبرې نه دی کړي، یالکه دحضرت ابراهیم علیه السلام سره چې د(خلیل الله )توری راځی چې معنی ئې داده چې دالله دوست دی نوددې معنی دانه ده چې نعوذباالله دانورپېغمبران ئې دښمنان وه؛ بلکې دادهرپېغمرلپاره بېل توری اوکلمات دی.
الله جل جلاله دحضرت عیسی علیه السلام اودبی بی مریمې رضی الله عنهادالوهیت دردپه هکله وایی:
ماالمَسِیحُ ابنُ مَریَمَ إِلارَسُولٌ قَدخَلَت مِن قَبلِهِ الُّرسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّیقةٌ کَانَایَأ کُلَانِ الطَّعَامَ اُنظُرکَیفَ نُبَیَّنُ لَهُم لأَیتِ ثُمَّ انظُر أَنَّی یُؤفَکُونَ (المائدة (۷۵)
ژباړه:نه دی مسیح زوی دمریمې مګریورسول دی په تحقیق سره له مخکی تېرشوی دي نوررسولان اومورئې(بی بی مریمه) ریښتنې(ښځه ) وه، اودوی دواړو(دنوروانسانانوپه شان) خوراک کاوه، وګوره موږڅنګه دتوحیددلایل بیانوواوبیاوګوره دوی (څنګه دحقیقت) ګرځول کیږي.
 په دې ایات شریف کی په څرګنده ډول سره معلومیږی چې دوی خدایان نه وه داځکه چې هرهغه څوک چې خوراک کوی دادخدای ځانګړتیانه ده،لومړی دوی مخلوق وه، دوهم دوی انساني ټول حاجات درلودل دریم داچې الله وایی تاسی ورته وګوری داڅنګه خدای کېدلای شی، داموڅه پرعقل باندی دجهل اوناپوهۍ پردې لګېدلی دي اوبل داچې دوی په خپل ژوندکی وهیچاته نه دی ویلی چې زموږعبادت وکی اوموږ(العیاذباالله) خدایان یو؛ ددې ثبوت دبایبل په هیڅ ورژن کی نشته اوقرآنکریم داسی وایی:
وَ إِذقَالَ اللهُ یعیسی ابنَ مَریَمَءَانتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِی وأُمِّیَ إِلهَین ِ مِن دُونِ اللهِ قَالَ سُبحَنک مَایَکُونُ لِی أِن أَقُولَ مَالَیسَ لِی بِحَقٍّ إِن کُنتُ قُلتُهُ فَقَد عَلِمتَهُ تَعلَمُ مَافِی نَفسِی وَلآأعلَمُ مَافِی نَفسِکَ إِنَّک أَنتَ عَلّم الغُیُوبِ
(المائدة ۱۱۶)
ژباړه:اوکله چې الله دمریمې زوی عیسی ته وویل: ایاتاخلکوته ویلی ووچې له الله پرته مااوزمامورپه معبودیت ونیسی؟ عیسی وویل: ته سپېڅلی ئې ماته نه ښایی چې داسی خبره وکړم چې دویلوحق ئې نه لرم، که ماداسی ویلی وای نوهرومروبه تاته معلومه وای، تاته هغه څه چې زماپه نفس کی دي معلوم دی اوزه په هغه څه نه پوهېږم چې ستاپه ذات کښې دي بېشکه همداته ئې چې پټ رازونه درته ښه معلوم دی.
اوس ته اوټوله عیسایی نړۍ دی قضاوت وکړی چې په کوم ثبوت سره تاسی حضرت عیسی علیه السلام اودده مورخدایان بولی.
 داچې تاسی عرب یاست اوپه قرآنکریم پوهیږی اوزموږ سره په قرآن دلایل وایاست نوځکه می دقرآنکریم ایاتونه درته بیان کړل.
زه ودې ته حاضریم چې په لاندیوموضوعګانودرسره مناظره وکړم:
۱: ایاعیسی علیه السلام خدای دی؟
۲: ایابایبل دخدای کتاب دی؟
۳: ایاعیسی علیه السلام صلیب شو؟
۴: تثلث تخیل دی که حقیقت؟
۵: ایادیوه ګناه بل پروږواخیستلای شی؟
۶: دګناهونوکفاره اودحقیقت ئې
یادونه:دبایبل چې کومې حوالې ماورکړیدی هغه می دکینګ جیمزبایبل څخه ورکړیدی ،دایادونه په دې کوم چې په اوسمهال کی هم دوه بایبله یوشانته نه دی نوځکه دبایبل نوم،دنشرځای اودچاپ ځای ئې اړین دی.
The Holly Bible, Authorized King James Version
Gabriel Publishing, 129 Mobilization Drive Waynesboro, GA 30830
706-554-1594
Printed in England by Glays Ltd, St Ives plc
د ده ۱۵پوښتنې پوره شوې ماورڅخه وغوښتل که نورې پوښتنی لری هغه راته وویل چی اوس نشته ،ماورته وویل چی زه اوس غواړم چی څه پوښتنې درڅخه وکړم، اوده ته می وویل چی که ته پراسلام باندی هراعتراض لری، اویادقرانکریم په هکله کوم سوال لری زه هروخت درته حاضریم، ده راسره ومنله اوس لاندی زماپوښتنې دې اودده ځوابونه وګوری اوقضاوت تاسی ګران لوستونکی وکړی:

 

1: سوال: تاسی پربایبل باندی ایمان لری، ایادغه نوم حضرت عیسی علیه سلام اوکه خدای جل جلاله ورته ټاکلی دی؟
متی العربی: په بایبل زه دومره خبریم چی وکتاب ته وایی، اوس موږو(نوی عهدنامه اوقدیم عهدنامې ) ته وایو؛دادرسره منم چی داتوری په بایبل کی نشته نه هم عیسی علیه ورباندی ټاکلی دی اونه هم خدای داهغوخلکوورباندی ایښی دی چې دلومړی ځل لپاره ئې داټول کتابونه سره یوځای کړل۔

2: سوال: حضرت عیسی علیه سلام انسان دی اوکه خدای دی؟ که خدای دی نوولې انسانی نیمګړتیاوې لری لکه په بایبل کی چی راغلی دی دعیسی علیه سلام په هکله: خدای وژړل، حضرت عیسی علیه سلام یهودوپه ډبرووویشتی، یهودوپرعیسی علیه سلام توکړل، هغه خوراک کاوه، اوڅښاک ئې کاوه ،انسانی حاجت ئې درلودی، چی داټول انسانی نیمګړتیاوې دی، نوکه دی خدای دی دبایبل څخه داانسانی ځانګړتیاوې ورڅخه لیری کی اوکه دی انسان دی زمااوستاپه شان نوبیاولی ئې خدای بولی؟
متی العربی: دادخدای توری چی موږاستعمالوونوخدای خوپه حقیقت کی یودی، البته بیاپردروبرخووېشل شوی دی، یوخدای بل روح القدوس اودریم ځوی، نودادرې سره یودی۔

3: سوال: داددرې ګونوخدایانومعادله تاسی څنګه تعبیروی، یوځل وایاست چی دادرې سره یودی اوبیاوایاست چی دادرې سره بېل دی، اوستاسودبایبل په اندچی تاسوعیسی علیه وځړاوه (صلیب) موکړ، چی دانتیجه ورڅخه لاسته راځی چی تاسوخدای مړکی؟
متی العربی: خدای مونه دې وژلی اودهغه ځوی زموږدګناهونو لپاره کفاره شو، اوبلی هو!دی ددروورځولپاره مړشو(دازموږخدای)

4: سوال: په بایبل کی راځی چی زوی دپلاراوپلاردځوی دګناه پېټې نشی اخیستلای اوهریوبه خپل باروړی، داستاسو دکفارې عقیده دبایبل خلاف نه ده؟ دوهم کله چی تاسی خدای ددروورځولپاره مړکی نودځمکې اواسمانونظام دچاپه واک کی وو، اودریم داچی ستاسودتثلث دعقیدی پربنسټ دخدای یوجزکم نشو؟
متی العربی: ددې ځوا ب اوس نشم درکولای اووخت ته اړتیالرم ترڅوزه خپله څېړنه وکړم اوځواب درکړم۔

your ads

5: سوال: موږستاسوپرټولوپېغمبرانوایمان لرو، یومسلمان مسلمان کېدای نشی ترڅوپرحضرت عیسی علیه سلام، حضرت موسی علیه سلام پرحضرت هارون علیه سلام ، حضرت یحی علیه سلام ، حضرت ذکریاعلیه سلام اوداسی نور۔۔۔ ایمان رانه وړی، اوحال داچی تاسی یواځی زموږپرفخرالموجودات حضرت محمدصلی الله علیه وسلم باندی ایمان نه راوړی دامکمله بې انصافی نه ده؟
متی العربی:داهم ووخت ته اړتیالری، داځکه چی که زه درته ووایم چی بې انصافی ده نوزه بایدایمان راوړم ، اومسلمان شم داځواب به زه ضروردرته پیداکوم۔

6: سوال:تاسی وایاست چی عیسایت دامن دین دی که دبایبل ودې ایاتوته وګورونوداسی معلومیږی په ښکاره سره عیسایت دټولوبدبختیو، ظلمونو، فسادونو، دبشریت ضد دټولوناخوالوسرچینه ده:
تاسوداخیال هیڅکله مه کوی چی زه دنیاته دامن راوړلودپاره راغلی یم، زه دامن راوړولولپاره نه یم راغلی خودتوری دپاره؛ زه دې ته راغلی یم چی سړی دخپل پلارخلاف شی، لوردموراومږوردخواښې، اودسړی دښمنان به دهغه دکورخلک وی۔ (متی لسم باب 34ـ 37)
متی العربی:زه دامنم چی داایات په بایبل کی شته،اواوس زه ددې په هکله کومه فیصله نشم کولای؛ زه به دبایبل کالج دپروفیسرانوڅخه ددې په هکله پوښتنه وکړم، که ئې ځواب دقناعت وونوضروربه ئې درته ووایم۔

7: سوال سوال:عیسی علیه سلام دچاځوی دی؟
متی العربی: دخدای ځوی دی۔

8: سوال: په بایبل کی عیسی علیه سلام یوځای دیوسف نجارځوی دی، بل ځای دداودځوی دی، بل ځای دخدای ځوی دی، اوبل ځای دابراهیم ځوی، ستاپورتنی ځواب غلط دی اویوسړی څلورپلرونه؟ داڅه سرچپه اوسرګردانه مفکوره اوعقیده لری؟
متی العربی: ددې مطابقت څخه زه اوس عاجزه یم خودځواب ئې پیداکول زماوظیفه ده۔دامنم چی داسی ډېرایاتونه شته چی موږئې پخپله سره سرګردانه کړی یو، اوکېدای شی څه ایاتونه چاله ځانه وراچولې وی اوالهی کلام نه وی۔

ګرانوخوږو لوستونکو!
دایواځی د۱۲ سوال ځواب دی چې مخکی دانټرنیټ دکرښې دڅه ستونځوله کبله نه وه خپره شوې.
12: متی العربی: حضرت عیسی علیه سلام په دې ترحضرت محمدصلی الله علیه وسلم غوره دی چی هغه ډېرې معجزې درلودې، هغه مړې ژوندی کول اومحمدصلی الله علیه وسلم نه دی ژوندی کړی؛ هغه مورزاده ړانده اوپیس ناروغان جوړکړیدی اومحمدصلی الله علیه وسلم نه دې ژوندی کړی چی دعیسی علیه سلام داټولې معجزې قران تصدیقوی ته څه وایی؟
ځواب:حضرت یحی علیه سلام په بایبل کی ډېرلوړځای لری بایبل وایی:
یحیی راتلونکی الیاس دی، خوکه تاسوئې ومنی څوک چی غوږونه لری هغه دی واوری (متی 11 باب، 14، 15)
روښتیادرته وایم چی دیحیی نه لوی زوی یوې مورنه دې راوړی (متی 11باب 11) اوداسی نور۔۔۔
اوپه ټوله بایبل کی ئې یوه معجزه راوښایه؟

په بایبل کی راغلی دی(حضرت عیسی علیه سلام وایی :
درواغژن نبیان اودرواغژن مسیحان زماپه نامه سره راځی باورمه په کوی، اودوی به عجیبه کارونه اونخښې ښکاره کړی (معجزې به ښکاره کړی) اوکه ممکن وی نوډېربه ګمراه کړی ګوری ماحال درکړی ۔ (متی 24 باب، 23ـ 26)
نودبایبل په اندمعجزه هیڅ ارزښت نلری، اودرواغژن مسیحان هم کولای شی چی معجزې ولری۔
لومړی قرانکریم دمحمدصلی الله علیه وسلم لویه معجزه ده، چی داد1400کالوراهیسی چیلنج دی ، که تاسی په دې کی شک لری نوددې قرانکریم دیوه ایات په شان یوایات یالس ایاتونه جوړکړی خوتاسی نه یاست توانېدلې اونه به هم داتوان پیداکړی، اوبل داچی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم هره وینامعجزه ده، او14 پېړۍ مخکی ئې اُمت مسلمه دشرا بو، خمارکولو، زنااونوروفحشاووڅخه منع کړیدی، تراوسه مسلمانان هغه کارونه نه کوی، وګوری په عیسایی نړۍ کی شراب ډېرخوړل کیږی که په مسلمانه نړۍ کی؟ جرمونه فسادونه، زناوې اوظلمونه په عیسایی نړۍ کی ډېردې اوکه په مسلمانه نړۍ کی؟ چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دژوندهره شیبه یوه معجزه ده تاسی ولی سترګې ورباندی پټوی؟ چی داستاسوبې انصافی اوکم عقلی ده وبل لورته حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ډیرې معجزې درلودې چې شمېر ئې تر(۳۰۰) زیات دی خوحضرت عیسی علیه سلام نه درلودې ددې معنی دانه ده چی حضرت عیسی علیه سلام پېغمبرنه وو، ته وماته څنګه منطقې دلایل وړاندی کوی؟؟!!! په احادیثوکی وګوره خاتم الانبیا‌ء صلی الله علیه وسلم مړي ژوندي کړیدي اوداچې تاسی سترګې ورباندی پټوی داستاسوبې عقلي ده.په ۱۲۴۰۰۰ یولک څلورویشت زره پېغمبرانوکی دخاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم معجزې ډېري دي؛ چې دایوکوټلی حقیقت دی.زه به یووړوکی مثال درکړم، ۱۴۰۰ کاله وړاندی دبشریت سترلارښوداودخدای سپېڅلي استاذي صلی الله علیه واسلم فرمایلی دی چې شی په راسته لاس خوری او۱۴ پېړۍ وروسته هم دده صلی الله علیه واسلم یووړوکی سنت تراوسه ژوندی دی اوامت مسلمة ئې پلی کوي ایاتردې ستره معجزه؟

وبل لورته حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم ستاسوعیسایی نړۍ هم منی چې په ټوله انسانیت کی ترخاتم الانبیا‌ء صلی الله علیه وسلم بل لوړشخصیت نشته اوزه به دلته دمایکل هارټ (Michael H. Hart) وکتاب ته راشم، حال داچې دی عیسایی واوده خپل دعقل اوپوهې مطابق دآدم علیه السلام څخه تراوسه پوره سل لوړشخصیتونه چڼ کړیدی اودی دهریوه لپاره دلایل لری، دده داکتاب چې کله چاپ شونوترډېره وخته یهودواوعیسایی نړۍ نه پرېښودی چا منظرعام شی؛ خوهغه عام شو زه ترټولولومړی مایکل هارټ درپېژنم.
دایډلفی پوهنتون څخه ئې دفزیک ماسټری حاصله کړی، دپرنسټن پوهنتون څخه ئې دعلم الفلکیات ماسټری لاسته راوړی، دډېروخت لپاره ئې دامریکاپه فضایی مرکزناسا(NASA) کی کارکړی اواومریکا د(System and Appied Sciences Corporation) لوړ ساینس پوه دی، له دې څخه ماسوی دی د(American Astronomical Society) غړی هم دی اوددې څخه علاوه هغه دغیرځمکنی مخلوقاتو دادارې مدیرهم دی چې ډېرکتابونه اولیکنې هم لري.
ده پخپل کتاب سل لوړشخصیتونه (The 100: A Ranking of the most Influential Persons of All Time)کی امام الانبیاء صلی الله علیه وسلم ترټولولومړی لیکلی دی، اوداهرڅه انتخاب چې ده کړی دی داده دخپلوعقلي اوفکري احساساتو اوپوره پوهې په لمن کی انتخاب کړیدی، چې موږ دده ددې انتخاب ستاینه کوو، اوده یقیناداانتخاب دحقایقوپربنسټ کړیدی چې موږورڅخه مننه کوو، اوهغه څوک چې دی ئې نعو‌ذباالله خدای بولی(حضرت عیسی علیه السلام) اوهغه دخپل ځان ژغورونکی بولی هغه ئې په دریم نمبرکی راوستی دی، اوهغه څوک چې داوسنی عیسایت خښته ئې ایښې ده اوداوسنی بایبل زیاته برخه هم ده لیکلی ده (پولس یاساول) هغه ئې شپږم نمبرکړیدی، اومایکل هارټ په دی کی ریښتنی دی.

دی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وایی:
حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ترټولواغیزمن اوحیرانوونکی دی اودی یواځی هغه تاریخی هستې ده چې هم په مذهبي اوهم په دنیاوي محاذونوکی کامیاب شو.دی په دې کامیاب شوچې ډیردښمنان ئې سره یوځای کړل، ډیرې ټولنې اوتمدنونه ئې سره یومټی کړل چې داکارهیچادتاریخ په پاڼوکې نه وکړی.
ده دنبی کریم صلی الله علیه وسلم د لومړی انتخاب په هکله نورډېردلایل هم لري.
The 100: A Ranking of the Most Influential Persons of All Time
By: Michael H. Hart
Published by: Citadel Press, Kensington publishing corp. US.

۲: کيت ايل مور:(Keith L. Moore)
ډاکټرکیت ایل مورچی دامریکا اوکاناډادتشریح الاعضاء (Anatomy)پخواني مشروو،اودپه جنین پوهنه اواناتومی کی دنړۍ لوی ساینس پوه دی؛ اوپه 1994 کال کی ئې په همدې برخه کی د(جې، سي بي ګرانټ) جایزه هم ترلاسه کړل اوپه همدې برخه کی ئې ډېرخدمتونه هم کړیدی، وایی:
زه دډېروخت راهیسی دسعودی عربستان په جده په العزیزپوهنتون کی پرجنین پوهنه (Embroilogy) باندی دسنتوپه رڼاکی کار کارکوم زه ډېرورته حیران شوم چی 1400 کاله مخکی څنګه دجنین پوهنې په اړه خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم کوم معلومات ورکړی وه اواوس هک پک هغه موږڅیړواوحال داچی په هغه وخت کی ددې علم په هکله هیچامعلومات نه درلودل اونه هم تصورکېدای شوای، هغه څه چی زه وایم داډېرښکاره دی،داچی دقرانکریم وړاندوینی چی دجنین په هکله ئې کړی دی .

ده په مصرکی په یوه کانفرنس کی یوه مقاله ولوستل اوداسی ئې پکښې لیکلی وه:
زه دقرانکریم معلوماتو دجنین پوهنې په اړوندډېرخوښ کړم چی څومره ښکلی مراحل اوکره معلومات پکښې دی، اوزما لپاره دنورومعلوماتودراټولولولپاره سرچینه شول، اوزه دامنم چی دااحکامات وخاتم الانبیاء حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ته دوحی په ډول سره راغلی دی، داځکه چی له ده څخه وروسته ترڅو پېړیوپوری لاساینس پوهان په دې هکله په هیڅ نه پوهېدل۔
دساینس دترقۍ له کبله جنین پوهنه نوره پېچلې شوه، اوپېچلې ده، اوکوم اصطلاحات چی په قرانکریم اوسُنت نبوی صلی الله علیه وسلم کی ذکرشوی دی، هغه ډېرساده، اوجامع دی، چی ددې علم بنسټ ئې جوړکړی هم دی اوزه ددې سره پوره موافق یم۔
دتیروڅلورولسیزوراهیسی ددې علم بنیادښکار شوی دی، اوحال داچی په قرانکریم کی ددې علم بنیادپه 7 عیسوی پېړۍ کی ایښودل شوی وو۔

۳: پروفيسرارمسټرانګ (Professor Armstrong)
پروفیسرارمسټرانګ دامریکاپه خلای څېړنیزمرکز (NASA) کی کارکاوی، اودکنساس په پوهنتون کی دفلکیاتواستادهم وو۔
دپروفیسرارمسټرانګ څخه ډېرپوښتنی وشوی، چی یوه پوښتنه داوه :
همدااوس چی کوم نوی الات اوفضایی بېړۍ تاسی لری اوپکښې تللی یاست اودافلکیات موخپله مشاهده کړید دی، تاسی څه نظرلری چی کوم ایاتونه 1400 کاله مخکی دفلکیاتوپه هکله څه ویلی دی داڅنګه پرتله کوی؟
ددې سوال ځواب په داسی لنډوخت کی څه مشکل کاردی، داځکه چی ووخت ته پوره اړتیالری، زه په دې حیران یم چی 1400 کاله مخکی وړاندوینی اوزمااوسنی مشاهدات څنګه پرتله کړم، خوحقیقت دادی چی داهرڅه سره ورته دی، اوداهم درته وایم چی زه څه وایم هغه ډېرروښانه دی، داچی ساینس به داهرڅه منی دادراتلونکی تجربواووخت خبره ده۔

۴:پرفيسروليم هې (Professor William Hay)
ولیم هې دامریکادکلوریډودپوهنتون دسمندرپوهنې (Oceanolgy) پروفیسردی۔
ولیم هې دامریکادسمندرپوهنې یومشهوره پروفیسردی، دې بیاپه ټولوکی مشوره اودلوړمقام څښتن دی، شیخ عبدالمجید اې زندانی دهغه څخه دسمندردسطحې، لوړې ژورې، دسمندروپرمینځ واټنو نه، دسمندرځمکه اوداسی نورې پوښتنی وکړی چی ولیم هې ئې په ځواب کی وویل:
وماته داډېره په زړۀ پوری دی چی کوم معلومات په قرانکریم کی شته هغه معلومات زمالپاره دټولونورومعلومات سرچینه شول؛ اودقرانکریم معلومات دسمندرپه هکله ډېرنوی، هېښونکی اوپه زړۀ پوری دی۔
اوزه داتصدیق کوم چی قرانکریم یوالهی کتاب دی، داځکه چی په هغه وخت کی داایاتونه په داسی وچ دښت کی نازل شویدی چی هیڅ سمندرهلته نه وه، اوپه دې علم کی ترډېروخته پوری موږواقف نه وو۔

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب