دین او ځوانان

موږ تاته په حقه سره د دوی د خبرې کیسه بیانوو، بېشکه دوی ځوانان وو، په خپل رب یې ایمان راوړی وو اوموږ هغوی ته هدایت زیات کړی و.نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُمْ بِالْحَقِّ ۚ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى.(الكهف13). داد اصحاب الکهف یاد سمڅې د یارانو د کیسې له پیل مخکي د هغوی په اړه مقدماتي خبرې دي، په دې ایت کې د هغوی په اړه مهمه خبره داده چې( إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ) هغوی ځوانان وو، ځوانان هروخت د حق منلوته له بوډاګانو مخکي شوي دي. د اسلام د پیل زمانه یې ښه بیلګه ده د ابوجهل په باره کې دا فکر هیڅکله نسوي کیدلی چې هغه به اسلام ومني خو د هغه زوی عکرمه اسلام ومانه. په موجوده وخت کې هم د حق په منلو کې ځوانان مخکي دي.
د انبیاو علیهم السلام د دعوت تاریخ ته په لیدو سره معلومولی شو چې د هغوی بلنې ته لومړی لبیک ویونکي ځوانان و د اصحاب الاخدود د کیسې اتل چې په روایاتو کې په (غلام) سره یادیږې او سورة البروج یې په اړه نازل شوی دی په روایت کې راغلي دي چې شل کلنی ته لانه و رسیدلی، داراز د موسي علیه السلام په باره کې قرانکریم وایې: فما آمن لموسى إلا ذرية من قومه على خوف من فرعون وملأهم أن يفتنهم . یعني په موسي علیه السلام باندي د قوم زامنو او کشرانو ایمان راوړ ځکه هغوی له فرعون او دهغه له واکمنو نه ویریدل. ابن کثیر لیکي چې دموسي علیه السلام له ګڼو شمیر ښکاره معجزو ښکارولو سره بیاهم په هغه باندي دقوم څو ځوانانو ایمان راوړ.
داراز درسول الله صلي الله علیه وسلم په لومړنیو ملګرو او صحابه کرامو کې ډیری یې ځوانان وو لکه : سعد بن أبي وقاص، زبير بن العوام، سعيد بن زيد، خباب، أرقم ابن الارقم، عبدالله بن مسعود –رضي الله عنهم- او نور ، او د رسول الله صلي الله علیه وسلم په هغو صحابه وو کې چې ده دجنت زیری پرې کړی و په هغوی کې یې دپنځو عمرونه له شل کلنۍ نه کم و، داراز د مدیني په انصارو کې هم د ځوانانو بیلکې شتون لري، او دلته زموږ تر بحث لاندي په ایت کې د سمڅې دیارانو په اړه الله جل جلاله وایې : هغوی ځوانان وو، انهم فتیة.
(دوی ځوانان وو) هسي تصادفي خبره نده دلته په دې جمله (انهم فتیة) سره دهروخت او هرزمان ځوانانو ته یوه دقیقه اشاره او بلیغه کنایه ورکول مراد دي او هغه داسي چې ځوانان به دحق او رښتیا په تلاش او لټه کې ګړندي اوژوندي وي، او که اړتیا پیښیدله د اصحاب الکهف په څیر به د وخت دجابر او بیلاري واکمن دمخالفت پروا هم نلري،او که هغه له وطنه او هیواده شړل هغه ته به هم تیار وي، مطلب داچې په ایمان او حق پوري به هروخت نښتي وي او له دې الهي ارزښتناکې متاع نه به یې هیڅ ځواک نشي جلا کولی .

دلته زموږ دوخت ځوانانو ته یوبل مهم پیغام هم روښانه کوو او هغه داچې د مسلمان ځوان له پاره داسلام په تاریخ کې خورا په زړه پورې نمونې او آیدیالونه شتون لري لکه مخکي موږ په لنډه توګه بیان کړل، دیوه مومن ځوان له پاره ترټوله ښه ایدیال او غوره نمونه اصحاب الکهف او د سمڅې یاران دي، دارازد اصحاب الاخدود غلام او درسول الله ځوانان ملګري دي. د داسي غوره او دایمان او تقوا مجسمه نمونو په شتون کې که مسلمان ځوان ځان دلویدیځ ډمان او ایکټران نمونه ټاکي هغه به دځان او خپل بډایه تمدن سپکاوی کوي اوپخپل لاس به ځان د انسانیت له لوړ معیار نه ټیټ او لویدلي مقام ته راښکته کوي.

حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب