د آدم عليه السلام  د نبوت په اطرافو کې د شبهاتو له منځه وړل

داسې ويل کېداى سي چي آدم عليه السلام  دالله جل جلاله  نبي وو نو بياڅنګه دده څخه تېروتنه وسوه چي د هغه درختي څخه يې خوراک وکړ، چي الله جل جلاله  ځني منعه کړى وو؟ ددغه سوال په جواب کي بايد ووايم چي ددې موضوع په اړه موږ دعصمت په موضوع کي په تفصيلي ډول خبري وکړې خو دلته به يې په لنډو ټکو کي راخلاصه کړو:
لومړى : دآدم عليه السلام  ددغه تېروتنه دهېري په صورت کي رامنځته سوې ده يعني داچي آدم عليه السلام  چي کله دهغه ممنوعه درختي څخه خوراک کاوه دده هېر و ځکه الله جل جلاله  په قرآنکريم کي  دده دغه هېره ياده کړې ده او فرمايي:
وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا .( سورة طه الاية ١١٥)
ژباړه : بېشکه موږ آدم عليه السلام  ته حکم استولى و مخکي نو ده هېر کړى او  موږ دى نه کړى پيدا ددغه کار لپاره ټينګ قصد کونکى  .
علامه قرطبي رحمة الله عليه  دغه وينا دقبلېدو وړ بللې ده.
دريم : دا چي په دغه منعه کي تاويل سوى دئ چي الله جل جلاله  منعه کړى وو او ورته فريايلي وه : (ولاتقربا هذه الشجرة) تاويل داسي چي دآدم عليه السلام  ګمان وو چي ددغه يوې درختي څخه به خوراک نه کوي ، که دهغې درختي دجنس څخه دبلي درختي څخه خوراک وکړي پروا به نه کوي له دې امله ده خوراک وکړ، يعني که فرض کړو چي الله جل جلاله  دى دغنمو ددرختي دخوراک څخه منعه کړى وو نو الله جل جلاله  دغنمو يوې درختي ته اشاره کړې وه چي ددغه درختي څخه خوراک مه کوه ، مطلب دده دانه وو چي دغه درخته چي اشاره ورته وسوه دخوراک خڅه يې منعه دئ بلکي دغه درخته اوهره دغنمو درخته چي وي خوراک ځني منعه دئ ، آدم عليه السلام  دامطلب ځني اخستى وو چي دغنمو دغه درخته چي اشاره ورته وسوه ددې څخه خوراک منعه دئ دغنمو دبلي درختي څخه خوراک منعه نه دئ.
ددغه مبارک دغه تېروتنه تر نبوت وړاندي وه تر دغه تېروتني وروسته بيا الله جل جلاله  نبي وګرځاوه ځکه الله جل جلاله  دده تر تېروتني وروسته فرمايي ( ثم اجتباه) يعني وروسته بيا الله جل جلاله  دى په پيغمبرۍ سره غوره او  انتخاب کړئ نو بناءً دآدم عليه السلام  دغه معصيت کي تر نبوت وړاندي و او  ترنبوت وروسته دده څخه هيڅ ډول تېروتنه نه ده سوې ځکه الله جل جلاله  فرمايي:
ثُمَّ اجْتَبَاهُ رَبُّهُ فَتَابَ عَلَيْهِ وَهَدَى. (سورة طه الاية ١٢١، ١٢٢)
بيا الله جل جلاله  غوره کړئ  بيا يې دده توبه قبوله  کړه او  هدايت يې ورته وکړئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب