د آدم عليه السلام وفات

د هغو اثارو له مخې چي دآدم عليه السلام  په اړه راغلي دي ادم عليه السلام  زر کاله ژوند کړى دئ ، دزرو کالو دعمر په پوره کېدو سره يې داجل داعي ته لبيک ووايه. دمشهور روايت له مخي آدم عليه السلام  دهندوستان په هغه ځاي کي دفن سو په کوم کي چي داسمانه پکښي راکښه سوى وو، ځيني بيا په دې آند چي په  ابي قبيس نومي غره کي آدم عليه السلام  دفن سوى دئ ، کله چي دآدم عليه السلام  دمړني وخت رانژدې سونو دجنت څخه يوه ملائکه راغله دجنت څخه يې کفن او عطر راوړه ، کله چى دى وفات سو غسل يې ورکړ، کفن يې ورکړ او دجنازې لمونځ يې ورباندي وکړ، بياقبر ورته وکښى ، په قبر کي يې لحد ورته جوړ کړ، آدم عليه السلام  يې په قبر کي کښېښودئ خاوري يې باندي واړولې او بيا يې وويل : اې دادم عليه السلام  زامنو ! داهم ستاسو دمړو سره ددفن په اړه تګ لاره ده.
الله جل جلاله  دي زموږ پر پلار آدم عليه السلام  باندي رحم وکړي ، سکون او ارام دي الله جل جلاله  ورنصيب کړي ، جنت دي ورته پراخ کړي او الله جل جلاله  دي موږ په تل پاتي کور جنت کي دده سره يوځاى کړي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب