د ابراهيم علیه السلام ژوند

وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا (سورة مريم الاية ٤١)
ژباړه : په کتاب کي ابراهيم علیه السلام  ياد کړه بېشکه دى رښتينى نبي و.
ابراهيم علیه السلام  دانبياؤ علیهم السلام  پلار او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لوى نېکه دئ ځکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم داسماعيل علیه السلام  داولادې څخه دئ اواسماعيل علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  زوى دئ . الله جل جلاله  ابراهيم  علیه السلام  په ځانګړو خصوصياتو سره نازولى وو. الله جل جلاله  دټولو انبياؤ علیهم السلام  له منځ څخه په اشنايۍ او اصطفا سره ټاکلى وو ، په همدې وجه الله جل جلاله  ابراهيم  علیه السلام  خليل الرحمان نومولى دئ  . دبنئ اسرائيلو ټول انبياء علیهم السلام  دده دنسل څخه دي ځکه دبني اسرائيلو ټول انبياء علیهم السلام  ديعقوب علیه السلام  اولاده ده او يعقوب علیه السلام  داسحاق علیه السلام  زوى دئ ، اسحاق علیه السلام  د ابراهيم  علیه السلام  زوى دئ ، بناءً دټولو انبياؤ علیهم السلام  شجرة د ابراهيم  علیه السلام  څخه زيږي آن تردې چي خاتم الانبياء حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم دده څخه زېږېدلى دئ.
الله جل جلاله  فرمايي :
وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ وَآتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ (سورة عنکبوت الاية ٢٧)
ژباړه : موږ ابراهيم  علیه السلام  ته اسحاق او يعقوب عليهما السلام بخښلي وه ، موږ دده په اولادو کي نبوة او کتاب پيدا کړى دئ او موږ ده ته په دنيا کي مزدوري ورکړې ده او بېشکه دى په آخرت کي دصالحانو خلګو څخه دئ.
ابراهيم  علیه السلام  په ډول ، ډول تکليفونو ، زحمتونو اوآزميښتونو کي شکېل سوى دئ خو ده مبارک دټولو په وړاندي دزغم ، صبر او استقامت څخه کار اخيستى دئ . ابراهيم  علیه السلام  په خپل ايمان کي ديوه تينګ او نه نړېدونکي غره په څېر وو ، ددې ټولو ازميښتونو په  درشل کي دى مبارک هيڅ ډول شکمن سوى نه دئ او نه يې کومه سستي کړې ده ، نه يې کمزوري اختيار کړې ده.
ابراهيم علیه السلام  دعبوديت ، اطاعت ، ايمان او دالهي امر منلو نمونه وه ځکه الله جل جلاله  فرمايي:
إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (120) شَاكِرًا لِأَنْعُمِهِ اجْتَبَاهُ وَهَدَاهُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (121)  (سورة النحل الايتان ١٢٠ ، ١٢١)
 ژباړه : بېشکه ابراهيم علیه السلام  بزرګ و دالله جل جلاله  عبادت کونکى ، دباطل څخه دحق لوري ته ميل کونکى و او د مشرکانو دډلي څخه نه و، دالله جل جلاله  دنعمتونو شکر ګزاره و ، الله جل جلاله  غوره کړى و او مستقيمي لاري ته يې هدايت ورکړى و.
دا څه عجيبه نه ده چي د ابراهيم  علیه السلام  په اړه الهي مدحه او ستاينه وينوځکه دى دانبياؤ علیهم السلام  پلار ، دپرهېزګارانو امام او رمز دايمان وو . کله چي ابراهيم  علیه السلام  ترامتحان لاندى راغلى ده دهمت اوصبر څخه کار اخيستى ، کله چي به ده ته الهي نصرت اومرسته راغله ده به الهي شکر ادا کاوه له همدې وجهي څخه ابراهيم  علیه السلام  دالله جل جلاله  وفاداره بنده وواو له همدې امله الله  جل جلاله  دى په اشنايۍ نيولى وو لکه چي ا لله جل جلاله  فرمايي :
وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا   (سورة نساء الاية ١٢٥)
ژباړه : او الله جل جلاله  ابراهيم علیه السلام  په دوستۍ سره نيولى دئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب