د ابودجانه تقوا!

 

ابودجانه چې یو مشهور صحابي دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې ډیرو غزواتو کې شرکت کړئ دی، نوموړی ډیر زړور و، د أحد په غزا کې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د سپر په شان دفاع وکړه او کفارو سره یې ډیره غښتلې مبارزه وکړه.

ابودجانه سربیره پر زړورتیا ډیر پرهیزګاره هم و، د نوموړي په اړه یو روایت کې راځي چې هر وخت به مسجد کې رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې ولاړ و، چې څنګه به رسول الله صلی الله علیه وسلم سلام وګرځاوه نو ابودجانه به جګ شو او کور ته به روان شو.

یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار لمانځه نه وروسته اواز پرې وکړ چې ابودجانه ته کوم حاجت نه لرې چې د الله نه یې غوښتنه وکړې؟

ابودجانه ورته وویل: اې د الله رسوله! ولې یې نه لرم، زه ډیر حاجتونه لرم، مګر ځکه له سلام ګرځولو وروسته په بیړه کور ته ځم چې زما ګاونډی یهودي دی او د هغه یوه د خرما ونه ده شاخونه یې زما کور ته راغلي دي، کله چې باد ولګیږي نو د ونې څخه خرماوې را لویږي، نو زه بیا مخکې له دې چې زما ماشومان له خوبه را ویښ شي، دا خرماوې زر زر را ټولوم او یهودی ته یې وروړم، ترڅو چې زما بچیان حرام ونه خوري.

your ads

اې د الله رسوله! زه قسم کوم چې یوه ورځ مې خپل بچی ولید چې یوه دانه خرما یې خولې ته واچوله نو څو یې چې ژووله ما یې خوله کې ګوته ور واچوله او خرما مې تر راوویسته.

بچی مې په ژړا شو نو بیا مې ورته وویل چې ته نه شرمیږې چې سبا ستا پلار د الله پر وړاندې غل ولاړ وي؟

کله چې ابوبکر صدیق د ابودجانه خبرې واوریدې نو هغه یهودي ته ورغئ او د خرما ټوله ونه یې د ابودجانه ماشومانو لپاره ترې واخیسته.

کله چې یهودي په دې کیسه خبر شو، نو د ټولې کورنۍ سره یو ځای رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغئ او ایمان یې راوړ.

سبحان الله! صحابه کرام څومره سپیڅلي داعیان و، اعمال او زړونه یې یو شان و، په ژبه یې چې د اسلام دعوه کوله نو په عمل کې یې هم ثابته کړې وه، ځکه خو د ابودجانه او ابوبکر په عملي اقدام باندې یوه یهودي کورنۍ اسلام باندې مشرفه شوه.

فضل الهي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب