د اخـتـرونـو لـمـونـځ

د دواړو اخترو لمونځونه واجب دي دكمكي اختر په ورځ و عيدګاه ته دتګ نه مخكى څه شئ خوړل مستحب دى، دلمانځه دپاره دى غسل وكړى ځان دى خوشبويه كړى ښى جامى دى واغوندى كه ئې دفطرصدقه (سرسايه) وركړى نه وى هغه دى هم له ځان سره واخلى اودعيدګاه په لوردى روان شى.
امام اعظم ابوحنيفه (رح) وايى چه دعيدګاه پرلاردى تكبيرنه وايى مګرياران (رح) وايى چه دعيدګاه پرلوردى تكبيروايى، داختردلمانځه نه مخكى دى نفل نه كوى كله چه په راختلو د لمر په قدر د دوو نيزو د لمانځه وخت رواشو اودلمانځه دوخت ترختميدوترمخه چه دلمرزوال دى امام دى دوه ركعته واجب په جماعت دخلګواداكړى.
د كمكي اختر د لمانځه نيت داسى دى (نيت مى دى دزړه داخلاصه لمونځ كوم دوه ركعته واجب دكمكى اخترسره دشپږ تكبيرو په دغه حاضر وخت دڅاښت اقتدامى ده پدغه امام پسى مخ مى دى پرلورى دكعبى شريفى)،
د لوى اختر د لمانځه په نيت كښى دكمكى اخترپه عوض كښى (لوى) اخترويل كيږى نورنيت ئې فرق نلرى.
لومړى ركعت دى په تكبير تحريمه سره شروع كړى سبحانك اللهم دى ووايى بيادى لاسونه ترغوږو پورى لوړكړى بل تكبيردى ووايى او لاسونه دى ځوړند ونيسى بيادى دوهم تكبيرووايى لاسونه دى ترغوږو پورى لوړكړى لاسونه دى ځوړندونيسى بيادى دريم تكبير ووايى لاسونه دى ترغوږوپورى لوړكړى اوترنامه لاندى دى ونيسى سورت فاتحه اويوبل سورت دى په لوړآوازووايى دنورولمونځوپشان دى ركوع او سجده وكړى، كله چه دوهم ركعت ته راجګ شى اول به سورت فاتحه اويوبل سورت په لوړآوازووايى بيابه داول ركعت پشان درى تكبيرونه ووايى لاسونه به ځوړند ونيسى په څلورم تكبيرسره به دنورولمونځوپشان ركوع، سجده اوناسته وكړى پسله سلام نه به امام دوى سنت خطبى ووايى دخطبى په لړكښى به خلګ دفطرپه صدقه اودهغه په احكاموخبركړى اودعابه وكړى، دغه ترتيب له عبداله بن مسعود، حذيقه، دابوموسى اشعرى اونوروصحابه كرام رضى الله عنهماڅخه رانقل شويدى، نوراحناف ئې هم معتبر ګڼى.
كه له چانه داختر د لمانځه جماعت پاته شو قضاء ئې نشته ترك د واجب ئې وكړ ګنهګار دى .
كه داختر مياشت نه معلوميده په اوريځ كښى پټه وه وروسته له زوال نه دووكسانودقاضى ياحاكم په حضور كښى دمياشتى دليدلوشاهدى وركړه نوپه سباورځ دى د اخترلمونځ اداكړل شى، كه په كوم عذرسره په دوهمه ورځ دلما نځه مخنيوى وشى نوپه دريمه ورځ دى لمونځ نه كوى.
مستحب دى چه دلوى اختردلمانځه دپاره غسل وكړى خوشبويى ولګوى اودلمانځه ترفراغت پورى خورك وځنډوى وعيدګاه ته دى روان شى پرلارى دى تكبيرونه په لوړآوازوايى په عيدګاه كښى دى امام دوه ركعته واجب لمونځ دكمكى اخترپشان په جماعت دخلګواداكړى، دلمانځه نه وروسته دى امام يوپه بل پسى دوى خطبى ووايى اوپه خطبه كښى دى خلګوته دقربانۍ احكام او د تشريق تكبيرونه بيان كړى، كه دكوم عذرپه سبب داختردلمانځه مخنيوى وشى نوسباورځ دى لمونځ وكړى.
په دريمه ورځ داختر لمونځ روانه دى، دامام حنيفه (رح) په مذهب دتشريق تكبيرونه دعرفات د ورځى دسهاردلمانځه وروسته شروع اوداختردلومړۍ ورځى دمازديګروروسته ختميږى چه ټوله اته (٨) لمونځونه كيږى .
دامام ابويوسف (رح) اوامام محمد(رح) په مذهب تكبيرونه د آخری ورځی دمازديګردلمانځه وروسته ختميږى چه ټوله درويشت (٢٣) لمونځونه كيږى، همدارنګه دامام اعظم ابوحنيفه (رح) په مذهب دتشريق تكبيرونه دكلوپراوسيدونكو، پرمسافر، پرښځه پرهغه چاچه لمونځونه ئې په جماعت نه وى واجب نه دى.
په مذهب ديارانو(رح) د تشريق تكبيرونه پر نراوښځه، پرمقيم او مسافر، دښاريادكلو پر اوسيدونكو كه ئې لمونځ په جماعت وى يا په ځانګړه توګه وى پر ټولوواجب دى، ټولوشرحواوفتاواوو د يارانوپرمذهب فتوى كړيده، دتشريق تكبيرونه پسله فرض لمانځه نه دادى ٭الله اكبر الله اكبر لااله الاالله والله اكبر الله اكبرولله الحمد٭
د اختر د لمانځه دپاره اذان اواقامة نشته .

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب