د اخلاص ارزښت

فضل الله رشتي

هر هغه كار چې د هغه په ذريعه د خداى پاك رضامندي لاس ته راځي او هغه كښې  چل ول  او ريا كاري نغښتې نه وي هغه ته اخلاص وايي.
له خداى او رسول سره اخلاص ، له م وراو پلار سره اخلاص ، له وطن سره اخلاص له  دوستانو او ملګرو سره اخلاص ، له خپلو خپلوانو سره اخلاص ، له خپل كار او وظيفې سره اخلاص  لنډه دا چې له هر ښه كار  او هرچا سره اخلاص د انسان د سعادت او خوشبختۍ سبب ګرځي.
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمايي : ( و ما امروا إلا ليعبدوا الله مخلصين له الدين )
هغوي ته  بل حكم نه دى ور كړ شوى پرته له دى چې  د خداى پاك عبادت  وكړى   او هغه ته صادقانه اخلاص وړاندى كړي  او  خپل دين كښې مخلص وي .

كه يو مسلمان خپل دين ته مخلص وي نو هغه هر كار د اسلام د مبين دين د اصولو سره سم سرته رسوي ، لمونځ په اخلاص سره ادا كوي ، روژه په اخلاص سره نيسي ، ذكات په اخلاص سره وركوي ، د حج فريضه په اخلاص سره ادا كوي همداشان  خپله وظيفه په اخلاص سره سرته رسوي ، رشوت نه اخلي ، په شعبه كښې د مراجعينو سره بد چلند نه كوي  ، د خلكو كارونه په اخلاص سره پرته له كومې شخصي ګټې سرته رسوي .
يو ښوو نكى  كه له خپلى وظيفې سره اخلاص ونه لري نو هغه نه شي كولاى چې د معلمۍ مقدسه وظيفه پر مخ بوځي ، يو  ډاكټرته ښايي چې له خپلو  ناروغانو سره له خلوص څخه كار واخلي ، كه دى خپلو   ناروغانو سره ښه وضع ونكړي نو ناروغان به  م ايوسه شي او په علاج كښې به يى كمى مينځ ته راشي .
كه يو وزير د  خپلو دندو په تر  سره كولو كښې له اخلاص نه كار وانخلي نو د وزارت كارونه به په سمه توكه پر مخ ولاړ نه شي او له دى سره به ډيرى ستونزى پيدا شي.
همدا شان  په ټولنه كښې د ټولنې ټولو وكړو ته ښايي چې د  خپلو خپلو كارونو په سرته رسولو كښې اخلاص ولري كه دا اخلاص نه وي نو ټولنه به د راز راز مشكلاتو او ستونزو سره مخامخ شي.
هر مسلمان ته ښايي چې په ژوند كښې نيك كارونه سرته ورسوي او له بدو كارونو څخه ډډه وكړي ، هغه مسلمان كولاى شي چې نيك كارونه سرته ورسوي چى هغه په زړه كښى اخلاص ولري ، چې اخلاص ونه لري نو خامخا به بدو كارونو ته لاس اچوي .

هغه مسلم ان چې يو نيك كار سرته رسوي هغه ته خداى پاك د هغه د نيك كار په بدل كښې  له لسو نه نيولى تر اوو سوو او له دى نه هم د زياتو نيكيو ثواب ورپه برخه كوي . دا څومره لوى اجر دى چى سړي ته د يوى نيكۍ په مقابل كښې د سل هاو نيكيو ثواب ورپه برخه شي.

له خداى او رسول سره اخلاص او بيا له وطن  او وطنوالو سره سره اخلاص د انسان  وجدان او ضمير راويښوي ، كه څوك دا اخلاص ونلري په حقيقت كښې د هغه انسان ضمير او وجدان دواړه مړه دي .
په ګرامر كښې د ” مخلص ” كلمه صفت  كڼل كيږي  . مونږ وايو چې فلان سړى ډير مخلص سړى دى ، ددى خبرې معنى دا ده چې  فلان سړ ى اخلاص لري  او دا يو ښه صفت دى چې څوك اخلاص ولري او مخلص وي.
په دوستۍ كښې اخلاص ته ضرورت دى .په دوستۍ كښې چې اخلاص نه وي نو هغه دوستي دوام نه كوي.
زمونږ په هيواد كښې د جمهوري رياست ټاكڼې را نژدې دي . انتخابي كام پاينونه  په ډير شدت سره روان دى ، يو څلويښت كسانو ځانونه د د جمهورd رياست  يوى څوكۍ ته كانديد كړي دي      .معلومه نه ده چې څوك به دا انتخابات وكټي. كه چيرى په انتخاباتو كښې له اخلاص څخه كار واخيستل شي ، او په انتخاباتو كښې ټكي ونه  شي له  چل او ول څخه كار وانه خيستل شي نو دا به  د هيواد او خلكو په ګټه وي.

دغه د امتحان وخت دى ، دغه وخت دى چې له وطن سره د خلكو اخلاص معلوميږي  ، كه زمونږ خلك له وطن سره واقعي او رښتينى اخلاص ولري نو هغه چا ته به خپلې رايى وركړي چېاهليتاو لياقت    و لري ، هغه چا ته به راىى وركړي چې وكولاى شي وطن ته او خلكو ته د حقيقي خدمت مصدر شي  . اوريدل كيږي چې ځيني كانديدان  په انتخاباتي كامپاين كښې بې حسابه پيسې مصرفوي ، خلكو ته پيسې وركوي ، او رايى په پيسو اخلي ، ځينى كانديان بيا مفلس دي ، پيسى نه لري .
هغه خلك چې په پټو سترګو د يو څو روپو لپاره خپل ضمير خرڅوي او  د پيسو په مقابل كښې خپلې رايى وركوي ، دوي بايد د وطن ګټې په نظر كې ونيسي او خپلې رايى دى هغه چاته وركړي چې وطن ته د خدمت وړتيا ولري . كه چيرې دوي داسې وكړي نو دوي به په رښتيا سره  وطن ته اخلاصمند و ي . څوك چې وطن او وطنوالو ته اخلاصم ند  وي هغوي  په حقيقت كښې خداى ته اخلاصمند دي   څوك چې خداى ته  اخلاص لري ،  هغوي ته خدا� �   خوشحالۍ  ،  نيګمرغۍ او سعادت وركوي.
اخلاص ډير لوى ارزښت لري ، د اخلاص په ارزښت هغه څوك پوهيږي چې په خداى ايمان او عقيده  ولري.

your ads

هر كار كه په اخلاص سره انجام كړې
په دنيا او آخرت به سر  فراز شې
اخلاص وكړه چې په دى كښې بركت  دى
بى اخلاصه به  ته هسى بى ايمان يې

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب