د اخلاقي فساد په وړاندې دريدل لومړنۍ اړين ګام دى

مونږ په دومره ستونزو كې ښکيل شوي يو چې د هر يو نه د خلاصي لپاره لارې چارې لټول پكار دي او دا لازمي خبره هم وي چې كله انسان له كوم مشكل سره مخ شي نو بايد هغه كوشش وكړي ترڅو ځان له ستونزو څخه خلاص كړي او بيا پكښې را ګير هم نشي.

پدې ورستيو ورځو كې د اداري فساد خبره هم په نړيواله او هم په داخلي سطحه زياته را ګرمه شوې ده او څوك ورنه د خلاصي خبره په رښتيا او څوك يې بيا د خلكو د تيروستلو لپاره كوي او هريو د خپل بام واورې د بل په بام اچوي، خو يو هم د داسې اساسي حل لپاره كوښښ نه كوي چې فايده يې زمونږ مظلوم اولس ته ورسيږي، هر څوک اوبه د دې لپاره خړوي چې مايان پكې ونيسي او بس.

مونږ د اداري او يا بل فساد له ختميدو سره مخالفت نكوو خو دومره ويل لازمي ګڼو چې بايد اداري فساد له جرړې وويستل شي چې بيا يې ريښې هم وركې شي تر څو بيا راونه ټوكيږي او د هغې لپاره زمونږ سره داسې لاري چارې شته چې بايد ترې استفاده وكړو:
لمړى بايد مونږ خپل اصل يعنې خپل دين ته رجوع وكړو چې هلته د هر څه لپاره د حل لاره شته، په اول قدم كې بايد حكومت او نورې ادارې د دې لپاره پلان جوړ كړي چې په هيواد كې د اخلاقي فساد مخه ونيسي ځكه دا يو داسې سيلاب دى چې كله په يو قوم راشي نو هغوى بيا دځان ژغورلو لپاره هر بوټي او څانګې ته لاس اچوي او همدغه سيلاب اوس زمونږ په قوم راغلى. څوك پكـښې لاهو شوي او د چا د لاهو كولو لپاره هلې ځلې روانې دي. كه چيرته مونږ د مسؤولينو په توګه د دې سيلاب مخه ونه نيسو، نو خداى مه کړه څه موده وروسته به مونږ په هغه قومونو كې حساب شو چې د بد اخلاقۍ سيلابونو وړي او نوم او نشان يې ورک شوى دى.

كه وكتل شي چې د اخلاقي فساد د خپرولو لپاره څومره هلې ځلې رواني دي ښكاره بيلګې يې تلويزنونه، راډيوګانې، اخبارونه، مجلې، انترنت….. دي، شپه او ورځ په پرلپسې کوښښونه كوي او په ملياردونو دالر لګوي.
دا ټولو وطنوالو ته څرګنده ده چې د افغانستان تلويونونه څومره اخلاقي فساد خپروي، هر افغان که مسؤول وي که رعيت دا فکر بايد وکړي چې مونږ په کوم لوري روان يو، آيا تاسو په بل کوم هيواد کې داسې حالات يا داسې بې بندو باره نشرات ليدلي چې هيڅوک ورته غږ هم نه کوي او نه يې څوک بد ګڼي، په الله قسم زه خو چې کله په کوم ځاى كې راګير شم او هلته د دغه تلويزون کوم پروګرام شروع وي زه پرې شرميږم. خپل ضمير ته ملامته وم چې دا مونږ په کوم لوري روان يو او نوره نړي په کوم لوري ته روانه ده. خلک د خپلې ترقي او کاميابۍ لپاره کومې لارې انتخابوي او مونږ کومې لاري چارې ورته ګورو. که مونږ غربي هيوادنو ته ځير شو هغوى چې کوم ديني اصل هم نلري خو د خپلو اولادونو د تربيې لپاره څه حدود لري چې په افغانستان کې متاسفانه کوښښ کيږي چې هغه حدود د پښو لاندې کړل شي چې ورته اسلام ښودلي او يا هم په نوره نړي كې وجود لري.

ځوان مو په كومه بيول كيږي؟

مالومه نده چې زمونږ ځوانان په کوم لوري بيول كيږي، هر پردى هيواد او حزب کوښښ کوي چې دې ځوانانو ته تګلارې وټاكي او بيا هماغه زمونږ په ټولنه كې عملي كړي.
له بل لوري زمونږ ډيرى ځوانان يې په مختلفو مرضونو اخته كړي لكه ناروا عشوقونه، شراب،غلاګانې، قمار، بدمعاشى، او داسي نور… چې دا ټول د هغه پروګرامونو برکت دى چې له سانسور نه پرته د تلويزونو له لارې نشر كيږي.
که چيرته دولت او خلک ټول دې لوري ته پوره توجه ونکړي او د دې ناوړه اعمالو مخه ونه نيسي، نو بيا دې دا طمعه هم نه کوي چې يو د الله نه لرې انسان به په اداره كې رشوت نه اخلي او يا به بيت المال نه چور کوي. هغه انسان چې د الله اطاعت نه کوي نو د مشرانو به څه اطاعت وکړي او هغه چې له الله تعالي سره غداري کوي نو د خپل ولس او دولت او خلکو سره به څه وفا وکړي.

يوازې دين كولاى شي انسانان په يو چوکاټ كې راګير کړي، که چيرته مسلمان له دغه چوكاټ نه پښې وويستلې، بيا هغه بل هيڅ چوکاټ ته غاړه نه ږدي او بل هيڅوک دا نشي کولاى چې د هغې مخه ونيسي. لکه څنګه چې په حديث شريف كې راځي: (اذا فاتک الحياء فاصنع ما شئت)
يعنې: کله چې درنه حياء لاړه بيا چې څه کوې هغه كوه.

مونږ که لويديځو هيوادنو ته ځير شو، نو وينو چې د شرابو د مخنيوي لپاره څومره ډير لګښتونه كوي خو بيا هم په دې ندي بريالي شوي خو مسلمانانو ته يوازې په قرآن کريم كې د شراب د نه څښاک څو آيتونه کفايت کوي چې د تل لپاره ځان او ټولنه ترې وساتي. او بيا د دې ضرورت نشته چې پوليس وګرځي. د مسلمان سره خپله په زړه كې هر وخت مراقب موجود وي، هغه په پټ او ښکاره، لرې او نږدې، خپل هيواد يا د بل هيواد، ځان ته يا له ملګرو سره که په هر حالت كې وي، د الله تعالي نه ويره لري او همدغه ويره انسان د ډيرو بديو څخه منع کوي او همدې ته په اشارې سره په قرآن کريم كې الله تعالي داسې فرمايلي: (ان الصلاة تنهي عن الفحشاء و المنکر)
يعنې بيشکه چې لمونځ له بدو او ناروا شيانو څخه منع کوي.

حنيف مراد الکاموي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب