د اخوان المسلمین دعوت یو اسلامي، نړیوال، ښکاره او سرلوړی دعوت دی

«مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً * لِيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ إِنْ شَاءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا») سورة الأحزاب :23-24)

«له مؤمنانو څخه ځینې داسې شخصیتونه شته چې له الله تعالی سره یې کړې ژمنه رښتیا کړې ده، له هغوی نه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلو ته انتظار باسي، هغوی په خپله کړنلاره کې هېڅ بدلون رانوست».

«د اخوان المسلمین دعوت یو اسلامي، نړیوال، ښکاره او سرلوړی دعوت دی»
دا سپېڅلې او غوره جمله د اسلامي‌ دعوت د یو مجاهد بچي او د دې بلنې د لومړي نسل د صابرو داعیانو له ډلې نه د یو داعي مرحوم استاذ سعد لاشین رحمه الله وینا ده چې د مصر د شرقیه ولایت د لویو شخصیتونو څخه ؤ. دداسې شخصیت چې په کوم مجلس کې یې یادونه وشي، سړي ته د هغه ښکلی سیرت او اوچت موقف د ظلم په مقابل کې د استقامت او درېدو درس ورکوي، هغه شخصیت چې په اخوان المسلمین کې غوره شهرت لري.

د اخوان المسلمین له حرکت سره په ۱۹۴۵م کال کې یو ځای شو او د اخوان المسلمین لخوا د مصر د شرقیه ولایت مسئوول ؤ، او یو له هغو ځانګړو شخصیتونو څخه ؤ، چې د امام حسن البناء په زمانه کې تېر شوي دي، کومو کسانو چې د امام له علمیت څخه ګټه اخیستې او د هغه په لاس روزل شوي دي، چې دې دعوت ته یې هر څه ورکړل او په لاره کې یې قربان شول، نوموړی هم تر پایه ثابت، کلک او خپل بیعت ته ژمن پاتې شو، تر دې چې له خپل مولا سره وروسته له هغه چې په خپل دعوت کې یې (۶۷) کاله تېر کړي وو په ۱۵/۴/۲۰۱۲م کال کې یو ځای شو، په داسې حال کې چې د خپل عمر زیاته برخه یې په همدې دعوت کې تېره کړې وه. او مرحوم به چې له هر چا سره ملاقات کاوه نو په خپلې همدې جملې به یې زیات ټینګار کاوه او خپل زده کوونکي او د دعوت د لارې ملګري به یې هم په همدې جمله روزل، تر څو د دعوت د دې څلورو ځانګړتیاوو له لارې په څو خبرو تأکید او ټینګار وکړي چې په لاندې ډول دي:

  1. دا چې دوی د یو داسې اصیل اسلامي دعوت بچیان دي، چې ریښې یې د تاریخ غوره زمانې ته رسېږي، د محمد بن عبدالله صلی الله علیه وسلم بلنه او دعوت، هغه دعوت چې له طولي اړخه دومره غزېدلی چې ټولو زمانو او وختونو ته شامل دی، له عرضي اړخه دومره پراخه دی، چې ټول امتونه پکې داخل دي او داسې یو عمیق او ژور دعوت دی چې د دنیا او آخرت ښېګڼې پکې نغښتې دي.

    your ads

  2. دوی د داسې یو دعوت بچیان دي، چې په خپلو اصولو او د بچیانو په مبارزې سره یې ځمکه له خیر، ښېګڼې او پرمختګ نه ډکه کړې، داسې بلنه چې حدود نه پېژني، مخې ته یې بندونه نشي ټینګېدلای او په یو جنس، ژبه او رنګ پورې منحصره نه ده، نو په داسې دعوت باندې فخر کول او ځان ورباندې عزتمند بلل لازم دي.

  3. او بل دا چې دې عظیم الشان دعوت ته د دوی منسبوېدل د شرف او عزت خبره ده، نو باید دې دعوت ته په منسبوېدو سره د شرم احساس ونکړي، ځکه دې دعوت ته منسبوېدل او له دې لارې د الله تعالی دین ته کار کول د شرم او کمزورۍ خبره نه بلکې د عزت او عظمت خبره ده، ځکه دوی د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم له اخلاقو او د هغه د دین له تعلیماتو سره سم د خلکو په منځ کې حرکت کوي او خلک په کلیو، بانډو او ښارونو کې دوی ښه پيژني چې خپل قوم، وطن او امت ته د خیر غوښتونکي اودخير راوړونکي دي. او دا چې د اخوان حرکت ته منسبوېدل د سړیتوب، غیرت او عزت خبره ده، نو بچیان یې باید د ذلت او کمزورۍ احساس ونکړي، له همدې امله به یې د تل لپاره دا جمله زمزمه کوله «د اخوان دعوت د پوره سړیو دعوت دی، نیمو سړو ته پکې ځای نشته».

نوموړی د ظلم او ستم په مقابل کې د نارینتوب او عزت ډېر غوره مواقف لري، چې هېڅکله یې د دین او خپل دعوت په لاره کې چا ته ماتې او سرټیټي نه ده منلې، د عبدالناصر په زمانه کې د شکنجو او تعذیب په سختو حالاتو کې یې د تل لپاره د خپلو وروڼو په اړه د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې، سره له دې چې محترم استاذ حسن الهضیبي ورته اجازه او رخصت هم ورکړ چې د دې جلادانو په وړاندې یو څه ووایه تر څو د شکنجو او تعذیبونو د کموالي سبب وګرځي، عجیب او ناآشنا ځواب یې ورکړ او ورته یې وویل: محترم استاذه او مرشده! دوی غواړي چې مونږ او زمونږ ارادې ماتې کړي او که د الله تعالی رضا وه نو هېڅکله به هم د دوی په وړاندې مات نشو او انشاءالله په خپل کلک درېدو سره به هغوی مات کړو.

  1. بل دا چې دا دعوت د اوږدې مبارزې او جهاد اصیل تاریخ لري، هغه دعوت چې د دې دعوت مؤسس امام حسن البناء داسې تعریف کړی: «اسلامي صمیمي دعوت، چې په اسلام باور لري او له همدې اسلام څخه سرچینه اخلي»، همدارنګه د اصولو او ارزښتونو دعوت دی، لکه څرنګه یې چې امام په بل ځای کې داسې بیانوي: «د اخوان المسلمین دعوت د اصولو او مبادئو دعوت دی»، مرحوم استاذ سعد لاشین هم غوښتل چې د اصالت معنی د دې دعوت د بچیانو په زړونو کې په ژوره توګه راژوندۍ کړي او هغه دا چې دوی د دې دعوت له امله عزتمند شي، له خپلو اصولو څخه هېچا ته تېر نشي او په خپلو ثوابتو کې تفریط ونکړي که د هر څومره قربانیو په بدل کې هم وي.

د امام حسن البناء په پله:

د دعوت له دې ځانګړتیاوو سره کوم آواز چې الحاج سعدلاشین اوچت کړی ؤ غوښتل یې چې په خپل قائد او رهبر امام حسن البناء پسې اقتداء وکړي، هغه امام چې د ځینو هغه صفاتو په اړه چې د اخوان المسلمین دعوت ځانګړی کوي، لیکنې کړې او وایي:

– دا یو رباني دعوت دی، ورپسي لیکي: «دا ځکه رباني دعوت دی ځکه هغه اصل او اساس چې زمونږ ټول اهداف ورپوري تړلي دي دا دي چې خلک الله تعالی ته ورسوو تر څو د هغه له فیوضاتو څخه برخمن شي او له مادي ژوند څخه ځانونه یو روحاني ژوند ته ورسوي او د نفس له ککړتیا څخه د نفس پاکۍ او طهارت ته ورسېږي او مونږ اخوان المسلمین د زړه له کومې نه دا آواز کوو چې «الله غایتنا» الله تعالی زمونږ هدف دی، نو د دې دعوت لومړۍ موخه دا ده چې انسان ته له سره دا ورپه یاد کړي چې له الله تعالی سره باید خپله اړیکه کلکه کړي.

– دا یو نړیوال دعوت دی او ورپسي لیکي: «ځکه چې خطاب یې ټولو خلکو ته دی، د دې دعوت له نظره ټول خلک سره وروڼه دي، اصل یې یو دی، پلار یې یو دی او نسب یې یو دی… نو ځکه مونږ په جنسي توپیر عقیده نلرو او نه خلک د عصبیت خوا ته رابولو، بلکې مونږ د هغه اخوت او ورورګلوۍ خوا ته بلنه کوو چې د خلکو تر منځ توپیر نه کوي».

– دا دې شامل او هر اړخیز اسلام دعوت دی، او ورپسي لیکي: «له اسلام نه د اخوان المسلمین د دې هر اړخیز فهم پایله دا ده چې د دوی فکر د امت د اصلاح ټولو اړخونو ته شامل دی او هر غیرتمند مصلح کولای شي چې خپلې دعوتي آرزوګانې پکې پوره کړي او د اصلاح د دوستانو ټولې غوښتنې پکې پرتې دي، چا چې دا دعوت پېژندلی او په اهدافو یې پوهېدلی، کولای شي چې ووایي: د اخوان المسلمین دعوت یو سلفي دعوت، یوه سني طریقه، یو سیاسي جوړښت، یو سپورتي ټیم، یوه علمي ټولنه، یو اقتصادي شرکت او یو ټولنیز تصور دی.

– دا د تجرد دعوت دی او ورپسي لیکي: «داسې دعوت دی چې تعدد نه مني، ځکه طبیعت یې یوالی دی، باید د دې دعوت لاروی همدا یوه لاره ومني او نورې لارې پېږدي، که څوک دې ته آماده شو، نو له دې دعوت سره ژوند کولای شي او دعوت هم هغه قبولای شي او که څوک له دې څخه ناتوانه شو نو د مجاهدو داعیانو له اجر څخه محروم شو نو په حقیقت کې له متخلفینو څخه شو او الله تعالی به د داسې کسانو په ځای د خپل دعوت لپاره نور خلک پیدا کړي».

– دا د لوړوالي او عزت دعوت دی، ورپسي لیکي: «ستاسې دعوت د دې حق لري چې خلک ورته راشي او پیروي یې وکړي او دا دعوت د خلکو پیروي ونکړي، دا دعوت له هر خیر څخه ډک دی او نور له عیبونو څخه خالي نه دي، نو دا دعوت قبول کړئ او له چا سره ورباندې معامله او سازش مه کوئ او خلکو ته یې په ډېر عزت او قوت سره وړاندې کړئ، که چا درته د دې دعوت له منهج سره سم د قبلولو په موخه لاس دراوږد کړ نو ورته لبیک ووایئ، هغه ستاسې ورور دی، ستاسې سره به کار کوي او ستاسې په شان ایمان او باور لري او ستاسې تعلیمات به عملي کوي او که چېرې یې دا دعوت قبول نکړ، نو الله تعالی به نور داسې کسان پیدا کړي چې له الله تعالی سره مینه ولري او الله تعالی له هغوی سره مینه لري».

– د سپېڅلتیا او یووالي دعوت دی، ورپسي لیکي: «د اخوان دعوت یو سپین او سپېڅلی دعوت دی او د اسلام له رنګ نه پرته په بل هېڅ رنګ نه دی رنګ شوی، په هر ځای کې د حق ملګرتیا کوي، جماعت خوښوي او له تفرد او یوازې والي څخه کرکه کوي، ځکه هغه څه چې مسلمانانو ته یې زیات ضرر رسولی اختلاف او جدایي ده، او د بریالیتوب راز په محبت او یووالي کې دی».

– له هرې بدۍ څخه پاک او لرې دعوت دی، ورپسي لیکي: «دا یو پاک دعوت دی، چې په خپل پاکوالي کې اوج ته رسېدلی، تر دې چې له شخصي آرزوګانو څخه اوچت دی، مادي ګټې یې تر پښو لاندې کړې او نفسي خواهشاتو او غوښتنې یې شاته پرې اېښې دي».
همدا د اخوان المسلمین دعوت دی چې صفات او ځانګړتیاوې یې امام حسن البناء رحمه الله بیان کړې او د هغه په نقش قدم باندې د هغه مخلص پيرویان تللي، چې د هغوی له جملې څخه زمونږ استاذ مجاهد الحاج سعدلاشین رحمه الله دی.

په پای کې د مجاهد استاذ الحاج سعد لاشین څه لنډې ویناوې وړاندې کوم:
• (زما ورور یو مړۍ خوري، خوږوالی یې زه په خپله خوله کې احساسوم).
• (د اخوان المسلمین خوا ته د حقد او کینې غشي د ځوابولو او ردولو وړتیا نلري).
• (د اخوان المسلمین دعوت د پوره سړیو دعوت دی، نیمو سړیو ته پکې ځای نشته).
• (د اخوان المسلمین دعوت یو اسلامي، نړیوال، ښکاره او سرلوړی دعوت دی).
الله تعالی دې په محترم استاذ مجاهد الحاج سعد لاشین باندې ورحمیږي، جهاد او مبارزه یې دې الله تعالی قبوله کړې، د هغه له سیرت څخه دې مونږ ته هم ګټه ورسوي او الله تعالی دې ورته د خپل حبیب محمد صلی الله علیه وسلم په ملګرتیا سره په جنتونو کې عزت ورپه برخه کړي.

لیکنه: محمد حامد علیوه

ژباړه: مجیب الرحمن عاصم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب