د ادريس علیه السلام زېږد ځاى او د ده پرورښت

ادريس علیه السلام  دلومړيو پيغمبرانو په ډله کي راځي چي تر آدم علیه السلام  او شيث علیه السلام  وروسته ده ته دپيغمبرۍ وياړ ورکړل سوى دئ . ابن اسحاق ليکي : ادريس علیه السلام  لومړى کس دئ چي په بشريت کي يې په قلم ليکل کړي دي . ادريس علیه السلام  دآدم علیه السلام  دژوند څخه ٣٠٨ کاله نيولي دي يعني کله چي ادريس علیه السلام  ٣٠٨ کالو ته ورسېدى آدم علیه السلام  وفات سو ځکه دآدم علیه السلام  ژوند لکه مخکي چي يې بيان وسو زر کاله عمر يې وو.( البداية والنهاية ج : ١ ص : ٩٩)
علماوو کرامو دده په زېږد ځاى کي اختلاف کړى دئ ځيني په دې آند دي چي دده زېږد ځاى بابل وو ، ځيني بيا په دې آند دي چي دده زېږد ځاى مصر وو.خو لومړى نظر صحيح دئ . دى دژوند په لومړيو کي دشيث علیه السلام  په علومو باندي بوخت وو کله چي سپين ږيروالي ته ورسېدى الله جل جلاله  پيغمبري ورکړه.
ادريس علیه السلام  دآدم علیه السلام  هغه زامن چي فساد کونکي وه دآدم علیه السلام  او شيث  علیه السلام  دشريعت څخه يې مخالفت کاوه هغه يې منعه کول البته کم شمېر خلګو دده پيروي کول زيات شمېر سرغړونکي وه له همدې امله ده اراده وکړه چي ددې خلګو څخه ووزي او يوې بلي سيمي ته ولاړ سي نو ځکه يې خپلو پيروانو ته وويل چي دده سره په دې سفر کي ملګرتوب وکړي ، دده پيروانو چي دده دغه غوښتنه واورېده دا کار ورته ګران معلوم سو ده ته يې وويل : که موږ ددې ځاى څخه ولاړ سو بيا دبابل په څېر بل ځاى پيدا کړو؟ ادريس علیه السلام  په جواب کي ورته وويل : که موږ يوازي دالله جل جلاله  درضا لپاره هجرت وکړو الله جل جلاله  به موږ ته ډېر ښه ځاى رانصيب کړي ، بالاخره ادريس علیه السلام  او دده پيروان دبابل سيمي څخه وخوځېده دمصر سيمي ته ورسېده کله چي مصر ته ورسېده دنيل درياب يې وليدى ، ادريس علیه السلام  دنيل درياب پر څنډه ودرېدى دالله جل جلاله  تسبيح او تهليل يې وويل بيا دمصر په سيمه کي واوسېده ، دمصر خلګ يې نېکو اخلاقو او الهي اوامرو ته راوبلل.
ادريس علیه السلام  خپله ځانګړې موعظه درلوده خلګ يې دالله جل جلاله  عبادت ته رابلل ،خلګ يې دې ته هڅول چي دالهي عذاب څخه ځانونه وژغوري او خلګ يې په دې پوه کول چي نېک عمل ددنيا او اخرت کاميابي ده. ادريس علیه السلام  خلګ دې ته تشويقول چي په دې فاني نړۍ کي بايد زهد ته زياته پاملرنه وسي ځکه دنيا له منځه ځي ددنيا ژوند تل نه پاتيږي. خلګ يې په لمانځه او روژه سره امر کول ، دبدو او ناروا کارونو څخه يې په کلکه منعه کول همدا ډول يې دنشيي توکو څخه په کلکه ددوى منعه کول .
داسي ويل سوي دي چي ادريس علیه السلام  په ٧٢ ژبو سره خبري کولاى سواى ، الله جل جلاله  ده ته دغه ټولي ژبي ورزده کړي وې دهر چا سره چي به مخ سو نو دهغو خلګو سره به يې دهغو په ژبه خبري کولې او هغوى ته به يې دعوت کاوه . لکه الله جل جلاله  چي فرمايي:
وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ……..( سورة ابراهيم الاية ٤)
 ژباړه : موږ نه دى لېږلى هيڅ رسول مګر دخپل قوم په ژبه سره چي دوى ته بيان وکړي.
ادريس علیه السلام  لومړى کس دئ چي انسانانو ته يې په مدني سياست کي زده کړه ورکړې ده ، ده خپل قوم ته دښار جوړولو اصول بيانول . همدا وجه وه چي زياتو ډلو بيلابيل ښارونه جوړ کړه آن تردې چي دده په وخت کي ١٨٨ ښارونه جوړ سوه.
ادريس علیه السلام  په زياتي پوهي او علم سره مشهور وو دده ځيني ويناوي په لاندي ډول دي :
۱: ددنيا نېکي حسرت ده او شر يې پښېماني ده .
۲: دانسان نېکي داده چي نفس اداره کړي او داسي نېک عملونه ولري چي الله جل جلاله  ته يې شفيع کړي.
۳: صبر او ايمان دځان سره کاميابي لري.
په دغه ډول ادريس علیه السلام  زيات شمېر حکيمانه ويناوي لري .
صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين
ماخذ: د نبوت او انبیاوو تاریخ د کتاب څخه په لنډیز

تاليف : محمد علي صابوني

ژباړن : مفتي عبدالهادي حماد

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب