د ارامه خوب پنځه دښمنان

له ټولې ورځې ستړیا وروسته ارامه خوب کول د هر انسان ارمان وي خو ډیره لږه اندازه بې احتیاطي او خپل خوراک ته توجه نه کول انسان له دغه نعمت څخه محرومولی شي. که د شپې ارامه خوب نه لرئ نو خفه کیږئ مه ځکه چې له خوبه مخکې دغه لاندیني پنځه ټکي به مو خوب ارامه کړي:

کیفین: په عام ډول خلک له خوبه مخکې یو پیاله چای یا کافي څښي کوم چې د انسان خوب خرابولو کې مهمه ونډه لري چې دغه کیفین بیا د چای او کافي سربیره په ځینو درملو کې هم پیدا کیږي نو په همدې اساس کیفین لرونکي درمل له ویده کیدو مخکې مه استعمالوئ. ډاکټرانو په وینا کیفین لرونکي درمل باید ۸ ساعته له ویده کیدو مخکې وخوړل شي.

هیره دې نه وي چې د چای او کافي ځینې ډولونه کیفین نه لري او تاسې کولی شئ له خوبه مخکې يي استعمال کړئ.

الکول: الکول لرونکي خواړه او مشروبات له نورو بې شمیرو زیانونو سربیره د انسان خوب ناارامه کولو کې هم مهمه ونډه لري. نويو څیړنو ثابته کړې چې په الکول کې داسې کیمیاوي مواد موجود دي کوم چې له یوې خاصې اندازې وخت وروسته انسان نا ارامه کوي.

اوبه یا نور مشروبات: د اوبه زیاته اندازه استعمال د انسان روغتیا ته ډیره زیاته گټه رسوي او د اضافي وزن کمیدو سبب هم گرځې خو له ویده کیدو مخکې زیاته اندازه اوبه څښل به د بیا بیا پاڅیدو لامل شي او ستاسې خوب به متاثره کړي. خوب ارامه کولو لپاره له ویده کیدو ۹۰ دقیقې مخکې زیاته اندازه اوبه مه څښئ.

یخچال کې ساتل شوي خواړه: په عام ډول خلک خپل خواړه یخچال کې ساتي او شپې ډوډۍ کې يي استعمالوي چې په حقیقت کې یخچال کې یخ وهل شوي خواړه کې موجود امینو اسید د اعصابو ټایراماین فعالوي د کوم په اساس چې انسان ته خوب نه ورځي نو په همدې اساس د شپې له خوا تازه خواړه استعمال کړئ.

رومیان یا له رومیانو څخه جوړه شوي خواړه: رومیان د انسان روغتیا لپاره ډیرې زیاتې گټې لري خو ټول هغه خواړه چې زیاته اندازه اسید لري د زړه سوي سبب گرځې چې له دې امله د انسان خوب ناارامه کیږي. که بیا هم غواړئ دا ډول خواړه استعمال کړئ نو له ویده کیدو ۳ ساعته مخکې يي استعمال کړئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب