د اراکوزيا خصوصي پوهنتون په اړه عمومي مالومات- هلمند

اراکوزيا د خصوصي پوهنتون چې په ۱۳۹۰ کال يې رسماً بنسټ اېښودل شوی دی، دا مهال د طب، حقوق او سياسي علوم، ښوونې روزنې او سيول انجينرۍ پوهنځي لري. ياد پوهنتون د درسي کيفيت په برخه کې د زون په کچه نوم ګټلی دی او نور پوهنتونونه يې هم چېلنج کړي دي چې اوس مهال پکې تر ۲۰۰۰ زره ډېر محصلين په څلورو پوهنځيو کې په زده کړو بوخت دي.

اراکوزيا پوهنتون کې د ټنکالوژۍ په مټ لکه LCD او پراجيکټور باندې درس ورکول کېږي. ياد پوهنتون چې يو تحصيلي بنسټ دی، متخصص ماسټر او لېسانس په کچه مجرب استادانو لخوا تدريسي بهير مخته بيول کېږي. تدريسي وختونه: لومړۍ دوره: د ماسپښين له ۱ بجې څخه بيا د ماذيګر تر ۴ بجو پورې دويمه دوره: د ماذيګر له څلورو څخه بيا د ماښام تر ۷ بجو پورې.

د پوهنځيو په اړه مالومات اراکوزيا خصوصي پوهنتون څلور بېلابېل پوهنځي لري چې په لاندې څانګو کې محصلين زده کړې پکې کوي:

۱: معالجوي طب پوهنځي

۲: سيول انجينرۍ پوهنځی

۳: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي الف: اداره او ډيپلوماسۍ څانګه ب: قضا او څارنوالي څانګه

۴: د ښوونې روزنې پوهنځي الف: علوم ديني څانګه ب: پښتو ادبياتو څانګه ج: د دري ادبياتو څانګه د: د رياضي څانګه هــ د کيميا څانګه و: د تاريخ څانګه اراکوزيا خصوصي پوهنتون د هر پوهنځي د محصلينو لپاره د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو زمينه هم برابره کړې ده او لا هم د هر سمېستر په جريان کې محصلين په خپلو اړونده څانګو کې په عملي ډول روزي.

اراکوزيا خصوصي پوهنتون غني کتابون چې برېښنايي برخه هم لري، مجهز طبي لابراتوار، انټرنټ، کمپيوټر ليب، تفريح ځای (پارک)، د موټرو پراخ تمځای او د ښځينه محصلينو لپاره ټرانسپورټي اسانتياوې هم لري. اراکوزيا خصوصي پوهنتون خپلو محصلينو ته پر معاصره ټکنالوژۍ مجهز ټولګي چمتو کړي دي چې په ارام ډول پکې زده کړې کوي. _______________________________________________ د نوم ليکنې په اړه مالومات: اراکوزيا خصوصي پوهنتون په کال کې دوه د کانکور ازموينې اخلي چې له دې لارې هر کانکور کې سلګونه محصلين جذبوي. د کانکور ازموينه کې د ګډون لپاره لاندې مواد اړين دي:

۱: د دولسم ټولګي د فراغت سند «شهادتنامه» يا درې کلنې نمرې چې د پوهنې د رياست لخوا تايد شوي وي.

۲: د تابعيت د تذکرې کاپي

۳: اته قطعې عکسونه

نوم ليکنه د سهار له اوه بجو د ماښام تر اوه بجو کېږي او که په نورو ولايتونو کې ياست انلاين يا پر ليکه نوم ليکنه هم کولی شئ، زموږ د فورم انټرنټي ادرس زموږ د ويبپاڼې له لارې موندلی شئ.

د دارالمعلمين څخه فارغ محصلين په خپلو څانګو کې په پنځم سمېستر کې د اختصاصي کانکور له لارې کښېنول کېږي. د پام وړ!! اراکوزيا خصوصي پوهنتون خپلو ټولو محصلينو ته ۳۰٪ عمومي تخفيف اعلان کړی دی ترڅو هغه محصلين چې د زده کړو ارمان لري او اقتصادي ضعف سره مخ وي هم د زده کړو چانس ترلاسه کړي. يادونه: د کانکور ازموينه د لوړو زده کړو  وزارت د اصولو سره سم پر ټاکلې نېټه اخيستل کېږي. ______________________________________________

د فيس په اړه مالومات: اراکوزيا خصوصي پوهنتون وياړي مناسب فيس سره ګرانو محصلينو ته د زده کړو زمينه برابروي ترڅو د ټولنې د جهل د تيارو پر وړاندې د علم د رڼا وړانګې خپرې کړي او ټولنې ته وړ کادرونه وړاندې کړي.

د پوهنځيو د هر سمېستر فيس د ۳۰ سلنه تخفيف سره په لاندې ډول دی:

۱: د طب پوهنځي د هر سمېستر فيس ۲۰۰۰۰ افغانۍ

۲: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د هر سمېستر فيس ۱۸۰۰۰ افغانۍ

۳: د انجينرۍ پوهنځي د هر سمېستر فيس ۱۵۰۰۰ افغانۍ

۴: د ښوونې روزنې پوهنځي د هرې څانګې فيس ۱۰۰۰۰ افغانۍ

يادونه: د اراکوزيا خصوصي پوهنتون د اداري اصولو سره سم فيس د هر سمېستر په پيل کې اخيستل کېږي نو تر کانکور وروسته هر محصل مکلف دی چې خپل فيس مالي مديريت ته تحويل او يا هم خپل فيسونه په افغانيو باندې د باختر بانک د ځانګړې اکاونټ له لارې جمع کړي چې فورمې د اراکوزيا خصوصي پوهنتون د مالي مديريت لخوا ورکول کېږي.

درک: افغانستان، هلمند، لښکرګاه، د پوهنې رياست څلور لارې، د پوهنې رياست مخامخ، اراکوزيا خصوصي پوهنتون.  د اړيکو شمېرې:  ۰۷۹۹۰۸۸۷۸۹ ۰۷۰۳۲۸۸۲۷۵ ۰۷۴۹۸۸۲۹۱۵     برېښناليک: arakozia.uni1390@gmail.com وېبپاڼه: www.arakoziaun.com  درناوی د اراکوزيا پوهنتون رسنيز دفتر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب