د ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږي پيژندګلوي

ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي د دُرمحمد خان زوي په ١٩٢٠ ز کال د فبروري د مياشتي په ٢٨ نيټه د کندهار ولايت په ماله جات کي زيږيدلي وو.

ارواښاد خواخوږي په ١٩٢٦ ز کال ښوونځي ته شامل او د متوسطه دوري له فراغت نه وروسته د لوړو ده کړو لپاره دارالم علمين ته شامل سو او په ١٩٣٨ ز کال کي فارغ او د حبيبيي په عالي ليسي کي د ښوونکي په توګه مقرر سو.

د استاد خواخوږي لمړني شعر په ١٩٣٤ ز کال کي د کندهار د طلوع افغان په ورځپانه کي خپور سو.
ارواښاد خواخوږي په ١٩٤٦ ز کال د کندهار دکوکران د ليليي ښوونځي ښوونکي او تدريسي آمر وټاکل سو.
په ١٩٤٨ ز کال کي د کندهار د احمدشاه بابا ليسي د مدير په توګه وټاکل سو.
استاد خواخوږي د افغانستان د ويښ ځلميانو د سياسي تحريک د پيل څخه په سياسي مبارزاتو کي فعال ګډون درلود.
ارواښاد خواخوږي په ١٩٥٠ ز کال کي د دولت لخوا د ويښ ځلميانو د سياسي هلو ځلو په تور ونيول سو او زنداني سو.
ارواښاد خواخوږي د زندان د خلاصيدو نه وروسته په شخصي کار پيل وکړ او په ١٩٦٥ ز کال کي ارواښاد جبراً کابل ته واستول سو او په پښتو اکاډمي کي د مسلکي غړي په توګه وګمارل سو.
په ١٩٥٧ ز کال کي د راډيو افغانستان د نشرياتو د مراقبت د څانګي د مدير په توګه او د حبيبيي په عالي ليسي کي د پښتو ښوونکي په توګه کار کاوه.
په ١٩٥٩ ز کال کي د راډيو افغانستان د رياست د معاون او په استقلال ليسي کي د تاريخ دښوونکي په توګه مقرر سو.
په ١٩٦٠ ز کال کي د پوهني ننداري د رياست د معاون په توګه او د نادريي په ليسي کي د تاريخ د ښوونکي په توګه خپلي دندي ته ادامه ورکړه.
په ١٩٦٣ ز کال کي د مطبوعاتو د وزارت د ادبياتو د لوي آمر په توګه وګمارل سو.
په ١٩٦٦ ز کال کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د کتاب خپرولو مؤسسي د رئيس په توګه وټاکل سو.
ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي په ١٩٦٦ ز کال کي د ارواښاد محمد هاشم ميوندوال سره په مترقي دموکرات ګوند کي خپل سياسي هلي ځلي ته دوام ورکړ.
په ١٩٦٧ ز کال کي د افغانستان د عامو کتابخانو د رئيس په توګه مقرر سو.
په ١٩٧١ ز کال کي د افغانستان د اکاډمي د پښتو د تقويي او پرمختيا د رئيس په توګه مقرر سو.
په ١٩٧٣ ز کال کي جبراُ  تقاعد ته سوق سو.
ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږي د ١٩٩٢ ز کال د اکتوبر د مياشتي په ٢٤ نيټه د هغي ناروغي له امله چي ور پيښه وه په کابل کي وفات سو.
ارواښاد خواخوږي په ١٩٤٤ ز کال کي د تعليم او تربيي مسلکي کورس او په ١٩٦٢ ز کال کي د ژورناليزم کورس مؤفقانه سر ته ورساوه.
په ١٩٦١ ز کال کي د افغان چين د دوستي ټولني غړي، په ١٩٦٩ ز کال کي په افغانستان کي د يونيسکو د ملي کميسيون د غړي په توګه منتخب سو.
استاد خواخوږي نه يواځي بادرده شاعر، ليکوال او ژورنالست وو بلکه د وطن د نوي نسل په روزنه او ويښتابه کي يي هم برخه اخيستي وه.
ارواښاد خواخوږي ته په ١٩٦٥ ز کال کي د اعليحضرت همايوني محمد ظاهر شاه د حضور لخوا د مينه پال دوهمه درجه نشان او په ١٩٦٩ ز کال کي د مينه پال مطلا نشان ورکړه سوي ؤ.
ارواښاد خواخوږي په ١٩٧٣ ز کال د سعودي عرب د باچا ارواښاد ملک فيصل په بلنه د حج مبارکه فريضه ادا کړه.
د ارواښاد استاد خواخوږي څخه لاندي آثار پاته سوي دي.

١- د ميني وږمه (د اشعارو ټــــولګه)
٢- حکايت نه دي حقيقت او درد دي
٣- يـــــــــوه ژړونــــــــکي منــــــــــظــــــــره
٤- مـــــرغـــــــــــــــــلره او نـــــــور خـــــــان
٥- شيــــــن خـــــــــالـــي او ګلالـــــــــــي
٦- د ګوستاولوبــــون لنډي خبــــــري
٧- دوه ځـــــــوانــــي مـــــــرګ مـــــــينان
٨- د اشـــعارو دوهمـــــــه ټـــولـــــــــــګه
٩- د اشــــــعـــــارو درييـــمه ټولــــــــــګه

ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب