د ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږي پيژندګلوي

ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي:

ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي د دُرمحمد خان زوي په ١٩٢٠ ز کال د فبروري د مياشتي په ٢٨ نيټه د کندهار ولايت په ماله جات کي زيږيدلي وو.

ارواښاد خواخوږي په ١٩٢٦ ز کال ښوونځي ته شامل او د متوسطه دوري له فراغت نه وروسته د لوړو زده کړو لپاره دارالمعلمين ته شامل سو او په ١٩٣٨ ز کال کي فارغ او د حبيبيي په عالي ليسي کي د ښوونکي په توګه مقرر سو.

د استاد خواخوږي لمړني شعر په ١٩٣٤ ز کال کي د کندهار د طلوع افغان په ورځپانه کي خپور سو.
ارواښاد خواخوږي په ١٩٤٦ ز کال د کندهار دکوکران د ليليي ښوونځي ښوونکي او تدريسي آمر وټاکل سو.
په ١٩٤٨ ز کال کي د کندهار د احمدشاه بابا ليسي د مدير په توګه وټاکل سو.

استاد خواخوږي د افغانستان د ويښ ځلميانو د سياسي تحريک د پيل څخه په سياسي مبارزاتو کي فعال ګډون درلود.
ارواښاد خواخوږي په ١٩٥٠ ز کال کي د دولت لخوا د ويښ ځلميانو د سياسي هلو ځلو په تور ونيول سو او زنداني سو.
ارواښاد خواخوږي د زندان د خلاصيدو نه وروسته په شخصي کار پيل وکړ او په ١٩٦٥ ز کال کي ارواښاد جبراً کابل ته واستول سو او په پښتو اکاډمي کي د مسلکي غړي په توګه وګمارل سو.

په ١٩٥٧ ز کال کي د راډيو افغانستان د نشرياتو د مراقبت د څانګي د مدير په توګه او د حبيبيي په عالي ليسي کي د پښتو ښوونکي په توګه کار کاوه.
په ١٩٥٩ ز کال کي د راډيو افغانستان د رياست د معاون او په استقلال ليسي کي د تاريخ دښوونکي په توګه مقرر سو.
په ١٩٦٠ ز کال کي د پوهني ننداري د رياست د معاون په توګه او د نادريي په ليسي کي د تاريخ د ښوونکي په توګه خپلي دندي ته ادامه ورکړه.
په ١٩٦٣ ز کال کي د مطبوعاتو د وزارت د ادبياتو د لوي آمر په توګه وګمارل سو.
په ١٩٦٦ ز کال کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د کتاب خپرولو مؤسسي د رئيس په توګه وټاکل سو.
ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي په ١٩٦٦ ز کال کي د ارواښاد محمد هاشم ميوندوال سره په مترقي دموکرات ګوند کي خپل سياسي هلي ځلي ته دوام ورکړ.
په ١٩٦٧ ز کال کي د افغانستان د عامو کتابخانو د رئيس په توګه مقرر سو.
په ١٩٧١ ز کال کي د افغانستان د اکاډمي د پښتو د تقويي او پرمختيا د رئيس په توګه مقرر سو.
په ١٩٧٣ ز کال کي جبراُ تقاعد ته سوق سو.
ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږي د ١٩٩٢ ز کال د اکتوبر د مياشتي په ٢٤ نيټه د هغي ناروغي له امله چي ور پيښه وه په کابل کي وفات سو.
ارواښاد خواخوږي په ١٩٤٤ ز کال کي د تعليم او تربيي مسلکي کورس او په ١٩٦٢ ز کال کي د ژورناليزم کورس مؤفقانه سر ته ورساوه.
په ١٩٦١ ز کال کي د افغان چين د دوستي ټولني غړي، په ١٩٦٩ ز کال کي په افغانستان کي د يونيسکو د ملي کميسيون د غړي په توګه منتخب سو.
استاد خواخوږي نه يواځي بادرده شاعر، ليکوال او ژورنالست وو بلکه د وطن د نوي نسل په روزنه او ويښتابه کي يي هم برخه اخيستي وه.
ارواښاد خواخوږي ته په ١٩٦٥ ز کال کي د اعليحضرت همايوني محمد ظاهر شاه د حضور لخوا د مينه پال دوهمه درجه نشان او په ١٩٦٩ ز کال کي د مينه پال مطلا نشان ورکړه سوي ؤ.
ارواښاد خواخوږي په ١٩٧٣ ز کال د سعودي عرب د باچا ارواښاد ملک فيصل په بلنه د حج مبارکه فريضه ادا کړه.
استاد خواخوږي د ګران هيواد افغانستان حساس ليکوال، بادرده شاعر او سياسي پيژندل سوي چهره وه.

اي په تيارو کـي د ځلمــو د لاري بلــي شمعــي!
اي په مزلو کي د زړو د لاس عصـا خواخوږي!
د وطن مينه ستـا د ويني په هر څاڅکي کي وه
اي د ځلمـو د ويښتــابـه بانــګ درا خواخوږي!
(پوهاند رشاد)

هو!
اوس چي په ګران هيواد کي د نوي څپو وړانګي د ورايه څرګنديږي او د خواخوږي خوبونه په رښتيا بدليږي نو د ارواښاد خواخوږي د ٧١ کلن عمر ٥٣ کاله د هيواد د اولادونو په روزنه او ويښتابه کي تير کړي دي له دغه امله ارواښاد خواخوږي د هيواد پر اوسني نسل باندي د نمانځني حق لري او په دي ارزي چي په ښه نام او نيکه دعا ياد سي.
} لوي خداي (ج) دي پر ورحميږي {

د ارواښاد استاد خواخوږي څخه لاندي آثار پاته سوي دي.

١- د ميني وږمه (د اشعارو ټــــولګه) ٥- شيــــــن خــــالــــي او ګلالــــــي
٢- حکايت نه دي حقيقت او درد دي ٦- د ګوستاولوبون لنډي خبــري
٣- يــــــــــوه ژړونــــــــکي منــــــــــظــــره ٧- دوه ځــــوانــــي مــــرګ مــينان
٤- مـــــرغـــــــــــــــــلره او نــــــــور خــــان ٨- د اشـــعارو دوهمـــه ټـــولـــګه
٩- د اشــــــعـــــارو درييـــمه ټولـــــګه

غـــــــــــــــــــــــــــــــــواړم
دغـــه پـســرلــي کــي نـــــو بهـــار زه د پــښتـــون غواړم
نوي هنــګامه، نــوئ احساس، نــوئ ژونـــدون غواړم
ويــښ چــي کـي له خوبه سم و غر ته ژوندون و بخښي
پـه هغه آسماني رحمت خپل ګران وطن زرغون غواړم
قـــوم چــي را بــولــي د اتحاد او د ويــښتــوب پــه لور
هغسي مکتب، ويــښ معــلم، جــدي مضمــون غواړم
ځـان چــي کـړي ټــول وقـف د خواږه هيواد په مينه کي
مــــــيــنــــه لــــيـونــــي زه و زلمــو تــه د مــجنـــون غواړم
ســوي چــي پـــه اور د مـينـي تـل د دي ملت وي خپـــل
هغسـي کوګل، هســي زړګــي، هســي لــړمــون غواړم
څوک چه په زحمت کي د ولس شخصي راحت غواړي
زه د هـغـــــــو خــلــــګو هــمــيشه د بـيــخ خــتــون غواړم
ســــــاتـي چـــه رمـــه خـــــپله، پــرديــو شــرمښانـو څـــــه
خپـل عزيز ملت ته زه (خواخوږي) داسي شپون غواړم
(ارواښاد استاد خواخوږي)

باميان ته خطاب
د مېړونو زړو مسـکن ښکلــي بــاميـــــانه د لرغوني پښتونخوا د ننګ داستانه
د چنګيز خونخوار په ظلم بانــدي ورانــه اي زمــوږ د تـوريالو د جنګ ميــدانه
تـــــازمــــــوږ د نـيــکه ګـانــو بـرم ليـدلـــــي
تـــــا داستـان د کــنشـــکا دي اوريدلـــــــي
تـــه مـــرکـــز د تـــمــــدن د ايــــــشيــــــا وي ته ټاټــوبـــي د پـــوهانــو د دنيـــا وي
په پوهنه کي ډيوه د شرق په خـــــــــوا وي د (بودا) د پـيروانــو ښــــه ليلــــي وي
تــــه زمونږ د ننګياليـو قـــربـــانــګـاه يــي
د چنــګيــــز پــه تـــاړاکونو ښــــه آګـا يـــي
هندوکش دي سر جګ کړي دي آسمان ته د وقار ښوونه کـړي نامتو افغــان ته
پـــه حيـــرت ولاړو پيښــــــوو د جهـــــان ته حال په ژبه وايي غوږ کيږده بيـان ته
هيـــڅ غليم ته ما خپل سر ندي ټيټ کړي
نيــغ ولاړ يـــم واوري سـر دي را پــټ کړي
د تــاريـــخ پــاڼي پـــــه تــــــادي زرنګــــاري ستا په لاره کي ځلمو پريښودي چاري
د خــــواخـــوږو ويــــنــــو وو هــلـــــــي داري داسي ږغ به وکړي هر يو په خپل واري
تــــــه تـــر هــر څـــه راته ګران اي باميــانه
زمـــوږ مـــرکــز د تمـدن د ننـګ داستــانه
(ارواښاد استاد خواخوږي)

شمـعي تـه
شمعي زه يـــم ستـــا د مــــــخ ســــــــوي پتنګ
بـــــــــي لـــــه تــــا يـــم د ژوندون څخه په تنګ
که مي ستا وصال روزي سي سره لـــــمبه سم
لـــــــه ايــــرو څــــه بـــه مي بوي ځـي د لــونګ
کـــه زه ستا په شان د عشق په اور کباب سم
بيــــا بـــــه ونـــــه کـــــړم خبـــر د نــــــــام و ننګ
چه د ټولـو مينـــــانـــــو پـــــه غـــــــــم ســـــوځي
ما بي وزلي ته هم ځــاي راکــــــــه پـــر څــــنګ
په محفل کښي د همــــــــه خوبانو ســــر يــــي
په تا وياړم ښـــــايستـــه يـي کــــه بـــدرنــــګ
د بي وزله او بــــډاي ســـــره يــــو شـــــان يــي
ټـــــولـــوي پـــر ځـــان غنـــي وي کـــه ملـــنګ
زه خواخوږي چـار چـــاپــــيره تـــر تــــا ګــرزم
نـه بيريږمــه هيــــڅ وخت د ځـــان په سونـګ
(ارواښاد استاد خواخوږي)

آ با وفا خواخوږي
اي فرشتي د پاکي ميني په رشتــيا خــــواخـــوږي
څـلي د صـــدق و د اخـلاص و د صــفا خـواخـوږي
اي په تيارو کي د ځلمـــو د لاري بـــــلي شمـــــــعي
اي په مــــزلــو کــي د زړو د لاس عــصا خواخوږي
د وطن مينه ستا د ويني په هـر څـــاڅــکي کـــي وه
آ د ځـــــلمو د ويـــښ تـــابه بــانــګ درا خواخوږي
ستــــا د وفـــــا و درنــاوي تــه کــکــرئــي وي کــــږي
ځـــان دي نيــــولي ؤ په زړه کي د هرچا خواخوږي
تا په کومــک کي د بيوزلو تمـام عـمــــر کــه تيـــــر
دا تخلص هر څوک مني چي وړ و ستا خواخوږي
اروا دي ښاده وه تل، قبر دي ستا روڼ وي هميش
پـــر تـــــا دي اوري رحــــمتونـــه د الله خــواخــوږي
د جنت زړه دي ستا نصيب کړي په خپل فضل الله
رتبي دي لوړي لره خداي ” آ با وفا خواخوږي١ “
د مــړيني ورځ دي شــپـــږويــشتــمـه د دوهـــمي خــور وه
دوه چه تري کم کړي کال ئي دئ ” اي با صفا خواخوږي٢
(علامه اکاډمسين پوهاند رشاد)

١- (د جنت زړه = ن =٥٠) + (آ با وفا خواخوږي = ١٣٢١) ١٣٧١هـ . ل
٢- (اي باصفا خواخوږي = ١٤١٥) – ٢ =١٤١٣ هـ . س“

د محمد ابراهيم خواخوږي ويرنه

داسـي مــړئ بــه څـــوک ولـــي بــــولي مــړي
چه ئي ژوند په خواخوږي کي وي تير کـړي
د نــــــوموړي خواخوږي تل په رشتيا وه
پــــــــه رشتيا سره خواخوږي ؤ نوموړي
پـــر مــريــض بانــدي ئــي تــل کـول پـوښتنه
پـــر اوږو يـــــــــــي د دوستــــــانو مـــړي وړي
د هـــــــــــر مـــړي فــاتحي ته به حاضر ؤو
هميشــــه د يو خواخوږي په شان ستړي
په هـــر درد کـــي بـــه تـــر ده پـــوري نــــاره وه
پــه تمــــام ؤ کارئي نه پـــريښـــود نيــمـــګړي
اشنــــايـــــــانـــو تـــه ئي تــل رسيدګي وه
پـــــردي لاره هــــــم منـــلــي هم پيــــاوړي
چـه بـه کلــه دوه دوستــان ســره خــفـــه ســول
هغه دم به ئي تر ميانځه ســوميـــانـــځګـــړي
ده پــه خلګو کـــي قوي رشته وه غښتي
د دنيــــــا د کار بـار تار يــي او مــــــــــړي
دا دئ نــن عــاجــــــزه اړ دئ و دوعــــا تــــــــه
په دوعـــــا ئـــي يـــادوم دغـــه مــور مـــــــــړي
ربـــــــــه ده تــــه د نيـــــکو اجـــــــــر ورکړه
ورمصاف يي که، که ستا وي پور وړي
له ګناه د دي بنده غــــاړي کــــړه خـــلاصــــي
ستا بنــــده لــــري پــــه غـــاړه د عــــجز پــــړي
د دوستــــــــــــانـو خورا لويه صدمه وي
ځــــيني بيل چــي ابدي سي هسي غړي
ښـــــــه نــــــوم پـــــاتــــــه وي ((ريشأ)) د نيــــکو خــلګـو
وړي د ځــــــــــــان ســــــــــــره يــــــــو څو ګـــــــزه ګــــــدړي

(عبدالهادي ريشأ)

يادونه او وياړونه

د خپل خداي (ج) شکر ادا کوم چي ماته ئي دومره همت راکړ چي د خپل خداي بخښلي پلار ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږي په اړوند څه وليکم.

د يادوني وړ ده چي ښاغلي الحاج محمد ابراهيم خواخوږي د ارواښاد دُر محمد خان زوئ په ١٩٢٠ز کال کي د کندهار په ماله جات کي زيږيدلي، ابتدائي او متوسطه زده کړه ئي په کندهار کي پاي ته رسولي او بيا يي د کابل په دارالمعلمين کي خپل تحصيل بشپړ کړي ؤ چي وروسته بيا د کابل د حبيبيئ په عالي ليسه کي د ښوونکي په حيث مقرر سو.
د ارواښاد خواخوږي شاعري په ١٩٣٤ ز کال کي پيل سوي چي لمړئ شعر ئي د طلوع افغان په ورځپاڼه کي چي لوئ استاد علامه پوهاند عبدالحي حبيبي ئي چلونکي ؤ چاپ سو چي د استاد په تشويق سره ئي و شعر ليکلو ته ادامه ورکړه او په مسلسله توګه ئي د طلوع افغان په اخبار کي شعرونه چاپيدل.

ارواښاد خواخوږي کله چي د کابل حبيبيي عالي ليسه کي ښوونکي ؤ په کابل کي د علمي او ادبي شخصيتونو لکه ارواښاد صوفي محمد اسلام خان مين، پروفيسر محمد علي خان او نورو سره اړيکي ټينګي کړئ وي.
په ١٩٣٩ز کال کي په افغانستان کي د مطبوعاتو مستقل رياست جوړ سو چي خدايبخښلي لوئ استاد علامه پوهاند عبدالحي حبيبي د هغه رياست معاون او د پښتو ټولني د مشر په توګه وټاکل سو نو لوئ استاد، ارواښاد خواخوږي يو وار بيا د شعرونو او مضامينو په ليکنه کي و هڅاوه چي د خواخوږي تخلص ئي په همدي کال کي ځان ته غوره کړ. لمړئ مضمون ئي د کوچنيانو د روزني تر عنوان لاندي د انيس په جريده کي خپور سو.

ارواښاد خواخوږي د لوئ استاد علامه حبيبي د ښووني او روزني څخه برخه مند ؤ او دا ئي د خپل ژوند وياړ ګانه.
ارواښاد خواخوږي حضرت مولانا ابوالوفا افغاني (رح) (چي د فقيه، قرآن کريم ښه قاري، مفسر او محدث ؤ. په علم تجويد کي ئي د (دليل القرآن) په نامه کتاب په پښتو ژبه ليکلي دئ) خپل استاد او لار ښود ګانه او ډير احترام يي ورته درلود.
مولوي صاحب په ١٩٢٨ز کال په حيدر آباد دکن کي د احيا المعارف نعمانيه په نامه يوه علمي موسسه جوړه کړه چي له دغي موسسي څخه ډير کتابونه د مولوي ابوالوفا صاحب په تصحيخ او تنظيم خپاره سوي چي ارواښاد خواخوږي د ده د علمي آثارو له برکته څخه ډيره ګټه اخيستي وو.
ارواښاد خواخوږي مولانا صاحب ته په ١٩٦٨ز کال کي د کابل د راتګ بلنه ورکړه او کله چي کابل ته راغلي نو زموږ په کور کي ئي هستوګنه درلوده چي د دي مبارک شخصيت د خبرو او لارښوونو څخه زه هم برخه مند سوئ يم.
ارواښاد خواخوږي د قرآن مجيد ښه مفسر ؤ او د ژوند تر پايه پوري د کابل د نوي ښار په مير عبدالکريم جامع کي د سهار او ماپښين لخوا د قرآن مجيد مينه والو ته تدريس کاوه.

په ١٩٦٦ ز کال کي د کتاب چاپولو د موسسي رئيس ؤ او د قرآن مجيداو تفسير شريف د چاپولو پروګرام ئي پاي ته ورساوه.
د حج فريضه ئي د سعودي بادشاه ملک فيصل په بلنه تر سره کړي او په حرم شريف کي د دوه رکعته شکرانه لمونځ د ادا کولو وياړ ئي په برخه ؤ.
د ارواښاد د شعر په څانګړتياو باندي بايد ووايم چي د هغه په اشعارو کي د ملي وحدت څرګندونه، د وطن سره مينه، ويښ ځلمي توب، د ظلم او استبداد سره مبارزه، د خواريکښو سره خواخوږي، د پښتو او پښتونوالي چيغه، د ښځو مقام ته ارج، د ټولنيز سياسي ريفورمونو پلوي او د اقتصادي حالت د ښه والي د پاره مبارزه د يادوني وړ ده.
ارواښاد په دغه څلوريځه کي خپل احساسات داسي بيانوي:

د نــــړي د ښـو او بـــــــدو خبـر دار سه — د مــــــلي خـــدمت لپـــاره راولاړ سه
تذبذب او ځان ځاني له، ځانه ورکه — د ټولني او مسلک تر لاري جار سه

 

زموږ په ګران هيواد افغانستان کي د پښتو ادبياتو په غوړيدلو سره شعر او شاعري ځانګړئ مقام لري چي ځيني آثار ئي و ټولني ته وړاندي سوي او ځيني آثار ئي د خپلي ښکلا سره يا له منځه تللي دي او يا هم د سترګو څخه پټ پاتي سويدي.
د شاعر احساس د ټولني انځور بلل کيږي چي شاعر او هنرمند پخپله ټولنيز اهداف ټاکي چي د چا لپاره، د چا په ګټه او په څه ډول د ټولني غوښتني را منځ ته کړي او د روښانه دريځ سره د خلګو د منلو وړ وګرځي.
ارواښاد استاد ګل پاچا الفت وائي:

پښتــــــو ډيــــــــر دئ تيـــر ايستـــلي شــــاعـــرانـو — مغـــــرور کـــــړئ په ستــاينــو اديبـــانو
که اوس پر سل ګزه کوهي کي کښته پروت دي — ورته ځان ښکاري اوچت له کهکشانه

ارواښاد استاد خواخوږي د خلګو شاعر ؤ چي د خلګو څخه ئي الهام اخيستي او هغه ئي د خلګو په خدمت او ويښتابه کي کاراوه.
دي تل د بينوايانو، بې وزلو او خوارانو په خدمت کي ؤ.
د اسلام او قرآن مجيد د ښوونځي څخه ئي د ځان تيريدلو او سر ښندلو لوست اخيستي ؤ او د هيواد د ننګياليو، تورياليو او برياليو غازي نيکه ګانو څخه ئي کلک عزم، وفا، صداقت او د مېړاني خصلت ورپاته ؤ.
ارواښاد خواخوږي په ژوندانه کي ډيري مختي تودي، سړي د لوړو او ژورو شيبو بيل اړ خونه ليدلي دي. د ډير آزمايشونو، کړاونو او دردونو څخه بريالي وتلي ؤ چي د دي حساسو ترانو پارونکي او ضمير ايښودونکي د يوه استبدادي او ديکتاتوري واکمني په وړاندي د سنګر روښانه بيلګه ګڼل کيږي.

که څه هم دئ پخپله د خپل شعرونو په اړوند وائي:

”زما اشعار د پنځو سو کالو د ژوند ځيني خاطري يو ځاي سويدي چي د عمر د ياداښتونو په توګه دي نه د شعر ادبي او علمي اثر په شکل، دا زما ژوند د مختلفو دورو سوزونه، سازونه، ناري او بلغاکي دي چي صرف د تيرو خاطرو په لحاظ ما ته ارزښت لري چي کله کله د عمر د بيلو، بيلو وختو يادونه را په زړه کوي چي د هيواد دننه او د هيواد څخه دباندي مختلفو ځايو څخه ترخي او خوږي خاطري کله په ولس کي د بي عدالتي، ظلم، رشوت او کله د شهيدانو په هديرو کله د خوارانو او بي وزلو په غمو او کله د ويښو ځلميانو په ارمانو ويل سويدي. “
فاضل استاد علامه اکاډيمسين پوهاند عبدالشکور رشاد د خدايبخښلي خواخوږي په باره کي ليکي:
”ارواښاد خواخوږي په رشتيا د هيواد او د هيواد د خلګو خواخوږئ ؤ. د ده تخلص په حق سره د ده د شخصيت نمايندګي کوله. دئ د وفا، صداقت، عاطفي او اخلاص مجسمه وه. ده په رشتيا د قوم درد درلود او له زړه ئي د ولس د ويښتابه مينه درلوده. د ده شاعري د دغه درد او ميني ژبه وه. “
نيوکي چي د ټولني د مشکلاتو د حل او عدالت د تأمين لپاره اغيزمن ګڼل کيږي چي ارواښاد خواخوږي د جرئت او اخلاقي جسارت سره تل پر واکمنو او زورورو باندي انتقاد کاوه او د ده د اشعارو مهمه برخه وه.
چي د اکاډيمسين کانديد ارواښاد محمد صديق روهي د (د پښتو موثر ادبياتو) په نامه خپل اثر کي ارواښاد خواخوږي د پښتو ادبي څيرو نامتو استازي په جمله کي يادوي.

د اکاډيمسين کانديد ډاکټر محمود حبيبي د ارواښاد خواخوږي په اړه ليکي:
”د خدايبخښلي خواخوږي ژوند په علمي او ادبي محفلونو کي ؤ او ياران ئي اکثراً پوهان وه، په وير او ماتم کي لمړئ حاضر دئ ؤ خو د قدرت او قدرتمنو څخه په ګوښه. د ريا، تظاهر او منافقت چي له بده مرغه د دي وختونو د شخصياتو څخه او په تيره بيا په هغو ټولنو کي دي چي د انقلابونو او اړو دوړ نه ئي تير کړي خو لازم پند او عبرت ئي ندئ ځيني اخيستي د خواخوږي د ژوري خواخوږي سره نه رغيدل او د ده د هغو رقيبانو څخه ګڼل کيده چي غمر تر پايه ورسره په مبارزه کي ؤ.“
ارواښاد د اسلامي اخوت او عاطفي خاوند ؤ د مصيبتونو او کډاونو په مقابل کي ئي خپل ځان له لاسه نه ورکاوه او د ټولنيز ژوند په برخه کي د ځان او مال قرباني ته تل تيار ؤ. د بي وزلو مل او د خواريکښو مرستندوئ ؤ.
لکه چي ارواښاد فاضل نوميالي استاد بينوا د اوسني ليکوال په لمړي ټوک کي د ارواښاد خواخوږي په اړه داسي ليکي:
”ښاغلي خواخوږي په زړه پاک، سپيڅلي، د ملګرئ وړ او ويښ ځلمي دئ د ملګرو د زړو ساتنه، ملګري او د اصولو پالل ئي ښه زده، د غريبانو او بي وزلو سره خواخوږي لري که څه هم دئ پخپله بي وزلي او د خواخوږئ وړ دئ.“
ارواښاد د اسلامي ټولني پر قوانينو او ملي رسومو باندي ټينګ ؤ.

د رواښاد خواخوږي سياسي ژوند:

ارواښاد خواخوږي د ديموکراتيکو آزاديو د لاس ته راوړلو په خاطر مبارزه کړي او په سياسي مبارزه کي تل ويښ ځلمي پاته سوئ ؤ.
ښاغلي زرملوال صاحب خپل اثر (د ويښ ځلميانو جمعيت) کي په ١٩٨٧ ز کال کي د افغانستان د مهاجرينو د سازمان لخوا نشر سوئ ليکي:
”تر ټولو د مخه دغو کسانو د ويښ ځلميانو په تحريک پيل وکړ:
له کندهار او فراه څخه:- عبدالحي حبيبي، عبدالرؤف بينوا، فيض محمد انګار، محمد رسول خان پښتون، عبدالشکور رشاد، محمد ابراهيم خواخوږي او عبدالرزاق فراهي.
له ننګرهار څخه:- ګل پاچا الفت، قيام الدين خادم،صديق الله رشتين او غلام حسن صافي.
له پکتيا څخه:- نيک محمد پکتياني او غلام محي الدين زرملوال چي وخت ئي تخلص روښان ؤ.
له غزني څخه:- نور محمد تره کي.“

ښاغلي ارواښاد مير غلام محمد غبار خپل اثر (افغانستان د مسير تاريخ: دوهمه ټوک) کي د استاد خواخوږي د ويښو ځلميانو بنسټ ايښودونکي او رهبرانو څخه ليکي.
ښاغلي عبدالحميد مبارزي خپل اثر ( تحليل واقعات سياسي افغانستان) په (١١٧) مخ کي ليکي:
” حزب ويش زلميان توسط قاضي بهرام، محمد رسول پښتون، نور محمد
تره کي، عبدالحي حبيبي، عبدالهادي توخي، ګل پاچا الفت، عبدالرؤف بينوا، غلام حسن صافي، فيض محمد انګار و محمد ابراهيم خواخوږي بوجود آمد.“
ارواښاد ښاغلي محمد علم بڅرکي خپل اثر (ويښ ځلميان) استاد خواخوږي ته داسي نوموي:
”زه خپل دا وړوکي کتاب د ويښو ځلمو د کاروان هغه غړي ته ور په نامه کوم چه دوئ نه يوازي تحريک ته وفاداره، ثابت قدمه او مخلص وو بلکه پدي تحريک کي ئي خپلي اوږي او لاسونه هم تڼاکي کړي وو، د دي کاروان دا ستر شخصيت ښاغلي محمد ابراهيم خواخوږي دئ. “
او ارواښاد پڅرکي صاحب د نوموړي اثر په (٣٣) مخ کي ليکي:
” د ويښ ځلميانو مشران ښاغلي محمد رسول خان پښتون، غلام جيلاني خان مدير، قاضي عبدالصمد خان، حاجي محمد انور خان اڅکزئ، مولوي بهرام خان اڅکزئ، عبدالهادي خان هادي، حضرت محمد يوسف آغا او په حزب کي دوهم پوړ خلګ چي نسبتاً ځوانان او د فعاليت ونډه ئي زياته وه د کشرانو په رديف کي شامل وه عبارت وه له:
ښاغلي عبدالشکور رشاد، آغا محمد خان کرزي، محمد ابراهيم خان خواخوږي، محمد حسن خان، محمد حسين خان ريدي، صوفي ولي محمد خان، محمد علم بڅرکي، نور احمد شاکر، شير احمد جان، محمد علي خان، حاجي لعل محمد خان، محمد آصف خان او مسلم صاحب څخه.“
ويښ ځلميان څوک دئ تر عنوان لاندي د ارواښاد خواخوږي شعر د کندهار په طلوع افغان ورځپانه کي په ٢٤/٦/١٣٢٧ کي خپور سوئ دئ. ده په دغه شعر کي د ويښو ځلميانو مرام د قوم او کندهار ولس لپاره په ساده ژبه بيانوي ځکه چي هغه وخت حزبونه رسمي نه وه او مرامنامه نسواي نشريدلاي.

د ارواښاد خواخوږي بند:

په ١٩٥٠ ز کال کي د احمد شاه بابا د ليسي مدير او ښوونکي ؤ د ځوانانو د تنوير کولو په ګناه د حکومت لخوا بندي سو. ارواښاد مدير صاحب غلام جيلاني خان الکوزئ د ويښ ځلميانو په اړه مضمون کي چي د ويښ ځلميانو په کتاب کي خپور سوي دي د استاد خواخوږي د بند په حصه کي ليکي:
”په ١٩٥٠ ز کال کي د ويښ ځلميانو فعاليت په کندهار کي چټک سوئ ؤ لکه څنګه چه زموږ يو ملګري ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي چي د کندهار پوهني مدير ؤ د کندهار د نائب الحکومه محمد يونس خان لخوا ګرفتار سو، دا زموږ د ډلي لمړئ بندي ؤ چي د حکومت لخوا ونيول سوي، پدي وخت کي ارواښاد سردار محمد رفيق خان ماته اطلاع راکړه چي فوراً بايد د دندي څخه استعفا وکړي ما هم خپله استعفأ د ارواښاد محمد رفيق خان په لاس نائب الحکومه محمد يونس خان ته ور وليږله وروسته ملګرو د محمد ابراهيم خواخوږي د خلاصون لپاره کابل ته د تللو تصميم ونيوه.
د محمد رسول خان پښتون په سرکردګي کي د ويښ ځلميانو لمړئ جوپه شخصيتونه کابل ته روان سول هغه کسان عبارت وه له:
زه، ارواښاد محمد انور خان اڅکزي، آغا محمد خان کرزي او محمد علي خان خو عبدالهادي خان د مخه لا کابل ته تللي ؤ. په کابل کي مو د ارواښاد سردار محمد داؤد خان سره وکتل، دوئ د ملي دفاع پر وزارت سر بيره د کورنيو چارو وزارت چاري هم سنبالولي.
سردار صاحب نائب الحکومه محمد يونس خان د بي کفايتي خبري وکړي، ممد يونس خان ئي محزوله او محمد ابراهيم خان خواخوږي د بند څخه خلاص سو. موږ بريالي کندهار ته راستانه سولو. “
ارواښاد مدير صاحب جيلاني خان د خپل مصمون په بل ځاي کي ليکي:
”د کندهار ملګرو په زياته بيا خواخوږي صاحب، استاد شاکر صاحب او استاد رشاد صاحب کافي تکاليف وګالل چي د قدر وړ او نه هيرونکي دي.“

ارواښاد بڅرکي صاحب د ويښ ځلميانو د اثر په ٨٧ مخ کي ليکي:”په بنديخانه کي دننه زموږ د درو سره بڅرکي صاحب، انګار صاحب او حاجي محمد حسن خان ګذاره ښه وه که تر محمولي شکر رنجيو تير سو نو زموږ خپل منځي تعلقات او مناسبات په کامل احترام او همکاري سره تيريدل. جناب محمد ابرهيم خواخوږي پيهم او مسلسل تر هغه وخته چي موږ بنديان و هره ورځ بلاناغه حاضري راکوله پر هغه چي د باندني معلومات يي را رسولي، د کتابو تهيه ئي هم راته کوله او هم يي هره ورځ تقريباً يو کيلو متر فاصلي څخه پر خپلو مبارکو اوږو يو يو منګي پاکي اوبه له څاه څخه راته راوړلي هم ئي ځيني د باندني کورني کارونه کول لکه زما کوچنيان ئي په مکتب کي داخلول او بيا هغه هره ورځ پر بايسکل باندي مکتب ته رسول او داسي نور دا ټول کارونه ئي په يوه داسي نه ستړي کيدونکي حوصلي سره انجامول او په دومره مسلسل مداومت يي دا کار کاوه چي نظير يي لږ تر لږه ما خوندي ليدلي، که دا ووايم چي جناب خواخوږي صاحب زموږ د بنديګري خواشيني را نيمي کړي وي مبالغه به مي نه وي کړي. “
په ١٩٦٦ ز کال کي ارواښاد شهيد ميوندوال صاحب چي د هيواد د ترقي او سياسي بهير ټينګښت لپاره د مترقي دموکرات ګوند جوړ کړ نو يو شمير ويښ ځلميان هم پکښي شامل سوه چي استاد خواخوږي په کي هم ؤ او د مترقي دموکرات د ګوند په تودو مبارزاتو کي برخه درلود او په ډير جرئت سره د خپل ګوند د تګلاري په پلي کولو کي هلي ځلي کول لکه چي د وخت صدر اعظم نور احمد اعتمادي دښاغلي ميوندوال د ګوند لوړپوړي چارواکو ته ګواښني کولي نو د اطلاعات او کلتور وزارت لوي رئيسان يي د صدارت ماڼي ته غوښتي وو او په خپله وينا کي داسي ويل چي:” زه د هغه لوړ پوړي دولتي کار کونکو اړيکي د ميوندوال سره نسم زغملي او هغه ته وايم چي ميوندوال پريږدي که نه خپل دولتي موقف به د لاسه ورکړي“

چي د ښاغلي اعتمادي د خبرو څخه وروسته ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږي چي د اطلاعات او کلتور د وزارت د عامو کتابخانو ريئس او هم د شهيد ميوندوال د مترقي دموکرات د ګوند د مشرتابه شورا سکرتر ؤ په ځواب کي داسي وويل:
”ښاغلي اعتمادي!
تاسو د افغانستان د صدر اعظم په توګه دا حق لري چي زما څخه دولتي چوکي چي د رياست ده واخلي خو دا حق نلري چي ما د (٣٠) کلن ماموريت څخه وباسي.
ښاغلي اعتمادي!

 

تاسو حق لري چي د دولتي کار په رسمي وخت کي زما د سياسي فعاليت مخ ونيسي خو نسي کولي چي ما د سياسي فعاليت څخه منع کړي زه وياړم چي د ښاغلي ميوندوال ملګري وم، يم او وبه اوسم. زه د دولتي څوکي څخه تير يم خو د خپل ګوند او د ګوند مشر ميوندوال څخه نسم تيريدلي. زما د ماموريت په کلونو کي تاسو غوندي څو صدر اعظمان راغلي او تللي دي خو زه لا تر اوسه د دولت مامور يم تاسو زموږ اخبار مصادره کولاي سي ما او زما ملګري بندي کولاي سي خو زموږ سياسي مبارزي ته د پاي ټکي نسي ايښودلي ځکه زموږ سياسي لار د ولس لار ده او د اساسي قانون پر اساس د افغانستان د ملي ګټو په خاطر جريان لري. “
په ١٩٧١ ز کال کي د ځيني اختلافاتو له عمله يو شمير ويښ ځلميان په شمول د ښاغلي بينوا، علامه لوي استاد پوهاند حبيبي، علامه پوهاند اکاډمسين رشاد، ښاغلي انګار، ښاغلي خواخوږي، ښاغلي ويسا ، مدير جيلاني خان، خان عبدالهادي خان هادي، وکيل نور محمد خان، ښاغلي فتح محمد خټګر او نور رسماً د مترقي دموکرات ګوند څخه ووتل خو ارواښاد خواخوږي د ژوند تر پايه ويښ ځلمي پاته سوئ ؤ چي ويښ د هيواد خدمت ته او ځلمي په خپل همت او پاکيزګي کي.
زه په ١٩٩٢ ز کال کي د پاکستان په اسلام آباد کي مهاجر وم، د يو ليک په ترڅ د کابل د ښار د خپل منځي جګړي د لمني د پراخيدو د تشويش په خاطر مي د خپل محترم پلار څخه وغوښتل چي پاکستان ته د موقت لپاره راسي نو ارواښاد پلار مي په ځواب کي راته وليکل:
”ګرانه زويه غرزيه!
موږ تر اوسه پوري ښه يو او خداي تعالي (ج) په اور او سختيو کي ساتلي يو او هيله لرو چي وبه مو ساتي.
ګرانه زويه!

زمانه ترخي او خوږي لري؛ د ګران هيواد ښي ورځي مو تيري کړيدي، بدي به يي هم ګالو. دونه بي پاسه نه يو چي ښي ورځي مو تيري کړي وي او د بدو ئي شکايت ولرو. دا زموږ هيواد دي دلته زيږيدلي يو او دلته به مرو او ښځيږو به که چيري مو څوک د قبره سره تير سي د دعا لاسي په را پورته کي او په مړينه به مسافر نه يو. د ګران هيواد په غيږ کي به پروت يم ځکه چي په کلو کلو مي ويلي او ليکي دي چي هيواد تر هر څه راته ګران دئ.
ګرانه!
تا راته ليکي وه که دلته راسي ښه به وي.
زه وايم تاسو دي خداي (ج) له بلاؤ او آفاتو د ټولي کورني، دوستانو او وطنوالو سره وساتي ځکه چي د دي هيواد نوي ځوانان ياست او آئنده په تاسو پوري اړه لري.
موږ ته شرم دئ چي هيواد په بد حال پريږدو او موږ ځيني ولاړ سو، که ټوله مري زه دي هم مړ سم او کله ژوندي وي زه به هم ژوندي يم.
زه يقين لرم چي ته نه غواړي ماته تاريخي بدنامي پاته سي او د پنځوسو کلونو زحمتونه مي بي ځايه ولاړسي او ضرورت دئ چي ځوانان او سپين ږيري لاسونه سره ورکړي او د قوم او هيواد په لاره کي قرباني ته آماده سي او هيواد د دي حال څخه وږغوري څنګه چي خوشحال خان خټک وايي:

که آسمان دي د زمري په خوله کي ورکا
د زمـــري په خولــه کــي مــه پريږده همت

زويه!
وخت نازک دي بايد نورو ته موقع ور نه کو چي زموږ د قوم ملي يووالي او موجوديت ته صدمه ورسوي او هر څه چي ئي زړونه و غواړي هغه وکي، زه يقين لرم چي ته هم زما په عقيده يي.
هيله لرم تاسو ځوانان سره يو سي او د آئنده لپاره تياري وکي دا وخت د لاسه مه ورکوي په يو زړه، خوله او مرام سره روان سئ، خپل افغانيت او رسالت د لاسه ورنکړي او آمادګي ولري چي د هيواد او ملت لپاره خدمت وکړئ

دا وطن به بيا سمسور وي موږ به نه يو
د بلبلو به پــــري شــــور وي موږ به نه يو

ارواښاد خواخوږي د خپل مريني څخه دري ورځي د يو ليک په ترڅ ارواښاد محمد علم بڅرکي ته خپل احساسات داسي بيان کړي وو.
”ګران او محترم د څلويښتو کالو د خواږه عمر په قيمت رانيونکي سر تير، ميړني او د وياړ وړ ورور ښاغلي بڅرکي صاحب!
زه د دي ليک تر ليکلو پوري جور تکړه او ستاسو هغه خواخوږي يم، چي ستاسو جوړتيا، خوښي او ښه ژوند د لوي خداي (ج) له درباره غواړم.

ګرانه وروره!
زه زوړ سوئ يم ليکن بي ايمانه سوي نه يم ځيني مشران او ملګري مرګ راڅه بيولي اما په نامه او مشرتوب يي وياړم او ځان د دوي د لارښونو او مهربانيو پوروړي بولم. ځيني نور زماني په ظاهره ليري کړي دي اما زما زړه د دوي د ميني کور دي او د دوي په ياد ژوند کوم او فخر پري کوم چي د هغي رشتيني او د منلو وړ شخصيتونو څخه يو هم تاسو ياست چي زه غواړم خپل ټول احساسات د دغي لنډي په وسيله بيان کړم

ستـــا بـه زه هير يا که پــه ياد يـــم
زه چي قدم پر قدم ږدم تا يادومه

ګران بڅرکي صاحب!
پورتني لنډي د پاک زړه څخه را وتلي ده او د ډيرو سپيڅلو احساساتو انعکاس دئ په زړونو کي.“
ارواښاد الحاج محمد ابراهيم خواخوږي د ١٣٧١ ل کال د لړم د مياشتي په ٣ نيټه چي د ١٩٩٢ ز کال د اکتوبر د مياشتي د ٢٤ نيټي سره سمون خوري د زړه د ناروغي له امله چي ورته پيښه وه د کابل په نوي ښار کي د (٧١) کالو په عمر وفات سو.
} لوي خداي (ج) دي پر ورحميږي {

د دي اثر په وړاندي کولو سره غواړم چي د خپل خداي بخښلي پلار حق پر ځاي کړم او پدي وياړم چي پلار ما ته د نيک نوم او خواخوږي لوي ميراث پري ايښي دئ. لوئ خداي (ج) دي جنت الفردوس ور په نصيب کړي او موږ ته دي د هغه د نيکي لاري په تلو او د هغه د هيلو پرځاي کولو توفيق راکړي.

چاچي کړئ جـامعي تــه کـــم ښه کار دئ
ابـــدي ژونــدون ورکـــړئ کــرد ګــار دئ
تورو خاورو کي هيڅ مه ورپسي ګرزي
د بـــي وزلو پــه مينو کي ئــي مــزار دئ

په درنښت
غرزي خواخوږي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب