د استنجاء بیان | پوښتنې او ځوابونه

د استنجاء بیان سوال او ځواب په شکل:

پوښتنه: استنجا څه ته وايي ؟

ځواب: د غټو يا وړو متيازو له كولو وروسته كومه پليتي چې په شرمځاى لګېدلې وي دهغې  پاكولو ته استنجاء وايي .

پوښتنه: له متيازو  وروسته داستنجا كولوطريقه څه ډول وي ؟

ځواب: له متيازو وروسته په پاكه لوټه شرمځاى پاکول اوبيا وروسته يې په اوبو سره مينځل پكار دى .

پوښتنه: دمتيازو له كولو وروسته داستنجا طريقه څه ډول ده؟

ځواب: دمتيازوله كولو وروسته شرمګاه بايد دخاورو په درى يا پنځو  لوټو سره پاكه كړي اوبيايې په اوبو سره ومينځي .

پوښتنه: داستنجا حكم څه دى  ؟

ځواب: كه چېرته غټې يا وړې بولې له خپل ځاى يوې او بلې خواته تللې نه وي؛ نوبيا استنجا  مستحب ده اوكه نجاست يوې او بلې خواته تللى وي؛خو دشرعي روپۍ له کچې كم وي بيا استنجا  سنت دي اوكه چېرته پليتي له يوه درهمه زياته خپره شوې وي؛ نو بيا فرض ده .

پوښتنه: په كومو شيانو استنجا كول پكاردي ؟

ځواب: دخاورو په پاكو لوټو او ياكاڼو (تيږو) سره .

your ads

پوښتنه: په كومو شيانو استنجا مكروه ده ؟

ځواب: په هډوكى، ليدان، خوشايي اودخوراك پر شيانو ،پر ټوکر او كاغذ استنجا كول مكروه دي .

پوښتنه: په كوم لاس سره استنجا كول په كارده ؟

ځواب: په چپ لاس يې كول په كاردي په ښي لاس استنجا كول مكروه دي.

د اوبو بیان سوال او ځواب په شکل:

پوښتنه: په كومو اوبو اودس روا دى ؟

ځواب :دباران، چينې ، څاه، ويالې، درياب او ويلې شوې واورې يا د ږلۍ په اوبو ، دغټ تالاب ، په دې ټولو اوبو اودس اوغسل دواړه روادي

پوښتنه: په كومو اوبو اودس نه كېږي  ؟

ځواب: دمېوې او ونو په نښتيځل شويو اوبو ، ښوروا، هغه اوبه چې ديو پاك شي د ورګډيدو له امله يې رڼك او خوند اوښتى او ټينګې شوی وي؛ دغه رازهغه اوبه چې كمې وي او پليتي پكې لوېدلى وي  او يا حيوان پكې مړ شوى وي اوهغه اوبه چې اودس ياغسل پرې وشي  اويادپليتي اغېز پرې ډېر وي،دحرامو څارويو څخه  پاتي اوبه،د سونف، ګلاب اويا نورو درملو نه اېستل شوې خوله .

پـوښـتـنه :پر كومو اوبو چې اودس اويا غسل شوى وي هغو ته څه وايي؟

ځواب: هغو ته کارېدلې (مستعملې) اوبه وايي چې پاكې دي؛ خو پاکونکي نه دي اودس او غسل پرې نه كيږي .

پوښتنه: دكومو څارويوڅخه پاته اوبه پليتې وي  ؟

ځواب :دسپي،خنزيراو داړونکي(ښكاري)حيوان  پاتې اوبه پليتې دي، همدا راز دپشي پاته اوبه (پاته شونې) چې موږك اويا بل حيوان يې په هغه ګړۍ خوړلى وي او اوبه وڅښي نو پاتې شوني يې پاکې نه دي، دغه راز کوم سړی چې شراب وڅښي اوسمدلاسه اوبه وڅښي دهغه نه پاتې شوې اوبه هم مردارې دي .

پوښتنه: دكومو څارويو پاته شوې اوبه مكروه دي ؟

ځواب: دپشۍ نه پاتې اوبه په دې شرط چې سملاسي يې موږك خوړلى نه وي، موږك، شرموښكۍ، كوڅه ګښتې چرګې، نجاست خوړونكې غوا، مېښې، كارغه، څرخك، شاهين، اوهمداڅېر دنورو ټولو حرامو څارويو پاته شونې (پسخورده) مكروه ده .

پوښتنه: د كومو څارويو  پاته اوبه پاكې وي ؟

ځواب: دانسان، اوحلالو څارويو پاته اوبه پاكې دي ، لكه : غوا، غوايى، وزه، كوتره، زركه، اّس .

پوښتنه: د نجاست په لوېدو  كومې اوبه پليتيږي ؟

ځواب: له دوه ډوله اوبو پرته نورې ټولې اوبه مرداريږي او هغه دوه ډوله اوبه دادي:لومړى : دويالې اودرياب روانې اوبه .دويم : ډېرې ولاړې اوبه، لكه : دغټ تالاب يا لوى حوض اوبه .

پوښتنه: د ډېرو ولاړو اوبو اندازه څومره ده ؟

ځواب: هغه ولاړې اوبه چې په لس شرعي ګزه سره اوږدوالى او لس ګزه پلنوالى ولري هغه ډيرې اوبه بللى شي ، كوم حوض ياتالاب چې همدومره اندازه غټ وي ، غټ حوض اوغټ تالاب بلل كيږي .

پوښتنه: لږ اوبه دپليتي له ورلوېدلو پرته په بل كوم شي مرداريږي .

ځواب: كه په اوبو كې داسې حيوان ولوېږي اومړ شي چې بهېدونكې وينه ولري؛ نو اوبه مرداريږي  لكه : چرګه، كوتره، پشي، موږك.

پوښتنه: دلوى تالاب ياحوض اوبه څه وخت مرداريږي ؟

ځواب: كله چې په اوبو كې دنجاست خوند،رنګ، او يا بوى ښكاره شي.

پـوښـتـنه: هغه كوم ژوی دي چې په اوبو كې مړه هم شي اوبه نه مرداريږي .

ځواب :هغه ژوي (حيوانات) چې په اوبو كې پيداكيږي او هلته اوسيږي لكه : ماهى، چونګښه. اودغه څېر هغه حيوانات چې بهيدونكي وينه نه لري لكه: مچ، مياشى،كرړى، شرموښكۍ ، مېږتون، په اوبوكې ددې  شيانو په مرګ  سره اوبه نه مرداريږي .


[1] په نورو كتابونو كي په يوه شرعي روپۍ ترې تعبير شوى اودشرعي روپۍ کچه دخلاص لاس په ورغوي كي دولاړو اوبو  اندازه ده . ژباړن .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب