د استنجا او اوداسه طريقه

د استنجا بيان :

دلويو او وړو متيازو نه ورسته دبدن پاکولو ته استنجا وايي .

په اسلامي شريعت کې په استنجا کولو ډير ذيات تنګار شوي دی ځکه چه داستنجا په بې  پيروايې کې سخته ګناه ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه دغذاب قبر سبب بللې دی .

له قضای حاجت ورسته لومړی بايد دضرورت په اندازه  لوټو په ګين لاس خپل ځان ښه پاکول اوبيا اوبو باندي  پاکي حاصلول سنت دی .

دخالې متيازو نه ورسته ترهغی په لوټو باندی استنجا کول پکار دی چه دلندوالی شبهه پاتې نشي اودوچوالی پوره اطمينان حاصل شي .

که قضايی حاجت ته نه وي تللې په خالې باد يا خوب سره استنجا کول ضروری نه دي ځکه چه استنجا دنجاست لري کولو لپاره وي .

د اوداسه طريقه:

رسول الله صلی الله عليه وسلم يواځی داودس کولو دطرقې تعليم نه دی ورکړی بلکی عملاٌ د اودس طريقه ښودلی چه په لاندی ډول ده:

اول د اودس لپاره په زړه کی نيت کول –  بيا به بسم الله الرحمن الرحيم ووايي –  دواړه لاسونه تر مړوندو پورې  دری ځله پريمنځل –  بيا دری ځله په خوله ابه تيرول اوکه مسواک وي ډير ه بهتری لری ځکه چه د مسواک په باره کی په احاديثو کی ذيات ترغيب راغلی دی  اوهمدارنګه دحلق  غرغړه کول –  بيا دری ځله په پوزه اوبه تيرول او په چپ لاس سره دهغه پاکول –  بيا دری ځله مخ مينځل  ديوغوږ له نرمی څخه دبل غوږ تر نرمی پوری او دتندی له ويښتانو تر زنې  پوری که ګيره کڼه وی نو هغه به په ګوتو خلال کړی تر څو د ويښتانو بيخو ته ابه ورسيږی او که ړنګی وی نو خپله ابه ور رسيږی .

بيا دواړه لاسونه سره له  څنګلو دری ځله مينځل لومړی ښی لاس ورپسی چپ لاس مينځل ،که په ګوتو کی ګوتې يا ګتمه وی دهغه ښورول پکار دی تر څو ابه ورشی  بيا به د  دواړو لاسو ګوتې يو په بل کی واچوی خلال يی دی کړی –  بيا يو ځل د ټول سر مسح کول  داسی چه غټه ګوته اودشهادت ګوته  جلاکړي  پاتې نورې  د دواړو لاسونو دری دری ګوتې سره ولګوی دګوتو دننی حصی دی دتندی له ويښتانو دڅت  لوری ته  ترآخره کش کړي  –  بيا دی د دواړو لاسونو ورغوی دچت له لوری دمخی په لور راوګرځوی چه ټول سر مسح شي –  بيا به  دواړو غوږونه  مسحه کړی  داسی چه دشهادت ګوتی په غوږونو کی داخلی او غټی ګوتو به دغوږونو بيرونی حصه مسح کړی – بيا به دګوتو پر شا دغاړی مسح وکړی . بيا دواړه پښی دښنګرو سره دری ځله     پريمنځل  لومړی ښی پښه ورسته چپه پښه مينځل او د دواړو پښو دګوتو خلالول د لاس په کچۍ ګوته سره  ورسته دا دُعا ويل :

اَشْهَدُ اَنْ لآَّاِلهَ اِلاَّ اللهُ وَحْدّه لاَ شَرِيْکَ لَه وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدٌاعَبْدُه وَرَسُوْلُه

اَللهُمَّ اجْعَلْنِیْ مِنَ الْتَّوَّابِيْنَ وَاجْعَلْنِیْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِيْنَ

ددی نه ورسته به داودس فرضونه ،سنتونه او ماتونکی  نشر شی چه ياد ساتل يي دهر لمونځ کونکی لپاره ډير ذيات ضروری دي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب