د اسلامي حرکت د قيادت لپاره څو ضروري صفات

اسلامي حرکت چې د الله د رضا دحصول لپاره د اسلام د خدمت او دبشريت د نيکبختۍ او د ټولنې د جوړښت او اصلاح لپاره دپرلپسې هر اړخيزو هلو ځلو ولسي کار نوم دی او دا بيا د يو فردي کار پر ځای اجتماعي کار دی. اجتماعي کار خپل ځان ته اصول او قوا عد لري او دا هم بايد هېره نکړو چې کله مونږ دې کار ته د يو اجتماعي کار په حيث وګورو نواجتماعي کار ته د دوه ډوله خلکو ضرورت دی چې دواړه ځانګړي حيثيتونه لري او مسئوليتونه يې هم جدا جدا دي.

د اجتماعي کار مثال داسې دی لکه د انسان جسم چې ځيني اعضاء په کې رئيسه اعضاء بلل کېږي چې د ټول جسم د ماشين قيادت کوي او د جسم نور اعضاء هر يو په خپل ځای د هغوی سره همکار وي او په حکم يې روان وي.
په همدې ډول په اجتماعي کار کې هم ځيني افراد په اجتماعيت کې د اعضاء رئيسه حيثيت لري چې د دې لوی جسم د کنترول لپاره اساسي مسئوليت او وظيفه لري. او څومره چې جسم کې رئيسه اعضاء صحت مند او بهتر وي، په هماغه اندازه باندې بيا د دوی د خپل ښه کار او وظيفې د اجراء کولو په نتيجه کې ټول جسم ډېر فعال او بهتر وي، همدغسې څومره چې ستر جسم يعنې اجتماعي کار کې مسئولين او قيادت په ښه اوصافو متصف او ښايسته وي، په هماغه اندازه د دې ستر جسم يعنې اجتماعي کارد ښه کنترول، تفعيل او تنشيط لپاره به ښه وظيفه اجراء کړی شي. او لدې لارې نه به دغه ستر جسم ښه فعال او نتايج او ثمرات به يې ډېر ښه وي.

قرآن کريم مونږ ته يوه جامع دعا راښودلې ده، چې فرمايي (واجعلنا للمتقين اماما (الفرقان ۸۴) ای الله مونږ د متقيانو امامان وګرځوئ.

دا يوه جامع دعا ده چې په ظاهر کې خو يوه عادي دعا معلوميږي خو په حقيقت کې د دې تر شا پس منظر او شاليد کې د هاغو ټولو مسئوليتونو اوصاف د يو مسلمان نه غواړي چې په هغه باندې د يو رښتيني مسلمان تصويراو انځور تکميليږي. يو مومن چې غواړي هغه دې د متقيانو مشر وي نو په طبيعي ډول په هغه باندې لازمه ده چې د نورو مسلمانانو او مؤمنانو نه زيات متقي وي بلکې په متقيانوکې متقي وي که څه هم په ظاهري الفاظو کې خو دا خبره نشته، خو په معنی کې دا خبره پرته ده چې اى الله! ما د دې متقيانو نه زيات متقي وګرځوې.
ځکه دا بې معنی خبره ده چې سړی دې په خپله متقي نه وي او د متقيانو امامت ته دې کانديد وي،‌نو ځکه خو دې جانب کې د نورو عادي افرادو نه په مسئولينو او قيادت باندې مسئوليت زيات دی چې خپلې هر اړخيزي تقوى ته ډېر متوجې وي.
اوس به راشو د قيادت د صفاتو په باب به څو مختصرو نقاطو ته اشاره وکړو ځکه چې د اسلامي حرکت د قيادت او صفاتو په باب چې څومره وليکل شي کم دی او همېشه ليکل شوي او ويل شوي دي خو تکرار به يې له ګټې نه خالي نه وي،چې مونږ دلته په شمېر صرف څوو ته اشاره کول غواړو او د مسئولو وروڼو ورته توجه را ګرځول غواړو.

اول: د رخصتونو په مقابل کې په عزيمت عمل کول:
اصلي موضوع ته د داخلېدو نه مخکې ضروري بولم د يوې اساسی موضوع يادونه وکړم چې هغه د نيت د اخلاص موضوع ده، چې اصلا د نيت اخلاص په عبادتي امورو کې د کار په سر، منځ او آ‌خر کې بايد د ياده ونه باسو چې همدا ډېره اساسی موضوع ده، قايد دې که عادي فرد په هره درجه کې چې واقع دی هغه بايد د ټولو د مخه دې ته متوجې وي چې د کار په جريان کې نيت خالص وساتي، ځکه چې دا کار د عباداتو د قبليدو د مستلزماتو نه شمېرل کېږي.
او د دې د اهميت لپاره همدا کافي ده چې د احاديثو هر کتاب د اخلاص نيت( انما الاعمال بالنيات ) په حديث پيل شوی دی.

اوس به راشو اصل موضوع ته، د اسلام دين کې يو څه احکام مونږ ته داسې راغلي دي، چې هر مسلمان يې بايد پر ځان عملي کړي لکه لمونځونه په ځانګړي تعداد په خپل وخت باندې کول، همدارنګه په ټاکلې مياشت کې روژه نيول او داسې نور ، خو انسان ضعيف دی او همېشه په يو حال باندې نه وي. کله مريض شي، کله سفر کې وي او کله يو عذر او کله بل عذر نو په دغسې اعذارو کې الله پاک مسلمان ته د احکامو پر ځای کولو کې تخفيف او آساني ورکړې ده. مثلا که سفر ته ولاړ شي نو د څلورو رکعتونو پر ځای دوه رکعته کولی شي، روژه د سفر دمشکلاتو په وجه خوړلی شي او داسې نور، نو د مشکلاتو او اعذارو په وخت کې تخفيف شوي حکم ته رخصت او اصل حکم باندې عمل ته عزيمت وايي،او اصل په رخصت کې اباحت دی لکه د رمضان په مياشت کې د مسافر او يا مريض لپاره روژه خوړل، او همدرانګه بيا د رخصت حکم هم شايد يو تربله سره فرق ولري د امام شاطبي په تفسيرهر سړی په دې کار کې په خپله د خپل ځان فقيه او مفتي دی،‌ ځکه چې رخصت د عذر پر اساس دی. او هغه عوامل چې د رخصت لپاره د عذر پر اساس په مکاني او زماني لحاظ او د احوالو او اعمالو په لحاظ تاثير ګذار دي د يو شخص نه تر بل پورې مختلف او متنوع دي.

يو عمل کېدی شي د يو لپاره رخصت وي نو ضروري نه ده چې هغه دې د بل لپاره هم حتمي رخصت وي، خو که مونږ د موضوع فقهي اړخ پر ځای پرېږدو او تربيتي اړخ ته ولاړ شو نو لدې سره چې د رخصت ټول ډولونه او اقسام فقهاوو تعين کړي دي په دې کې هيڅ شک نشته دی، چې اعتدال په اسلام کې په ټولو کارونواو اموراتو کې يو ستر اصل دی خو بيا بشري طبيعت همېشه د رخصتونو ، اسانيو او تخفيف په لټه کې وي.

دعوتونو ته منسوب افراد چې هغوی د ټولنې د سمون او اصلاح په فکر کې وي او بيا په ځانګړي ډول تحريکي اجتماعي قيادت لپاره خو ډېره ضروري ده چې که همېشه نه وي کله ناکله او په ځيني امورو کې حتما په عزيمت باندې د عمل کولو په فکر کې وي او د رخصت په فکر کې نشي او په ځانګړي ډول د اسلام په اساسي ارکانو کې لکه لمونځ ، زکات او د روژې په باب خو بايد ډېر متوجه اوسي چې د هغې په کما حقه ادا کولو کې ترينه سستي يا کمي ونه شي، د مسلم شريف يو حديث دې چې يو ړوند صحابي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی، عرض يې وکړ چې زه په سترګو څه نه وينم او ړوند يم او د مديني په کوڅو کې ماران، لړمان او نور وحشيان ډېر دي او داسې څوک هم نشته چې ما مسجد ته را ورسوي نو که ماته اجازه وشي چې زه لمونځ کورکې اداء کړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اجازه ورکړه،‌چې کله هغه اجازه واخيسته روان شو، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورپسې غږ وکړ او بېرته يې راوغوښت، پوښتنه يې ترې وکړه، چې آيا اذان اورې؟ هغه ځواب ورکړ بلې اورم! بيا يې ورته يې وفرمايل: چې اجابت به کوې او جومات ته به راځې.

د دې حديث شريف نه معلومېږي چې د اسلام د اساسي فرائضو اوارکانو په باب سستي يا کمي دغه او هغه اعذار، الله او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم ته ډېر مهم نه دي او مسلمان په دې باب هيڅکله بايد د غفلت نه کار وانخلي، مسلمان عموما او دعوتګر خصوصا او بيا د يو اجتماعي اسلامي حرکت قيادت په ځانګړي ډول بايد متوجې وي چې هيڅکله هم ځان په رخصتونو عادت نه کړي مګر دا چې هغه واجب اويا مستحسن وي.

محضي رخصتونه لټول او د هغې نه استفاده کول د دينې مزاج په خامۍ دلالت کوي او د اسلام او اسلامي دعوت د ژور فهم سره اړخ نه لګوي، او ښکاره ده چې خدای مکړه په ديني مزاج کې خامې لمړي خو هر عام مسلمان ته او بيا يو دعوتګر لپاره هم ډېره د افسوس وړ خبره ده. اسلامي اجتماعي حرکت دقيادت لپاره خو بيا د ملامتيا وړ هم ده،‌ځکه چې دغسې خاموالی د هغه د شخصيت پورې منحصر نه پاتې کېږي بلکې لاندې افرادو ته هم سرايت کولی شي چې په مجموع کې يې ضرر ټول حرکت ته بيا رسېږي.

دويم : د قيادت خپلو افرادو سره روش او تعامل
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کلکم راع و کلکم مسئول عن رعيته (بخاري) ژباړه: تاسې نه هر يو ساتونکی او شپونکی ياست اوتاسې هر يونه د خپل رعيت په باب پوښتنه کېږي د مسلمانانو مشر راعي يعنې شپونکی اوساتونکی دی او د هغه نه به د خپل رعيت په باب پوښتنه کېږي.

او د دې نه علاوه نور هم څه اقسام رسول الله صلى الله عليه وسلم د راعيانو يعنې محافظينو او رعيتونو د مثالونو سره بيان کړي دي، د حرکتونو او دعوتونو مسئولين هم يو ډول راعيان دي او په دنيا او آخرت دواړو کې به په خپل ځای باندې دوی د خپلو افرادو په اړه د الله په وړاندې جوابده وي، او دا دومره لوی مسئوليت دی چې انسان نه د شپې خوب الوزوي. خو الحمدلله چې په اخلاص سره د دې وظيفې سرته رسول د ډير سترو اجرونو لامل ګرځي.

اوس که راشو او لږ څه د راعيانو يعنې د محافظينو او په بل عبارت د قيادت په څرنګوالي او د قيادت په تعريف ځان پوه کړو نو د علم ادارې د تعريف له مخې ‌د خپل ټاکلي هدف په لور د خلکو سازماندهي کول، منظمول او تحريکول د قيادت کار دی.
مسئوليتونه هم مختلف وي نو له همدې لامله د مختلفو کارونو لپاره مختلف نوعيت خلک د مسئوليت لپاره ټاکل کېږي او د دوی بيا مسئوليت دا دی چې خپل لاندې افراد د ټاکلي هدف په لور اماده او روان کړي او په هغوی کې د خپل هدف لپاره بشپړ او هراړخيز ذهني تجرد پيدا کړي او د هدف د لاس ته راوړولو لپاره د مبارزې او هلو ځلو روحيه په کې پيدا کړي او په هغوى کې په انفرادي او اجتما عي ډول د هغو اوصافو پيدا کولو او ځای پر ځای کولو هڅې‌وکړي کوم چې حرکت ته مطلوب وي.

د دې لنډې مقدمي نه وروسته د دوهم عنوان لاندې د قيادت او افرادو ترمنځ په تعامل او روش کې غواړم په مستقله توګه د هغو ضروري صفاتو يادونه وکړم چې مسئولين يې بايد خپلو افرادو سره په تعامل او کړنه کې رعايت کړي.

1. نرمی:
د قيادت لپاره دا ډېره ضروري خبره ده چې د خپل لاس لاندې افرادو سره د نرمۍ معامله وکړي او کله که د تنظيمي اجتماعي غوښتنو تقاضا هم وه چې افرادو سره دې جدي رفتار وشي او جدي نظم او انضباط نه دې کار واخيستل شي نوپه هغه صورت کې هم د امکان تر حده پورې د سختۍ نه بچ کېدل په کار دي او دا نه صرف د يو تاکتيک په ډول ، بلکې همدا خپل اصل مزاج وګرځوي.

حقيقت دا دی چې د نرمۍ صفت د يواجتماعي نظم د قيادت د نظام اعصاب تشکيلوي. د بشريت د فطرت خالق الله متعال يو عام انسان ته نه بلکې د بشريت مربي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ويلي دي،‌چې: (فبما رحمة من الله لنت لهم و لوکنت فظا غليظ القلب لانفضوا من حولک (ال عمران) ژباړه: د الله د رحمت په وجه د هغوی لپاره نرم زړی شوې او که چېرې بد اخلاقه او سخت زړی وې نو ستا څخه به تښتېدلي وو.

نو چې د الله رسول ته د الله لخوا د ورکړل شويو معجزاتو او مثالي شخصيت درلودلو سره دا هدايت کېږي چې ته بايد نرمي اختيار کړې او پرته له دې په خپل ځان څوک راټولولی نشې او نه ډله جوړولی شې، نو بل به لا څوک دی چې هغه دې د دې اوصافو پرته د ځان سره خلک روان کړي او ډله دې جوړه کړي او بل ځای کې بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم پخپله فرمايي چې: ان الله رفيق يحب الرفق فی الامر کله (متفق عليه) الله نرم خويه دی په هره معامله کې نرمه رويه خوښوي، او فرمايي ( من يحرم الرفق يحرم الرفق کله) (مسلم) هغه څوک چې له نرم خويې بې برخې شو هغه له خير نه بالکل محروم شو. او وايي :(ان الله رفيق يحب الرفق و يعطی علی الرفق ما لا يعطی علی العنف و مالا یعطی علی ما سواه (مسلم) الله نرم خويه دی او نرمي يې خوښېږي هغه په نرمۍ باندې هغه څه ورکوي چې په شدت او کوم بل ډول رويه باندې يې نه ورکوي.

نو اوس غور او فکر په کار دی چې د نرم مزاجۍ نه په محروميت سره انسان په خپل شخصي ژوند کې د څومره خير او نېکيو نه محرومېږي. نو بيا به د دې نعمت نه په محروميت سره څومره اجتماعي مصيبتونو ته په تنظيمي اجتماعي ژوند کې لاره خلاصېږي چې بايد هيڅکله داسې ونه شي.

او دا چې څوک په خپل تعامل او روش کې د خپل لاس لاندې افرادو سره له نرمۍ نه کار نه اخلي، تشدد او شدت نه کار اخلي نو هغه دې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې ماثوره دعا باندې هم لږ څه غور او فکر وکړي او جواب دې ورته پيدا کړي چې فرمايي: اللهم من ولی من امرامتی فشق عليهم فاشقق عليهم (مسلم)
ای الله! څوک چې زما د امت نه د يوې معاملې مسئول وي او هغې کې په خلکو سختي کوي ته په هغه باندې سختي و کړې.

2. عفو:
د نرمۍ تر څنګ بل ډېر ضروري صفت چې د قيادت په شخصيت ، اجتماعي کار او افرادو سره په اړيکو کې ډېر ضروري دي هغه د عفوې او بښنې صفت دی، چې بايد يو قيادي شخصيت يې په ځان کې ولري.

عفو د رسول الله صلی الله عليه وسلم خصوصي او ځانګړی صفت وو او د الله کتاب هم په دې تاکېد کړې کله چې د احد په غزا کې د يو شمېر مسلمانانو نه څه اشتباه کېږي او د هغوی د لږې اشتباه په وجه قريبه وه چې ګټلې جګړه مسلمانان له لاسه ورکړي او د جنګ ګټلې ميدان خدای مکړه په شکست بدل شي، ډېر صحابه کرام په شهادت رسېږي رسول الله صلی الله عليه وسلم پخپله زخمي کېږي، په حقيقت کې دا عادي اشتباه نه وه، که د دنيا بل قوماندان وای، اشتباه کوونکو ته به يې حتما سخته جزا ورکړې وه خو د الله رسول صلی الله عليه وسلم د هغوی لپاره پرته له شفقت او رحمت نه په زړه کې نور څه نه لري لکه قرآن چې فرمايي: (فبما رحمة من الله لنت لهم… ) او لدې سره الله ورته دا هدايت هم وکړ چې: فاعف عنهم و استغفرلهم و شاورهم فی الامر (ال عمران) هغوی ته عفو وکړه او د الله نه ورته بخښنه وغواړه او مشوره هم ورسره وکړه.

او يا دا چې د مکې د فتحې په ورځ‌ چې د مکې خلکو ورسره د وروستۍ درجې پورې بدسلوکي کړې ‌وه خو کله چې مکه د مسلمانانو په لاس فتحه شوه نو هغه صلی الله عليه وسلم ورته وويل چې څه فکر کوې چې څه به درسره وکړم؟ هغوی ځواب ورکړ چې مونږ د ښه تعامل هيله لرو.

رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته هغه د حضرت يوسف عليه السلام خبره په ځواب کې وکړه چې هغه د خپلو ورونو سره د تعامل مقابل کې کړې وه ،چې ( لا تثريب عليکم اليوم يغفرالله لکم و هو ارحم الراحمين) (سوره يوسف) له نن نه وروسته تاسې باندې ملامتيا نشته الله دې تاسې ته بښنه وکړي هغه ډېر رحم کوونکی دی. نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم تعامل د هر مسلمان لپاره او بيا داعيانو ته او په ځانګړي ډول د يو حرکت رهبرۍ او قيادت لپاره د لارې مشال او نمونه ده.

3. صبر او تحمل
د صبرډېراقسام دي چې يو مسلمان د مسلمان په حيث عموما او يو دعوتګر خصوصا د دعوتګر په توګه دېته ضرورت لري چې په ټولو اقسامو او ډولونو بايد ځان پوه کړي ، خو بيا د دې يو ډول صبر په اړه چې د اجتماعي کار قيادت ته ضرورت دی مولانا مودودي رحمه الله وايي:

د حرکت غړی او قيادت بايد زود رنجه او مشتعل مزاجه نه وي، بلکې متحمل او بردباره وي هغه څوک چې په مجموع کې د تعمير کار کوي او هغه چې ناچاره دی د تعمير لپاره په يوې رنځورې ټولنې کې کار کوي، خامخا د ډېرو ناوړو او رذيلو مخالفتونو سره مخامخ کېږي که په هغه کې دومره قوي اخلاقي ځواک نه وي چې د ښکنځلو او ځورولو مقابله په ورين تندي ونه کاندي د پېغورونو په اورېدو ځان ناګاره نکړي، ناروا تهمتونه، بهتانونه، او دروغ پروپاګند له يوې مخې بابېزه ونه ګڼي او په پوره ډاډ او اطمينان خپل کار ته ادامه ورنکړي نو غوره دا ده چې‌هغوی دې د دې اغزنې لارې قيادت خو لا څه چې په دې لاره کې‌قدم هم نه ږدي.

مولانا صدر الدين اصلاحي صاحب بيا وايي:
انسان خوانسان دی ضعيف دی او کله ناکله ورته په لمسونکو حالاتوکې تحمل ډېر مشکل شي مګر څومره چې دا کار تريخ دی، مېوه يې بيا په هماغه اندازه خوږه ده او تحريکي اجتماعي ژوند لپاره خو بيا د ويټامينونونه د ډکې مقوي غذا حيثيت لري د يو اسلامي حرکت رهبر او مسئول هغه چې په هره مستوی وي او په خپل ځان کې د صبر او تحمل ماده په پراخه معنی ونه لري نو صرف خپل ځان نه بلکې حرکت به هم د ځان سره د ګړنګونو نه ورګذار کړي د انسان په مقابل کې لمسونکي حرکات خامخا په انسان کې د غصې او قهر ماده راپاروي او دا يوه فطري مسئله ده خو بدي په دې کې ده چې د غصې په حالت کې تحمل ونشي او په بې صبرۍ سره ورسره عکس العمل وشي.

زمونږ لپاره د يو مسلمان په حيث هر کار کې زمونږ پېغمبرصلی الله عليه وسلم عملي قدوه او نمونه ده. او د هغه په پيروۍ او متابعت مکلف يو الله متعالی فرمايي: ( لقد کان لکم في رسول الله اسوة حسنة) د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت مونږ ته راښيي چې هغه په خپل ټول ژوند کې د خپل شخصيت په خلاف د زياتي انتقام نه دی اخيستی او په هره خبره يې صبر کړی دی، دلته د نمونې په ډول مونږ د وه مثالونه راوړو:

يو دا چې حضرت عبدالله ابن مسعود  رضی الله عنه فرمايي : د حنين د جنګ نه لاس ته راغلي اموال چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم تقسيمول نو د دعوتي هدف پر اساس يې څه اشرافو او ولسي مشرانو ته د هغوی دتاليف قلب لپاره لږ څه زياته برخه ورکړه يو ناپوه شخص چې دا حالت وليد نو تر دې يې وويل: چې دا عادل تقسيم نه دی او د الله رضا په نظر کې نه ده نيول شوې، د رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته چې دا خبر ورسېد نو مخ مبارک يې د ډېرې غصې نه تغير شو، تر دې چې تک سور وګرځېد او صرف دومره مهرباني يې وکړه: فمن يعدل اذا لم يعدل الله ورسوله ثم قال يرحم الله موسی قد اوذی باکثر من هذا فصبر (بخاري)

که الله او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم عدل ونه کړي نو بيا نور څوک عادل کېدای شي او بيا يې ‌وفرمايل، الله متعال دې موسی عليه السلام باندې رحمتونه وکړي هغه ته ددې نه هم زيات اذيت ورکړی شو، مګر هغه په هره خبره باندې صبر کړی دی.

بل مثال يې په امهات المؤمنين حضرت عائشه رضی الله عنها باندې د بهتان لګولو قصه وه، چې د هغې په نتيجه کې رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوې مياشتې سخت قلبي اذيت سره مخ شو او ډېر په مشکلاتو کې يې شپې او ورځې تېرې کړې، مګر ددې سره هم د الله عظيم پېغمبر په دې باندې د صبر او تحمل نه کار واخيست او د عالي ظرفي يوه ډېره اوچته نمونه يې خپل امت ته پرېښوده.

دا دواړه مثالونه د رسول الله صلی الله عليه وسلم، د ژوند د صبر او تحمل داسې ژوندۍ نموني دې چې هغې نه مونږ ته د هغه د صبر او تحمل اندازه کېدای شي چې په دې کې يوازې د فرد د ايمانی ژوند نه بلکې د جماعت د داخلي استحکام راز هم پروت دی او طبيعي ده چې اجتماعي ژوند کې د فرد په وړاندې دا اذيتونه حتما را پېښېږي.

په يواځې ځان ژوند تېرولو کې به انسان دکوم ځای او د چا لخوا نه اذيت وګوري او بيا څوک چې د اجتماعيت قيادت کوي هغه ته هر وخت طبيعي ده چې د اذيتونو ډېري پراته وي‌ او که اجتماعي ژوند کاميابول وغواړو د اذيتونو تحمل او په هغې باندې صبر کول يوه طبيعي او فطري قضيه ده چې بايد وګالل شي.

او همدا وجه ده چې هغه انسان چې اجتماعي ژوند تېروي او اذيتونه ګالي د هغه نه بهتر دی،‌چې هغه فردي ژوند تېروي او اذيتونو ګاللو نه ځان ساتي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
المؤمن الذي یخالط الناس و يصبر علی اذاهم اعظم اجرا من المؤمن الذي لم یخالط الناس و لا يصبر علی اذاهم.
هغه مؤمن چې خلکو سره ګډ اوسېږي او د هغوی په اذيتونو باندې صبر کوی د الله په نزد د لوی اجر خاوند دی د هغه مومن نه چې خلکو سره ګډ ژوند نه تېروي او د هغوی په اذيتونو باندې صبر نه کوی.

4. حکمت
بل ضروري صفت د تحريکي اجتماعي قيادت لپاره د خپل کار او تعامل په دوران کې د حکمت نه کار اخيستل دي چې بری او کاميابي بيا تر زياتې اندازې پورې په همدغه صفت پورې اړه لري. دا ځکه چې په دنيا کې چې څومره بشري نظامونه چليږي هغه د هوښيارو او مدبرو خلکو په لاسونو کې دي او دا يواځې ماديات نه دي، چې نظامونه چلوي بلکې د مادي وسايلو ترڅنګ عقلي، فکري او علمي ځواکونه هم کار کوي د دې نظامونو مقابل کې بل نظام قائمول څه د ماشومانو کار نه دی، د دې کار سرته رسولو لپاره ژور بصيرت او پاخه تدبير ته ضرورت دی.

مولانامودودي رحمه الله فرمايي :دا هم حکمت دی چې سړی په انساني نفسياتو پوه شي او د انسانانو سره په معامله کولو وپوهېږي په خپل دعوت او تبليغ سره د خلکو پر اذهانو د اثر غورځولو او هغوی د خپلو مقاصدو لپاره د استعمالولو په لارو چارو پوه وي هر يو ته همدا يوه دوا ورنکړي بلکې لمړی د هر يو د مزاج او ناروغتيا تشخيص وکړي او بيا يې علاج پيل کړي ټول په يوه کاڼي او يوه تله ونه تلل شي، بلکې هر ډول خلکو ډلو او طبيعتونو سره چې مخامخ کېږي نو د هغوی د ځانګړو حالاتو په نظر کې نيولو سره په هماغه ډول معامله ورسره وکړي، او دا هم حکمت دی چې انسان په خپل کار او د هغی د کولو په لارو چارو پوه وي. او د کار او مقصد په لاره کې د راتلونکو مشکلاتو او مزاحمتونو سره مقابله وکولی شي.
دا هم حکمت دی چې انسان د هغه وخت حالات په نظر کې ولري ،مواقع او فرصتونه و پېژني او په دې پوه وي چې کوم فرصت او کوم وخت کې کوم تدبير به کار واچول شي؟

5. د غوره اخلاقو خاوند وي
د اسلامي تحريک اجتماعي قيادت خاوندان بايد په دې لاره کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه په اتباع باندې يوه قدوه او نمونه انسان وي، قيادت بايد عالي ظرفه او د پراخی حوصلې خاوند وي، خوږه ژبه ولري او نرم خويه وي داسې انسان وي چې هېڅوک ترېنه د شر اندېښنه ونه لري بلکې هرڅوک ترينه د خير تمه ولري، د امتيازاتو په وخت کې شا ته وي او د مشکلاتو په وخت کې اول صف کې وي، په خپلو نيمګړتياو اعتراف ولري او د نورو د ښېګڼو قدردان او ستايونکی وي، دومره ستر زړه او پراخه حوصله ولري چې د خلکو په نيمګړتياوو او کمزوريو سترګې پټې کړي، مقصرين معاف کړي، د خلکو له تېرېو نه تېر شي،د خپل شخصي هدف لپاره انتقام اخيستونکی نه وي، د نورو په خدمت کولو خوښېږي، نه دا چې له نورو نه خدمت وغواړي.

مولانا مودودي رحمه الله وايي: هغه بايد د نورو د ستاينې نه بې نيازه او د هر ډول مذمت نه بې پروا خپله وظيفه سرته ورسوي، او د الله متعال پرته يې د هيچا درګاه ته هم د اجر سترګې نه وي نيولی، په زور او ځواک يې آواز غلې نشي په مال او دولت سره وانه خيستل شي خو د حق او راستۍ په مقابل کې يې بې له ځنډه سرټيټ شي.

هر هغه څوک چې د دا رنګه اخلاقو نمونه وي، بيا کولی شي، د خپل چاپېريال خلک پر ځان را ټول کړي او زړونه يې تسخير کړي.

دکتور صفت الله قانت

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب