د اسلامي حرکت عملي او فکري ځانګړتياوې

په نړۍ کې د اسلامي ويښتابه مخکښ هغه اسلامي حرکت دی چې د اسلامي خلافت له ړنګيدو وروسته يې د دين د اقامې او د اسلامي خلافت د بيا راژوندي کولو په موخه پر مسلمانانو غږ وکړ، د دغه ويښتابه په نتيجه کې زيات شمير حرکتونه او خوځښتونه راوټوکيدل او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو تنظيمول او پر ليکه کول پيل شول، بيلابيلې ډلې، بيلابيلې تګلارې او جلا جلا هلې ځلې په کار ولويدې چې له يوې خوا خو يې زيات شمير مسلمانانو ته د کار او دخپل ديني مسؤوليت د اداء کولو زمينه او فرصت برابر کړ، خو له بله پلوه په يو شمير خوځښتونو کې د اسلامي کار د اړينو غوښتنو او اساساتو د نه شتون له کبله په اسلامي ټولنو کې يې يو لړ ستونزې هم راوزيږولې چې په دې سره يې زيات شمير مسلمانان مصروف وساتل او د هغوی ديني جذبه اواحساس يې په غيرمسؤولانه او غير موثر کار کې بوخت کړل، لدې کبله ښايي چې په دې اړه د يو بشپړ اسلامي حرکت د يو لړ ځانګړتياوو د يادونې له لارې مسلمانو ځوانانو ته د لارې څلي، کږليچونه او کنډوونه ورپه ګوته شي.
دلته مونږ د يوبشپړاسلامي حرکت يوشمير فکري او عملي ځانګړتياوې ذکر کوو، له دې يادونې سره چې زمونږ دغه شميره د انحصار په توګه نه ده او بل پلو ته مو په تنظيمي اړخ کې د ځانګړتياوو ډيره يادونه نه ده کړې.

لومړۍ: اخلاص، للهيت اوله الله تعالی سره ريښتنې رابطه:

ترټولو د مخه دا خبره ځکه اړينه ده چې د اخلاص، للهيت اوله الله تعالی سره د ريښتنو اړيکو له لارې د ريښتني اوژمن مسلمان او د منافق ترمنځ، په قول، عمل او اراده کې توپيررامنځ ته کيږي، ډيرخوځښتونه او ډلې له همدې کبله پربله لار روان شوي اومنحرف شوي چې د قيادتونو اوغړيو نيتونه اوهدفونه پکې فاسد و، غير مخلص مشران اوغړي د خپلو مادي اونفسي غوښتنو د لاس ته راوړلو په خاطر داسلام له نامه څخه ګټه پورته کوي، موخه اوهدف يې نفسي غوښتنې وي، له اسلام څخه ورته د يوې وسيلې په توګه استفاده کوي
له همدې کبله قرآن عظيم الشان د بيلابيلو تعبيرونو له لارې په للهيت باندې ډير تاکيد کوي:
الله تعالی له بندګانوڅڅه داخلاص اوللهيت غوښتنه کوي.
الله تعالی فرمايي: وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ – البينة – ۵
او هغوی ته پرته له دې بل هيڅ حكم نه و وركړای شوی چې دالله بندګې وكړي خپل دين د هغه لپاره په خالص ګرځولو بيخي په يوه لاره او په يوه لوري شي او لمونځ قائم كړی او زكات وركړی همدا ډير زيات سم صحيح دين دي.

د مشرکو او رياکارانو عملونه به له منځه ولاړ شي او دوړه به شي:

په دې هکله الله تعالی فرمايي
وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُوراً
اومونږبه د دوی عملونوته وروړاندې شو نوهغه به د هوا دګردپه څېروګرځوو

د اخروي نجات لپاره نېک عمل اواخلاص شرط ګرځوي:

your ads

الله تعالی فرمايي: فَمَنْ كَانَ يَرْجُوا لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلاً صَالِحاً وَلا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَداً).
څوک چې له الله تعالی سره دملاقات اميدلري نوصالحه عمل دې ترسره کړي اوله الله تعالی سره دې هيڅوک هم په عبادت کې نه شريکوي.
بل پلو ته رسول الله صلی الله عليه وسلم هم په احاديثو کې د لاندې مفاهيمو په څرګندولو سره د نيت په ارزښت ټينګار کوي:

دعملونو مدار په نيت باندې څرخيږي:

په دې هکله رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى) دعملونوداراومدار په نيتونوپورې تړلی دی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم ځان ښودنه غندي، فرمايي: مَنْ سَمَّعَ سَمَّعَ اللَّهُ بِهِ وَمَنْ رَاءَى رَاءَى اللَّهُ بِهِ)
څوک چې ځان ښودنه کوي الله به د هغې سزا ورکړي اوڅوک چې خپل کارونه نوروته دځان ښودنې په نيت وراوروي نو هغه ته به هم الله تعالی سزاورکړي
په صحيح حديث کې راغلي دي چې درې ډوله خلک دي چې ترټولو لومړی به د دوزخ اور ته داخليږي:
لومړی:هغه عالم چې دالله تعالی د رضاء په خاطريې علم نه وي کړی
دوهم:هغه سخي چې په خپله سخا سره يې دالله تعالی رضاء مقصد نه وي
دريم: هغه شجاع اوزړور مجاهد اوشهيد چې دالله تعالی رضاء يې مقصد نه وي.
په يو شمير خوځښتونو کې په دې اړه يو لړ داسې ستونزې او ناروغۍ تر سترګو کيږي چې يا په فردي شکل، يا د فرکسيونونو او يا هم د مشرتابه په کچه له ورايه ښکاري، او همدا وجه ده چې دغه ناروغۍ د همدې ګوندونو او حرکتونوچې د اسلام په نامه هم دي د پرمختګ مخنيوی کوي، دلته مونږ يوازې د يو څو ستونزو نومونه اخلو:
لومړی:ځينې افراد او يا ډلګۍ غواړي چې د اسلام په نامه او په يو اسلامي کار کې رياست، مشري، محوريت او يا مقام لاس ته راوړي، د دې لپاره د يو حرکت په دننه کې ډلې، ټپلې جوړوي، منډې ترړې وهي او بالآخره د تل لپاره ځان پر حق او نور پر ناحقه ښيي، نو ددوې کار اوعمل به د الله تعالی په وړاندې هيڅ ارزښت ونه لري اوپه دنياکې به خپل ځان اونور انسانان له زيانونو سره مخ کوي او اخرت خويې هسې هم خراب دی.

ځينې افراد او يا ډلګۍ غواړي چې د اسلام په نامه او په يو اسلامي کار کې رياست، مشري، محوريت او يا مقام لاس ته راوړي، د دې لپاره د يو حرکت په دننه کې ډلې، ټپلې جوړوي، منډې ترړې وهي او بالآخره د تل لپاره ځان پر حق او نور پر ناحقه ښيي، نو ددوې کار اوعمل به د الله تعالی په وړاندې هيڅ ارزښت ونه لري اوپه دنياکې به خپل ځان اونور انسانان له زيانونو سره مخ کوي او اخرت خويې هسې هم خراب دی
دوهم: يو شمير وګړي داسې وي چې په تربيتي لحاظ ناروغه وي، زړونه يې پاک شوي نه وي، د نورو سره بغض، چل، فريب اوپه نوروباندې دغلبې مينه اومحبت يې ديته هځوي چې نوم د اسلام واخلي خو په حقيقت کې د خپل زړه بړاس کښينوي.دغه کار هم لويه مفسده ده چې دانسان عمل له منځه وړي
دريم:ځينې بيا داسې وي چې بس ديته خوښ وي چې خلک يې ستاينه وکړي او ووايي چې فلان شخص د اسلام په کار کې بوخت دی او قرباني ورکوي او په دې توګه غواړي چې د اسلام او اسلامي حرکت په نامه په ټولنه کې خپل نوم ښه کړي، دغه نيت هم فاسد دی او د انسان عمل له منځه وړي.

اخلاص اولله۱يت په څه لاس ته راځي؟

لومړی: دخپل خالق اومالک سمه پېژندنه اومعرفت، اودا عقيده غښتلې کول چې خير اوشر، نفع اوضرر ټول دالله تعالی په اختيارکې دي.
دوهم: دمخلوق ژوره اودرسته پېژندنه اومعرفت، او د مخلوق نيمګړتياوې پېژندل اوپه دې خبره پوخ يقين کول چې دالله تعالی له ارادې پرته مخلوق نه چاته ګټه رسولای شي اونه ضرراوله هغوې څخه د مدحې اوصفت طمع پرېکول.
دريم:تل له الله تعالی څخه داخلاص غوښتنه کول.
څلورم:له رياء او د ځان ښودنې له شرڅخه الله تعالی ته پناه وروړل اوپه دې اړه ماثورې دعاګانې ويل، که څوک دا وسايل په کارواچوي نو اميددی چې له دې مرض څخه نجات ومومي.

دوهمه ځانګړتيا: د موخو او مقاصدو روښانتيا

بايد داخبره خورا روښانه وي چې اسلامي حرکت دکومو موخو او اهدافو دلاس ته راوړنې لپاره کار کوي؟
اړينه خبره ده چې د اسلامي حرکت بنسټ بايد په څرګندو موخو اواهدافو باندې کېښودل شوی وي او لدې وروسته بايد په اسلامي حرکت کې کار کوونکي ته دحرکت موخې، اهداف او مقاصد ښه روښانه او واضحه وي دلته مونږ د اسلامي حرکت يو لړ اساسي اهداف ذکرکوو د دې لپاره چې خپل عمل او حرکت و ارزوو او وګورو چې آيا مونږ د همدې اساسي او مشترکو اهدافو د لاس ته راوړلولپاره کار کوو او که زمونږ کار د همدې اهدافو سره په ټکر کې دي، چې متاسفانه په يو شمير اسلامي کارونو کې همدا دوهم حالت روان دی.

د اسلامي حرکت موخې او مقاصد:

1- پرځمکه باندې د الهي شريعت اودين اقامه .
2- دمسلمانانو ترمنځ وحدت اويووالی رامنځ ته کول.
3- دالله تعالی په لارکې جهاد اومبارزه کول
4- انسانان دقران اوسنتوپه رڼاکې روزل اوتربيه کول.
5- ټول انسانيت ته الهي دين رسول
6- د دې اهدافو له پلي کولو څخه هدف دالله تعالی رضاء او د دنيا اواخرت کاميابي اونجات ترلاسه کول، په دې هکله الله تعالی فرمايي:
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ
په پاى کې هر څوك د مرګ خوند څښونكى دى او تاسې ټول د قيامت په ورځ د خپلو خپلو پوره اجرونو ميندونكي ياست، بريالى هغه څوك دى چې هلته ددوزخ له اوره وژغورل شي او جنت ته ننويستل شي، پاتې شوه دادنيا، داخوصرف يوه غولوونكې متاع ده.

درييمه ځانګړتيا: د اهل سنت والجماعت له تګلارې سره سم کار کول:

د اهل سنت والجماعت په منهج باندې عمل کول يومسلم اوضروري شرط دی
داهل سنت والجماعت عقيده اومنهج زمونږدسلفو اوصالحينو داسې تګلاره ده چې ګرد اوغبار ورباندې نشته، په دې هکله يواځې په عمومياتوباندې هم اکتفاء نشي کيدلای بلکې په تفصيلې توګه داهل سنتوپه منهج عمل پکارده، ځکه په اجمالي توګه خوهرڅوک کولای شي ځان ته اهل سنت ووايې.
يادونه
داهل سنتو ترمنځ چې په فرعي اوجزئي مسايلوکې کوم اختلاف ښکاري په هغو کې بايد يوبل معذور وګڼل شي، ځکه داډول اختلاف د اصحابو کرامو ترمنځ هم موجود و کوم مسايل چې اتفاقي دي په هغو باندې بايدپه ګډه توګه عمل وشي .

له بې لارې ډلو سره چلن او تعامل

هغه څوک چې دالله تعالی په دين کې داسې نوي شيان رامنځ ته کوي چې زمونږ په دين کې اصل ونه لري اوزمونږ د سلفوله کړنلارې څخه چپ وي، هغه کس دالله تعالی دښمن دی له هغه سره دوستي، مداهنت کول له الله او د هغه له رسول سره دښمني ده.

سلف صالحين څوک دي؟:

له سلفوصالحينوڅخه مرادصحابه کرام، تابعين، تبع تابعين زمونږڅلورګوني فقهي مذاهب او د هغوامامان اونورعام فقهاء، محدثين اوزمونږ داهل سنت والجماعت دعقيدوي منهج امامان او متکلمين دي.

بې لارې ډلې څوک دي؟

له مبتدعينوڅخه مراد هغه څوک دي چې د اصحابوکرامو، تابعينواوتبع تابعينوپه فقهي اوعقيدوي منهج باندې روان نه وي اوله خپله ځانه يې ځان ته له نصوصوڅخه په غلط استنباط سره منهج اوتګلاره جوړه کړي وي، لکه شيعه ګان او روافض، خوارج، معتزله. مرجئه، کراميه، په اوسنې عصرکې يې نوې نمونې لکه بهايان، ددينې پلوراليزم پلويان، دنوي اوماډرن اسلام پلويان اوداسې نور.
نوله همدې کبله زمونږدسلفو صالحينوکار له مبتدعينوسره دښمني کول وؤ او د هغوتشهيربه يې کاوه اوخلک به يې د هغو له شرڅخه خبرول، نودې خبرې ته بايد معاصر اسلامي حرکتونه کلکه پاملرنه وکړي، ترڅوخلک په سمه لار روان شي

څلورمه ځانګړتيا: دقران اوسنتو تفسيراوشرح دسلف صالحينودفهم مطابق

داځکه چې داصحابوکرامو ايمان او عمل زمونږ لپاره معيار دی، په قرانکريم کې راغلي دي چې (وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ ) زمونږ مفسرين په دې خبره باندې سره اتفاق لري چې له (كَمَا آمَنَ النَّاسُ ) څخه مراد اصحاب کرام دي، له دې څخه څرګنده شوه چې داصحابو کرامو عقيده او عمل زمونږ لپاره معيار دی، له همدې کبله يواځې دا کفايت نکوي چې مونږ دقران اوسنتوپه لوردعوت کوو بلکې دا قيد هم ورسره زياتوو چې د سلفوصالحينو د فهم اومنهج مطابق، ځکه دادعوه خو ټولې بې لارې شوې ډلې(فرق ضالة) هم کوي چې مونږ خلک قران اوسنتوته رادعوت کوو فرق په دې خبره کې دی چې مونږ وايوچې د سلفوصالحينود فهم مطابق اودوی يې له خپله ځانه اوپه خپله خوښه تفسير اوشرح کوي

څوک چې خپل اصول اوکړنلاره نه پېژني، موخوته نشي رسېدای:

ګردجن، ګډوډ اومجهول منهج اوکړنلاره دانسان په سلوک اوعمل کې ګډوډي رامنځ ته کوي، بلې خواته په غلط منهج او کړنلاره باندې تګ کول دخير پرځای شر رامنځ ته کوي، دمسلمان او دعوتګر دين او دنيا له ګواښ سره مخامخ کوي، ځکه د اسلامي حرکت له ټولو ستره موخه دالله تعالی رضاء ددنيا او داخرت کاميابي ده، نه داچې هسې ډلې اوټپلې جوړې شي. دټولو بنسټونو اساس سمه عقېده ده، دچاچې عقېده سمه نوي هيڅ کله هم خير نشي ترلاسه کولای، تر ټولو لومړنی شی چې يو بلونکی بايد دهغه په لور دعوت وکړي، هغه سمه عقيده ده اوسمه عقيده هماغه ده چې مونږ ته له اصحابوکرامو څخه راپاتې ده، چې په اوسني عصر کې يې داهل سنتو څلور ګوني مذاهب تمثيل کوي
دټولو بنسټونو اساس سمه عقېده ده، دچاچې عقېده سمه نوي هيڅ کله هم خير نشي ترلاسه کولای، تر ټولو لومړنی شی چې يو بلونکی بايد دهغه په لور دعوت وکړي، هغه سمه عقيده ده اوسمه عقيده هماغه ده چې مونږ ته له اصحابوکرامو څخه راپاتې ده، چې په اوسني عصر کې يې داهل سنتو څلور ګوني مذاهب تمثيل کوي

پنځمه ځانګړتيا:

په شرعي علم باندې اهتمام کول اوپه ځوانانوکې د زده کړې روحيه راژوندی کول:

شرعي علم اوتحصيل له ټولو غوره اوښه مطلب اومقصد دي، په دې اړه قرآن عظيم الشان هم په ډيرو ځايونو کې همدا مطلب بيانوي:
قرآن کريم وايي چې علم له عمل څخه مخکې او وړاندې دی، الله تعالی فرمايي: (فَاعْلَمْ أَنَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ )
پوه شه چې شان دادی چې نشته لايق د عبادت پرته له الله څخه اودخپلې ګناه بښنه وغواړه. په دې آيت کې له عبادت او استغفار څخه مخکې په علم او زده کړې امر شوی دی.
الله تعالی د علماوو مرتبه له نورو پورته ګڼي، فرمايي:(يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ).
پورته کوي الله تعالی مؤمنان له تاسې څخه اوهغه کسان چې علم ورکړل شوی هغوی ته الله تعالی لوړې درجې ورکوي.
قرآن وايي چې پوهه او ناپوهه سره برابر نه دي: ( قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ )
ورته ووايه چې اياسره برابردي هغه کسان چې پوهيږي اوهغه کسان چې نه پوهيږي؟(نه سره برابرنه دي)
علماوو ته الله تعالی څرګندې نښې ورکړي دي: (بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ).
بلکې داښکاره اياتونه دي په سينودهغوکسانوکې چې علم ورکړل شوی دی
قرآن وايی چې د الله تعالي په عظمت له عالمانو پرته بل څوک نه پوهيږي: ( وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ).
اوپه هغې باندې نه پوهيږي مګر عالمان.
له پورتنيو قراني اياتونو څخه مراد شرعي علم او پوهه ده.
بل پلو ته رسول الله صلی الله عليه وسلم هم په احاديثو کې د علم په فضيلت ټينګار کړی دی: فرمايي:
( من يرد الله به خيراً يفقهه في الدين).
په چاباندې چې الله تعالی د خيراراده وکړي نوپه دين کې پوهه ورپه برخه کړي.
( العلماء ورثة الأنبياء)).
پوهان اوعالمان دانبياوو وارثان دي.
له دې او دې ته ورته نورو احاديثو څخه شرعي علم مراد دی.
له همدې کبله ويلای شو چې د اسلامي ويښتابه ستره ځانګړتياژور شرعي علم دی:
ته په فکري جګړه کې، په فتنوباندې اوپه ګناهونوباندې پرته له شرعي علم څخه په بله کومه وسيله نشې بريالی کيدلی، زمونږ مسير اوتګلاره، زمونږ مشکلات اودامت دموجوده حالت اصلاح اوسمون پرته له ژور شرعي علم څخه په بله ذريعه نشي سميدی، دنوي نسل اوکهول روزنه، داسلامي تمدن تاسيس پرته له شرعي علم اوفقاهت څخه په بل شي نشودرولای داپه نقلی اوعقلي دلايلو ثابت حقيقت او واقعيت دی اوتاريخ هم ددې خبرې شاهد دی.

د شرعي علم او د عام ثقافت ترمنځ جمع کول:

په دې اړه استاذ عايض القرني څه ښه مقوله ذکرکړې ده هغه وايي: فكن عالماً مثقفاً ولا تكن مثقفاً فحسب، فلا يكن في رأسك إلا كلام.
له ځان څخه مثقف عالم جوړکړه يواځې مثقف له ځانه مه جوړه وه چې په سرکې دې پرته له خبروبل څه نه وي.
داسلامي حرکت يواځې داهدف نه دی چې خلک دې له اسلامي حرکت سره وتړل شي اوبس، بلکي داسلامي حرکت هدف خلکوته علم ورزده کول، په دين باندې يې پوهول، دالله کتاب او د پېغمبرصلی الله عليه وسلم په سنتواوحديثوباندې يې پوهول هدف دی، نوله همدې کبله بايد په ديني مدارسو او ديني علمي حلقاتوباندې اهتمام وشي.

شپږمه ځانګړتيا:

دنصوصو او واقعيت ترمنځ تطبيق:

د اسلامي حرکت په بچيانولازمه ده چې په قراني اونبوي نصوصوباندې اهتمام وکړي، په ياده يې زده کړي، په مدارسو اوپوهنتونوکې درسونه ووايې، معتمدتفاسير او د احاديثوشرحې او د فقهې اوعقيدې او نورضروري علوم يادکړي، چې د دې په پای کې به اسلامي حرکت ته عالمان اوداعيان په لاس ورشي او د حرکت مسير به په ښه توګه توجيه کړي.
څوک چې د نصوصوعلم ولري اوله واقعيت څخه خبر نه وي د دې مثال داسې دی لکه ډاکټر سره چې دوا موجوده وي خومرض ورته معلوم نه وي اوبل پلوته چې څوک له واقع اومرض څخه خبر وي خو دوا ورسره موجوده نه وي، مثال يې د هغه لابراتوار والا دی چې په مرض پوهيږي خو دوا ورته معلومه نه ده، نوله همدې کبله د مرض د ښې درملنې لپاره له يوې خوا بايد ښه ډاکټر موجود وي، بلې خواته بايدسمه دوا شتون ولري او بل پلوته بايد مرض هم تشخيص شوی وي.

اومه ځانګړتيا:منځلاري توب:

منځلاري توب دې ته ويل کيږي چې مسلمان په وينا، عمل، دريځونو او عقيده کې په اعتدال روان وي، له خپله ځانه په دين اوديني کارونو کې نه کمی وکړي او نه زيات والی ياپه بل عبارت له افراط او له تفريط څخه ځان وژغوري
په قرآنکريم کې الله تعالی اسلامي امت ته د منځلاري امت لقب ورکړی دي: (وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطا)

ځينې خلک داسې فکر کوي چې منځلاري توب په دې معنادی چې خلک دی په خپلو فرايضو اومسؤليتونو ډٍير ټينګار او التزام نه کوي، بلکې د واقعيت پالنې په نامه دې د خلکو سره څه ناڅه غاړه يوسي، دا يوکاملا غلط اوشيطاني تصور دی، د منځلاري توب معنادا ده چې د الله تعالی او د هغه د رسول په لارښونوپرته له کمي او زياتوالی عمل ترسره شي او په تمامه معنا الهي قانون ته غاړه کېښودل شي، ځکه چې الهي دين او قانون په منځلاري توب باندې ولاړ دی.منځلاري توب دسستۍ او تمبلۍ په معناسره نه دی

ځينې خلک داسې فکر کوي چې منځلاري توب په دې معنادی چې خلک دی په خپلو فرايضو اومسؤليتونو ډٍير ټينګار او التزام نه کوي، بلکې د واقعيت پالنې په نامه دې د خلکو سره څه ناڅه غاړه يوسي، دا يوکاملا غلط اوشيطاني تصور دی، د منځلاري توب معنادا ده چې د الله تعالی او د هغه د رسول په لارښونوپرته له کمي او زياتوالی عمل ترسره شي او په تمامه معنا الهي قانون ته غاړه کېښودل شي، ځکه چې الهي دين او قانون په منځلاري توب باندې ولاړ دی.

اتمه ځانګړتيا:تفرقه اوخپل منځي اختلاف شاته غورځول:

داخلي اختلاف، تفرقه، حسد اويوله بل سره کينه اوبغض کول بدمرض دي چې داسلامي حرکت دبريالي توب په مخه کې خنډ اومانع ګرځي، له همدې کبله قرآن عظيم الشان په ډيرو ځايونو کې امت دغه ناروغۍ ته متوجه کړی دی. دلته د يادونې په توګه يو شمير آيتونه ذکر کوم
وَلا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ).
اوتاسې دهغه چا په څېر مه کيږې چې ټوټې ټوټې شول او وروسته له دې چې دوی ته ښکاره دلايل راغلل په خپل منځي اختلاف اخته شول.
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ).
په يقيني توګه مؤمنان په خپلو کې سره ووڼه دي
:(إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا )
په يقيني توګه ستاسې دوست الله، دهغه رسول او هغه کسان دي چې ايمان يې راوړی دی.
أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ).
دمؤمنانو په مقابل کې نرمي کوونکي او دکافرانو په مقابل کې سخت دي
رسول الله صلی الله عليه وسلم هم په ډير احاديثو کې د مسلمانانو تر منځ په يووالي ټينګار کړی دی او له اختلاف، حسد او کينۍ نه يې خپل امت ويرولی دی. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی:
( المسلم أخو المسلم لا يظلمه ولا يخذله ولا يحقره..)
يومسلمان دبل مسلمان ورور دی، ظلم به ورباندې نکوي، له هغه سره به مرسته کول نه پريږي او سپکاوی کوي.
ان البغضاء تحلق الدين.
بېشکه چې بغض دين له منځه وي د کوم حرکت او ويښتابه په منځ کې چې يوله بل سره بغض، عداوت، يود بل غيبت اوکينه رامنځ ته شوه، هغه اسلامي حرکت نه دی، کله چې د افرادو تر منځ يود بل اوعيب لټونه پېل شوه هغه بيا اسلامي حرکت نه پاتې کيږي.

د کوم حرکت او ويښتابه په منځ کې چې يوله بل سره بغض، عداوت، يود بل غيبت اوکينه رامنځ ته شوه، هغه اسلامي حرکت نه دی، کله چې د افرادو تر منځ يود بل اوعيب لټونه پېل شوه هغه بيا اسلامي حرکت نه پاتې کيږي.
اسلامي حرکت هلته اسلامي حرکت ګرځي چې افراديې په دې سورت باندې عمل وکړي چې الله تعالی فرمايې:
(وَالْعَصْرِ إِنَّ الْأِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ).
سوګند پرزمانه چې په يقيني توګه انسان په تاوان کې دی مګرهغه کسان چې ايمان يې راوړی، نيک عملونه يې کړي دي، يوبل ته يې په حق باندې توصيه کړي وي او يو بل ته يې په صبر باندې توصيه کړې وي.
يوله بل سره په ورين تندي اوپه ښه توګه برخورد وکړي، د زړونو نه د کينې اوبغض په لمنځه وړو کې يو له بل سره مرستندويه واقع کيږي. سوړبرخوردکول، د مسلمان ورور سره په تريوتندي ملاقات کول، د هغه سره عداوت اوکينه اوخفګان رامنځ ته کول، په حقيقت. کې دا د هغه چاکار دی چې د ايمان له نورانيت څخه بې برخي وي او دايمان خوند يې څکلی نه وي.

نهمه: ځانګړتيا:ټول کنډوونه بندول:

هر هغه اسلامي حرکت چې په ټولنه کې هر اړخيز بدلون غواړی او د يو اسلامی نظام د رامنخ ته کولو شعار پورته کوي بايد هر هغه تخصص ته چې دنيوي اويا اخروي ګټه پکې موجوده وي زياته او د خپل ارزښت په اندازه پاملرنه وکړي. او په دې اړه خپل غړي وويشي، اوددې لپاره چې په اسلامي کارکې تکامل رامنځ ته شي بايدهرچاته دخپل استعداد مطابق کاروسپاري، ځکه چې په ټولو کارونوکې ماهر، کامل او پوره انسانان ډير لږ پيداکيږي.

اسلام تخصص ته ارزښت ورکوي

که د رسول الله صلی الله عليه وسلم روزنې ته وکتل شي نو په هغه زمانه کې هم ټول کمالونه او مهارتونه په يوه يوه شخص کې کم پېداکېدل، هغوی کې هم بېل بېل متخصصين موجود وو، ابي بن کعب رضي الله عنه دقرانکريم په قرائت كې مهارت درلوده، حضرت معاذ رضي الله عنه دحلالو او حراموپه علم کې ځانګړتيا معاصراسلامي حرکت بايد په ټولو ډګرونوکې کار وکړي او ټول کنډونه د دښمن پرمخ بندکړي، نوله همدې کبله اسلامي حرکت، عالم، واعظ، مدرس، ډاکټر، انجنير، تاجر او داسې نورو ټولو ته اړتيالري اوهرچاته بايد دخپل استعداد مطابق دنده وسپاري، داسې نه چې انجنير ته ووايې چې ته لاړ شه په مسجدکې خطبه ورکړه او ډاکټر ته دنده ورکړي چې زه ته ولاړشه په مدرسه کې دحديثو او فقهې درس ورکړه اوپه همدې توګه دشرعي علومو ماهرته دادنده ورکړي چې ته ولاړشه انجينري وکړه اوداسې نوردرلوده، علي کرم الله وجهه په قضايي اموروکې ځانګړی و، خالدرضي الله عنه دتورې سړی و اوحضرت زيد دميراث په مسايلوکې مهارت درلوداوپه همدې توګه به هرچا دخپل کار کاوه، څوک ښه سفير و، څوک تر ټولو غوره شاعر اوخطيب و چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به په خپله ورته منبر برابروه او يا به يې د زبرقان په شان د د خطابت سيالې ته وړاندې کاوه.
معاصراسلامي حرکت بايد په ټولو ډګرونوکې کار وکړي او ټول کنډونه د دښمن پرمخ بندکړي، نوله همدې کبله اسلامي حرکت، عالم، واعظ، مدرس، ډاکټر، انجنير، تاجر او داسې نورو ټولو ته اړتيالري اوهرچاته بايد دخپل استعداد مطابق دنده وسپاري، داسې نه چې انجنير ته ووايې چې ته لاړ شه په مسجدکې خطبه ورکړه او ډاکټر ته دنده ورکړي چې زه ته ولاړشه په مدرسه کې دحديثو او فقهې درس ورکړه اوپه همدې توګه دشرعي علومو ماهرته دادنده ورکړي چې ته ولاړشه انجينري وکړه اوداسې نور

لسمه ځانګړتيا: په خپلونېمګړتياووباندې اعتراف اوله الله پاک څخه بښنه غوښتل:

ددې خبرې معناداده چې دعوتګران به د خپل ځان تزکيه نکوي او له عجب، فخر او له تکبر اولويۍ څخه به ځان ساتې، بلکې اسلامي دعوتګر بايدتل خپل نفس ملامت کړي اوپه خپله نيمګړتيابه اعتراف کوي، په دې اړوند الله پاک داسې فرمايلي دي:
( وَلَوْلا فَضْلُ اللَّهِ عليکُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَى مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ أَبَداً وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ
اوکه پرتاسې باندې دالله فضل او رحمت نه وای نوپه تاسې کې به تل لپاره چا پاکي نه وه ترلاسه کړې، خولکن الله پاکوي له شرک څخه هغه څوک چې خوښه يې شي
په بل ځای کې الله تعالی فرمايلي دي( فَلا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى).
نوتاسې دخپلو نفسونو تزکيه مه بيانوی، هغه ښه عالم دی په هغه چاباندې چې تقوی يې غوره کړې ده.
داعي به د الله په لارکې مبارزه، جهاداو کوښښ کوي خوله دې سره به داخبره هم مني اواعتراف به ورباندې کوي چې مونږ نيمګړتياوې لرو، ګناه ګاريو الله به له مونږ سره څه ډول معامله کوي؟کامل ذات الله تعالی دی، عصمت دالله تعالی رسول ته حاصل دی
بل پلو ته اسلامي حرکت بايد دا هڅه هم وکړي چې په اجتماعي توګه او د خپلو غړوپه کچه دکبيره ګناهونو له ارتکاب څخه ډډه وکړي، د دې خبرې معنادا ده چې صغيره ګناهونه له سړي څخه واقع کيږي، البته کبيره اوسترګناهونه د هلاکت اوتباهۍ لامل ګرځي، صغيره ګناهونه په نېکيوسره محوه کيږی اونيک عملونه دکبيره ګناهونولپاره کفاره او رژونکي دي اود کبيره ګناهونولپاره توبه ضروري ده .
الله تعالی دې مونږ تاسې ترې په خپل امان کې وساتي الله تعالی فرمايلي دي:
(إِنْ تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُدْخَلاً كَرِيماً).
که تاسې له سترو ګناهونو څخه ځان وژغورې نومونږبه ستاسې واړه ګناهونه ورژوو اوتاسې به غوره ځای(چې هغه جنت دی ) ته ورداخل کړو.


قافله میاشتنۍ مجله، پرلپسې ۴۳ ګڼه، د ۱۳۸۹ کال د اسد میاشت

مولوی امين الله ازره وال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب