د اسلامي خلافتونو او خلفاوو تاریخ او لنډه پېژندنه

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له وفاته تر دې دمه څلور ستر او مشهور خلافتونه تېر شوي:

لومړی: د راشدینو خلافت

د دې خلافت ټوله مده تقریبا (۳۰) کاله وه، ټول خلفاء یې (۴) تنه وو، او دوی د امت تر ټولو غوره لارښودان و ځکه ورته راشدین وای.

١ / أبوبكر الصديق له ١١ تر ١٣ هجري پورې
٢ / عمر بن الخطاب له ١٣ ېتر ٢٣ هجري پورې
٣ /عثمان بن عفان له ٢٣ تر ٣٥ هجري پورې
٤ / علي بن أبي طالب له ٣٥ تر ٤٠ هجري پورې

دویم : د امویانو خلافت

د دې خلافت ټوله مده تقریبا (۹۳) کاله وه، ټول خلفاء یې (۱۴) تنه وو، مؤسس یې معاویه ابن ابي سفیان رضی الله عنهما و، د معاویه دویم نیکه امیه و چې له همدې امله دوی ته امویان او واکمني ته یې امویه خلافت وای.

١ / معاوية بن أبي سفيان له ٤١ تر ٦٠هجري پورې
٢ / يزيد بن معاوية له ٦٠ تر ٦٤ هجري پورې
٣ / معاوية بن يزيد ” څلور یا پنځه میاشتي ”
٤ / مروان بن الحكم له ٦٤ تر ٦٥ هجري پورې
٥ / عبدالملك بن مروان له ٦٥ تر ٨٦ هجري پورې
٦ / الوليد بن عبدالملك له ٨٦ تر ٩٦ هجري پورې
٧ / سليمان بن عبد الملك له ٩٦ تر ٩٩ هجري پورې
٨ / عمر بن عبدالعزيز له ٩٩ تر ١٠١ هجري پورې
٩ / يزيد بن عبدالملك له ١٠١ تر ١٠٥ هجري پورې
١٠ /هشام بن عبدالملك له ١٠٥ تر ١٢٥ هجري پورې
١١ / الوليد بن يزيد له ١٢٥ تر ١٢٦ هجري پورې
١٢ / يزيد بن الوليد ” یوڅو میاشتي ”
١٣ / إبراهيم بن الوليد له ١٢٦ تر ١٢٧ هجري پورې
١٤ / مروان بن محمد له ١٢٧ تر ١٣٢ هجري پورې

دریم: عباسي خلافت

د دې خلافت ټوله مده تقریبا(۵۲۴) کاله وه، ټول خلفاء یې (۳۷) تنه وو، مؤسس یې ابراهیم ابوالعباس و ، د ابوالعباس دریم نیکه العباس ابن عبدالمطلب رضی الله عنه و، چې له نوموړي سره د نسبت له امله دوی ته عباسیان او واکمني ته یې عباسي خلافت وای.
١ / أبوالعباس له ١٣٢ تر ١٣٦ هجري پورې
٢ / أبوجعفر المنصور له ١٣٦ تر ١٥٨ هجري پورې
٣ / أبوعبدالله المهدي له ١٥٨ تر ١٦٩ هجري پورې
٤/ موسى الهادي له ١٦٩ تر ١٧٠ هجري پورې
٥ / هارون الرشيد له ١٧٠ تر ١٩٣ هجري پورې
٦ / الأمين بن هارون له ١٩٣ تر ١٩٨ هجري پورې
٧ / المأمون بن هارون له ١٩٨ تر ٢١٨ هجري پورې
٨ / المعتصم بن هارون له ٢١٨ تر ٢٢٧ هجري پورې
٩ / الواثق بالله له ٢٢٧ تر ٢٣٢ هجري پورې
١٠ / المتوكل على الله له ٢٣٢ تر ٢٤٧ هجري پورې
١١ / المنتصر بالله له ٢٤٧ تر ٢٤٨ هجري پورې
١٢ / المستعين بالله له ٢٤٨ تر ٢٥٢ هجري پورې
١٣ / المعتز بالله له ٢٥٢ تر ٢٥٥ هجري پورې
١٤ / أبواسحاق المهدي له ٢٥٥ تر ٢٥٦ هجري پورې
١٥ / أبو العباس المعتمد له ٢٥٦ تر ٢٧٩ هجري پورې
١٦ / المعتضد بالله له ٢٧٩ تر ٢٨٩ هجري پورې
١٧ / المكتفي بالله اه ٢٨٩ تر ٢٩٥ هجري پورې
١٨ / المقتدر بالله له ٢٩٥ تر ٣١٧ هجري پورې
١٩ / ابو الفضل له ٣١٧ تر ٣٢٠ هجري پورې
٢٠ / أبو منصور القاهر له ٣٢٠ تر ٣٢٢ هجري پورې
٢١ / الراضي بالله له ٣٢٢ تر ٣٢٩ هجري پورې
٢٢ / أبوالعباس المتقي بالله له ٣٢٩ -٣٣٣ هجري پورې
٢٣ / المطيع لله له ٣٣٤ تر ٣٦٣هجري پورې
٢٤ / الطائع لله له ٣٦٣ تر ٣٨١ هجري پورې
٢٥ / القادر بالله له ٣٨١ تر ٤٢٢ هجري پورې
٢٦ / القائم بأمر الله له ٤٢٢ تر ٤٦٧ هجري پورې
٢٧/ المقتدي بالله له ٤٦٧ تر ٤٨٧ هجري پورې
٢٨ / المستظهر بالله له ٤٨٧ تر ٥١٢ هجري پورې
٢٩ / المسترشد بالله له ٥١٢ تر ٥٢٩ هجري پورې
٣٠ / الراشد بالله له ٥٢٩ تر ٥٣٠ هجري پورې
٣١ / المتقي لأمر الله له ٥٣٠ تر ٥٥٥ هجري پورې
٣٢ / المستجير بالله له ٥٥٥ تر ٥٦٦ هجري پورې
٣٣ / المستضيئ بالله له ٥٦٦ تر ٥٧٥ هجري پورې
٣٤ / الناصر لدين الله له ٥٧٥ تر ٦٢٢ هجري پورې
٣٥ /الظاهربأمر الله له ٦٢٢ تر ٦٢٣ هجري پورې
٣٦ / المستنصر بالله له ٦٢٣ تر ٦٤٠ هجري پورې
٣٧ / المستعصم بالله له ٦٤٠ تر ٦٥٦ هجري پورې

د عباسي خلافت تر ړنګېدو وروسته اسلامي نړۍ پر مختلفو واکمنیو او کوچنیو خلافتونو ووېشل شوه، مسلمانان په خپل منځ کې بې اتفاقه شول او هغه تورې چې دوی به د دښمن پر سرونو تېره کولې په خپلو کې یې د یو بل پر خلاف را ووېستلې، او په یوه امت کې لسګونه فرقې رامنځ ته شوې چې دې حالت (۴۲ )کاله دوام وکړ او بیا په (۲۹۸) هجري کال کې الله تعالی پر امت رحم وکړ، مسلمانان سره یو شول او عثماني خلافت رامنځ ته شو.

څلورم: عثماني خلافت

د دې خلافت مده تقریبا (۶۴۴) کاله وه، ټول خلفاء یې (۳۷) تنه وو، مؤسس یې عثمان غازي بن ارطغرل و، چې له نوموړي سره د نسبت له امله دوی ته عثمانیان او واکمني ته یې عثماني خلافت وای.

١/ عثمان غازي بن أرطغرل له ٦٩٨ – ٧٢٦ هجري پورې
٢/ أورخان غازي بن عثمان له ٧٢٦ -٧٦٣ هجري پورې
٣/ مراد الأول بن أورخان له ٧٦٣ – ٧٩١ هجري پورې
٤/بايازيد الأول له ٧٩١ تر ٨٠٤ هجري پورې
٥/ محمد جلبي الأول له ٨١٦ تر ٨٢٤ هجري پورې
٦/ مراد الثاني له ٨٢٤ تر ٨٥٥ هجري پورې
٧/ محمد الثاني ” الفاتح ” له ٨٥٥ تر ٨٨٦ هجري پورې
٨ / بايازيد الثاني له ٨٨٦ تر ٩١٨ هجري پورې
٩ / سليم الأول له ٩١٨ تر ٩٢٦ هجري پورې
١٠ / سليمان القانوني له ٩٢٦ تر ٩٧٤ هجري پورې
١١ / سليم الثاني له ٩٧٤ تر ٩٨٢ هجري پورې
١٢/ مراد الثالث له ٩٨٢ تر ١٠٠٣ هجري پورې
١٣ / محمد الثالث له ١٠٠٣ تر ١٠١٢ هجري پورې
١٤ / أحمد الأول له ١٠١٢ تر ١٠٢٦ هجري پورې
١٥ / مصطفى الأول له ١٠٢٦ تر ١٠٢٧ هجري پورې
١٦ / عثمان الثاني له ١٠٢٧ تر ١٠٣١ هجري پورې
١٧ / مراد الرابع له ١٠٣٢ تر ١٠٤٩ هجري پورې
١٨ / إبراهيم عصبي له ١٠٤٩ تر ١٠٥٨ هجري پورې
١٩ / محمد الرابع له ١٠٥٨ تر ١٠٩٩ هجري پورې
٢٠ / سليمان الثاني له ١٠٩٩ تر ١١٠٢ هجري پورې
٢١ / أحمد الثاني له ١١٠٢ تر ١١٠٦ هجري پورې
٢٢ / مصطفى الثاني له ١١٠٦ تر ١١١٥ هجري پورې
٢٣ / أحمد الثالث له ١١١٥ تر ١١٤٣ هجري پورې
٢٤ / محمود الأول له ١١٤٣ تر ١١٦٨ هجري پورې
٢٥ / عثمان الثالث له ١١٦٨ تر ١١٧١ هجري پورې
٢٦ / مصطفى الثالث له ١١٧١ تر ١١٨٧ هجري پورې
٢٧ / عبدالحميد الأول له ١١٨٧ تر ١٢٠٣ هجري پورې
٢٨ / سليم الثالث له ١٢٠٣ تر ١٢٢٢ هجري پورې
٢٩ / مصطفى الرابع له ١٢٢٢ تر ١٢٢٣ هجري پورې
٣٠ / محمود الثاني له ١٢٢٣ تر ١٢٥٥ هجري پورې
٣١ / عبدالمجيد الأول له ١٢٥٥ تر ١٢٧٧ هجري پورې
٣٢ / عبدالعزيز الشهيد له ١٢٧٧ تر ١٢٩٣ هجري پورې
٣٣ / مراد الخامس له ١٢٩٣ تر ١٢٩٣ هجري پورې
٣٤ / عبدالحميد الثاني له ١٢٩٣ -تر ١٣٢٧ هجري پورې
٣٥ / محمد رشاد الثاني من ١٣٢٧-١٣٣٦ هجريا
٣٦ / محمد وحيد السادس له ١٣٣٦-١٣٤١هجري پورې
٣٧ / عبدالمجيد الثاني ” د مسلمانانو وروستی خلیفه ”
له ١٣٤١ تر ١٣٤٢ هجري پورې.

د عثماني خلافت له نسکورولو وروسته اسلامي هېوادونه د انګریزانو تر استعمار لاندې راغلل، دوی په خپل شیطاني سیاست مسلمانان دوکه کړل، له عربو سره کړي ژمنې یې ترپښو لاندې کړې، او هغه عرب مسلمانان چې پر دوی خوشباوره وو خپل لاسپوڅي وګرځول.
د مسلمانانو ترمنځ یې نوې جغرافیې حدود رامنځ ته کړل او په لسګونو هېوادونو یې ووېشل، د دوی ترمنځ یې د قومي، نژادي او ژبني نفاق تخم وشېنده چې په پایله کې اسلامي امت د تاریخ تر ټولو بد حالت سره مخ شو چې اوس هم همدا حالت دوام لري او ترڅوچې اسلامي امت متحد نه شي تر هغو به دا حالت دوام کوي.

د اسلامي امت د وېښتابه او
یووالي په هېله
نورالله عزام

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب