د اسلامي دعوت څلور مهمې غوښتنې (مودودي)

د منځني امت كيدو له امله د دين اقامت او د حق ګواهي وركول د اسلامي امت بنسټيز ې دندې دي. كومه ډله چې د دين د بلنې او د في سبيل الله مجاهدې لپاره راپورته شوي وي د هغوى لپاره د لاندې صفاتو درلودل حتمي دي.

په پراخه مانا صبر:

تر ټولو لمړى ځانګړتيا چې پر ې ډير ټينګار شوى دى صبر دى. له صبر پرته د الله لارې كې خو لا څه چې په هره لار كې هلې ځلې كول ناشوني دي توپير يواځې دومره دې چې د الله لار كې يو ډول صبر اړين دې او د دنيا لپاره د خوارې په لار كې بل ډول ليكن په هر حال صبر يو حتمي شى دى. صبر ډير اړخونه لري، يو اړخ يې دا دى چې د زر غوښتنې يا جلدبازئ نه په كلكه سره ډډه وشي دويم اړخ يې دا دى چې د الله لار كې د منډو ترړو په اوږدو كې د رامنځ ته كيدونكو سختيو، مخالفتونو او ربړونو په مقابل كې په كلكه سره ودريږې، له ځانه مقاومت وښائې او يو ګام هم شا ته نه شې دريم اړخ يې دا دى چې كه چيرې د ډيرو هڅو سره سره كومه روښانه پايله لاس ته رانه شي نو بيا هم همت له لاسه ورنه كړې او خپلو هڅو ته همغسې ادامه وركړې. يو بل اړخ يې دا دى چې كه چيرې د مقصد په لاره كې د لويو نه لويو خطراتو، طمعو يا هم ويرو او نقصاناتو سره مخ كيږې نو بيا دې هم پښه ښويه نه شي او دا هم د صبر يوه څانګه ده چې د پاريدونكو جذباتو په سختو نه سختو شيبو كې خپل ذهني توازن وساتي د جذباتو څخه د اغيزمن كيدو له امله كوم ګام پورته نه كړې او هر وخت په سكون، ارامئ، عقل او سړې سينې سره پريكړې كوي.
بيا حكم يواځې د صبر نه دې بلكې ورسره د مصابرت غږ هم شوى دى يعنې باطل ځواكونه چې د خپل باطل مقصد لپاره په كوم زور سره كلك شوې دي تاسې هم په همغه اندازه ټينګ شئ او مقابله وكړئ. ددې لپاره د اصبرو سره سم د و صابرو حكم راغلى. د كومو خلكو په مقابل كې چې تاسې دحق توغ پورته كړى او راپورته شوې ياست د هغوئ د صبر سره خپل صبر پرتله كړئ او بيا فكر وكړئ چې ستاسې دصبر تناسب څومره دې ؟ شايد مونږ د هغوئ په مقابل كې د ۱۰% دعو ى كولو وړتيا هم ونه لرو. د با طل د غا لبولو لپاره چې هغوئ كوم صبر ښودلى دى د هغې كچه د وروستني جنګ (دوهم نړيوال جنگ) حالاتو ته له كتنې وروسته معلومولى شو. څرنګه د وخت په اوښتو سره دغې خلكو خپلې هغه كارخانې، ښارونه او ريلوې سټيشنونه په خپلو لاسونو والوزول چې دهغې په ابادولو يې كلونه كلونه خوارئ او بيشماره پيسې لګولې وې. هغوئ د هغه ټانكونو مخې ته سينې وړاندې كولې چې لښكرې دخپلو اوسپنيزو پايو سره چيتوي. د دښمن د هغه الوتكو د سوري لاندې ودريدل چې د مرګ وزرې يې وهي او الوزي. تر څو چې د هغوئ په مقابله كې زمونږ صبر تر ۱۰۵% تناسب ته نه وي رسيدلې د هغوئ سره د جنګ كولو جرائت نه شو كولائ. هركله چې د سروسامان له لحاظه مونږ د هغوئ په وړاندې كوم حيثيت نه لرو نو دغه كمي خو بايد په صبر سره پوره كړو.

د سرښندنې (ايثار) جذبه:

دويم صفت چې د مجاهد لپاره حتمي دى د سرښندنې جذبه ده، د وخت قرباني، د كوښښونو او مال سرښندنه. د سرښندنې په ميدان كې هم د باطل د توغ پورته كونكو په مقابله كې مونږ ډير وروسته پاتې يو. په داسې حال كې چې د سروسامان د كمي له وجې په دغه ډګر كې هم مونږ ته له دښمن څخه په ميلونو ميلونو وړاندې والې په كار وو ليكن له بده مرغه زمونږ حالت داسې دى چې زمونږ يو يو نفر د شلو، پنځوسو، سلو او زرو روپو مياشتني معاش لپاره خپلې ټولې وړتياوې او استعدادونه پر دښمن باندې پلوري او په دې ډول زمونږ د ملت قيمتي مرغلرې زمونږ هيڅ په ښه نه راځي. دغه دماغي استعداد لرونكې پاټكى نه شي كولائ چې هغه ستر عايدات پريږدي او د اړتيا وړ كمي معاوضې په بدل كې خپل خدمتونه دلته (اسلامي خوځښت ته) را وړاندې كړي. بيا تاسې ووائي كه چيرې دغه خلك دومر ه سرښندنه او قرباني نه شې كولائ او په دغه لار كې ددومره ليوالتيا سره هم كار نه شي كولائ نو بيا به اسلامي خوځښت او تحريك څه ډول ميوه وركړي. ښكاره خبره ده چې هيڅ خوځښت يواځې د داوطلبانو په كار مخكې نه شي تللې. په جماعتي كار كې داوطلبان د يو چا په وجود كې د لاس او پښې هومره ارزښت لري. د درزيدونكي زړه او فكر كونكو دماغو په نشتوالي كې به دغه لاسونه او پښې يا د وجود نور غړي څه كار وكړي. په بله وينا مونږ د داوطلبانو څخه د كار اخستو لپاره قوي جنرالانو ته اړتيا لرو ليكن غم دادې چې څوك زړه او دماغ لري هغوئ په دنياوي پرمختګ زړونه بايللي دي، ځانونه يې په ماركيټ كې بولي ته وړاندې كړي دي او د هغه چا خواته درومي څوك چې لوړه بيه وركوي. د نصب العين يا هدف سره زمونږ د بهترينوخلكو اړيكې اوس په هغه كچه كې نه دي چې ددغه نصب العين لپاره خپلې ګټې خو لاپريږده حتىٰ د ګټو امكانات قربان كړي. د سرښندنې ددغه كچې په درلودو كه تاسې دا تمه لرئ چې زمونږ په مقابله كې به د نړئ هغه ورانكاري چې هره ورځ په لسګونو ميليونه روپۍ او په سلګونو زره ځانونه قربانوي ماتې وخوري نو دا په وړه خوله د غټو خبرو كولو مانا لري.

د زړه لګونه (مينه او ليوالتيا):

د الله د لارې مجاهد لپاره بل صفت دادى چې د اسلامي دعوت سره خپل زړه ونښلوي او په مينه او ليوالتيا سره كار وكړي. يواځي په دماغي ډول ددغه خوځښت پيژندل او په هغه باندې په عقلاني ډول قانع كيدل خو په دې لار كې د كار كولو لپاره يواځې لومړنې ګام دې او په همدومره اغيز منتيا سره كار په وړاندې نه درومي اړتيا خو ددې خبرې ده چې په زړه كې يو اور بل شي، كه ډير نه وي نو كم له كمه دومره اور خو دې ارومرو په لمبو شي څومره چې دخپل كوچني زوئ په ناروغه حالت كې دليدلو له امله ستاسې په زړه كې بليږي، زر تر زره يې غيږ كې را اخلئ او ډاكټر ته يې رسوئ. يا هم دومر ه څومره چې په كور كې د غلې په خلاصيدو يا نه پيدا كيدو بليږي او سړې منډو رامنډو ته اړ كوي او په ارامه يې ناستې ته نه پريږدي.په سينو كې داسې جذبه پيدا كول په كار دي چې زړه هر وخت د خپل هدف سره لګيدلې وي، زړه او دماغ داسې يو ډول كول چې خپله ټوله پاملرنه په داسې توګه دې لور ته په راوګرځوي چې كه چيرې شخصي يا كورنى كار ستاسې پام بل لور ته اړوي نو هم چي په ډيره ناخوښۍ سره هغه لور ته پام وكړئ. هڅه وكړئ چې ستاسې د وړتياوو او وخت كمه له كمه برخه ستاسې په شخصي كارونو كې او زياده برخه د ژوند د مقصد لپاره وكارول شي.
ترڅو چې د زړه داسې لګونه نه وي او تاسې په ټول وجود سره په دغه كار كې ورنننوځئ، نو يواځې تش په ژبنيو ويلو سره هيځ نه كيږي.ډير خلك په دماغي ډول سره زمونږ سره وي خو داسې خلك كم دي چې د زړه په لګولو سره د ځان، زړه او خولې په كارولو په دغه كار كې ورګډشي.زما يو نږدي ملګرى د چاسره چې زما شحصي او جماعتي اړيكې ډيرې ژور ې دي په دې نږديو كې راته په دې اعتراف وكړ چې تر اوسه زه يواځې په دماغي اطمينان او قناعت سره د جماعت سره شريك ووم خو اوس مې دا شيان زړه ته كوز شوي دي او هلته يې د روح يه كور قبضه اچولې ده.زه غواړم چې هر يو څوك دې دغسې پخپله په خپل ځان كره كتنه وكړي چې ايا يواځې دماغي غړى دى او كنه په زړه كې يې د مقصد اور په لمبو دى.بيا كه چيرې د زړه لګونه نه محسوسيږي نود پيدا كونې په اړه يې بايد فكر وكړو. كله چې د زړه لګيدل رامنځ ته شي هلته بيا د ټيل وهلو او ديكه كولو والا ته اړتيا نه وي، بيا دغه اوسنې حالت نه رامنځ ته كيږي چې كه چيرته د تحريك ركن شاته ولاړ شي يا هم له هغه ځايه كډه وكړي نو په هغه ځائ كې د تحريك كار په ټپه ودريږي ددې پرخلاف بيا داسې حالت وي چې هر سړې داسې كار كوي لكه څرنګه چې هغه د خپل ناروغه بچي لپاره كوي.
خداى مكړه، كه چيرې ستاسې بچى ناروغه وي نو تاسې د هغه د مرګ او ژوند پيښه هيځ كله بل چاته نه پريږدئ. دا امكان نه لري چې تاسې داسې عذر وكړئ او ارام كينئ چې څوك د ناروغ پوښتنې والا نه وو، څوك د دوا راوړلو والا نه وو، څوك نه وو چې ډاكټر ته تللائ وائ. كه هيڅوك هم نه وي نو تاسې به دا هر څه شئ ځكه چې بچې د بل چا نه ستاسې خپل دى. ناسكه پلار خو بچې د مرګ په كومي كي هم پريښودلائ شي خو ريښتونې پلار څه ډول خپله د ځګر ټوټه په مرګوني حالت كې پريږدي. د هغه په زړه كې خو اور بليږي دغه رنګه كه تاسې دغه اسلامي دعوتي كار سره د زړه له تله اړيكې ولرلې نو بيا به هيڅكله تاسې د دين كار نورو ته نه پريږدئ او نه به بيا دا امكان ولري چې د نورو د تيروتنو، بې پروايي او ناوړه كړنو په بهانه يې مرګونې حال پريږدئ او تاسې په نورو كارونو كې ځانونه بوخت كړئ. دا ټولې خبرې دا را په ګوته كوي چې د الله د دين او دهغې د سرلوړئ او پورته كونې لپاره ستاسې اړيكې ناسكه دي كه چيرې ريښتوني او سكه اړيكي وى نو بيا به تاسې هر يو د ځان په بدله ددين لپاره هلې ځلې كولى. زه تاسې ته په څرګند ډول وايم كه چيرته ددين په لاره كې تاسې په داسې حالت كې ګام اخلئ چې د دين سره مو د زړه لګونې كچه له خپلو بچو او ښځو سره د مينې د كچې څخه كمه وي نو پايله به د شاتګ نه پرته نور هيڅ نه وي او دابه داسې يوه په شاتګ وي چې تر مودو مودو به زمونږ نسلونه ددې خوځښت دنوم اخستنې جرائت هم ونه كړي. د لويو لويو كارونو د سرته رسولو د غږ پورته كولو نه وړاندې د خپلې اخلاقي پياوړتيا او د زړه د ځواك كچه وارزوۍ او د مجاهده في سبيل الله لپاره چې د كوم زړه او ځګر اړتيا ده هغه په ځانونو كې پيدا كړئ.

منظمې او پرلپسې هلې ځلې:

څلورم او ډير اړين صفت دادې چې مونږ د الله په لار كې د پرلپسې، نه ستړي كيدونكي او منظم كار عادت واخلو.له اوږده مهاله زمونږ د ملت عادت دى چې كله هم كوم كار سرته رسوي نو زر تر زره دې سرته ورسيږي.كه كوم ګام اخلو نو ضرور دې په هغې كې غوغا او شورماشور وي كه څه هم په مياشتو مياشتو سرته رسيدلې كار له منځه ځي. مونږ بايد دغه عادت بدل كړو ددې پرځاي مونږ بايد په تدريج او بي شورماشوره كار ځان تمرين كړو. وړوكې نه وړوكې كار هم(چې په خپل ځائ كې ضروري وي) كه چيرې در وسپارل شي نو بايد په سړه سينه پرته له دې چې بيړه په كې وشي او غوغا جوړه شي د ټول عمر د پاره په پوره صبر سره بايد ځان په كې بوخت كړو. مجاهده في سبيل الله كې هر وخت ډګر نه ګرميږي او نه هم هر څوك په مخكې ليكو كې جنګيدلائ شي. يو مهال ډګر ته د راوتلو لپاره ډيرى وخت پنځه ويشت پنځه ويشت كاله په چوپه خوله چمتووالى كيږي، په وړاندې ليكه كې كه چېرې په زرګونو خلك جنګيږي نو د هغوئ شاته په لكونو خلك د جنګي وسايلو د برابرولو په وړو وړو كارونو كې چې په ظاهره سره ډير سپك معلوميږي بوخت وي.

جمعيت اصلاح

ليكنه: سيد ابوالاعلی مودودي رحمة الله عليه
ژباړه: ډاکټر سيد خالد راشد

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب