د اسلامي ژورنالیزم تاریخي شالید

اسلامي ژورناليزم، هغه علم ده چې حق ته بلنه ورکوي او له ناوړو کارونو څخه منعه کوي او هغه څوک چې دا علم زده کوي او عمل پرې کوي نو ژورناليست بلل کيږي « د کابل ځینې مشهور ژورنالستان وګورئ چې ترې مسنثنا دي» او شرط  يي  هم دا ده، چې د خپلو زده کړو او د علم ټولو اصولو ته به احترام  لري. ژورناليزم  يوه داسې ویی (کلیمه) ده، چې په عربي کي صحافت ور ته وايي او په انګلسي کي ورته ژورناليزم  ويل کېږي ،  د صحافت  او صحافي کلمه  د عربي له  صحيف  څخه اخستل شوې ده  خو زموږ  په هيواد کې یې پر ځاى د انګليسي ژبې ژورناليزم او ژورناليست رواج موندلى ده.

ژورناليزم   په اسلام کي يو  ځانګړى  مقام لري  او د ژوندانه يو ضروري  او  اړينه  اړتيا هم  بلل کېږي ،که د قران کريم ايتونو ته ځير شو ،  او  غور  پکې وکړو  نو دا به  راته  څرګنده شي ،چې د اسلامي رسنیو د فعالیت پيلامه  د ادم علیه الصلاة و السلام  له پيدا يښت  څخه را پیل شوې ده،  دا ځکه  چي الله جل جلاله     ادم  علیه الصلاة و السلام ته پر مځکه  د  شته  ټولو شيانو نومونه ور وښودل او پر ځمکه يې خپل خليفه  و ټاکه.  ترادم علیه الصلاة و السلام  وروسته ، چي د نبوت لړۍ پيل  شوه نو هر پيغمبر د حق، رښتيا او د دين د خپرولو دنده پرغاړه  درلوده، نو د دې دندې د تر سره کولو  په لړکې  یې ټولې رسنيزې لارې چارې لکه: ليک، وينا اوداسې نورې کارولي دي.

اسلام، چي  د ژورناليزم په اړه کوم  نظر وړاندي کوي هغه  له تاريخي، اخلاقي او علمي  پلوه هم ډېر غښتلي  او قوي بنسټونه لري.

د ژورناليزم  بنسټيزه  موخه  به امربالمعروف او نهي عن المنکر، ولس ته تازه او رښتني خبرونه رسول، د شخصي ژوند خوندي توب، د پيښو په شننې او تحلیل سره عامه اذهانو ته لارښوونه، د اخرت د خلاصون او برياليتوب له پاره هڅې، د خپل رښتين توب نه پټول، د حق، نصيحت  او د صبر هڅونه، د تېري کونکو او مزدورو واکمنانو پر وړاندې د   حق وينا او د انصاف خبره کول،  په هيڅ  قيمت د هغو  د بدو ملاتړ نه کول، د دوئ درواغ رښتيا نه بلل ان تر دې، چې په  دې  جهاد کي  بايد له  سر ښنذنې څخه هم  ډډه  و نه کړي ،  ځکه  چي  الله جل جلاله  فرمايي : وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ . ﴿سورة المائده ايت  ٢ ﴾.

ژباړه : د نېکۍ  په چارو کې  يو دبل  سره مرسته کوئ او د ګناه په کارونوکې له  چاسره مرسته مه کوئ د الله جل جلاله   څخه  وېره کوئ ، بېشکه د الله جل جلاله  عذاب ډېر سخت ده .

نوله دې څخه څرګنده شوهه، چې مؤمن ژورناليست هغه څوک ده، چئ دالله جل جلاله  او نبي کريم صلی الله علیه وسلم  په لار ښوونو عمل کوي، خلکو ته د حالاتو ښه او حقيقي خبرونه  وړاندي کړي او په دې توګه  د تروږميو څخه د رو ښنايي خواته  د خلکو د تللو دنده  سر ته رسوي ،  دا په داسې حال کې چې  په  قران کې رڼا ته  خبر  ويل  شوی دی.

يو ليکوال ليکي : روښنايي  په حقيقت کي د خبر دوهم  نوم  ده ، الله جل جلاله   چې د انبياوو علیهم السلام  په وسيله موږ څه  ډول  له تياروڅخه را باسي او رڼا ته مو رسوي هغه  د الله جل جلاله  وجود ، د هغه وحدانيت ، د هغه ټول صفات  ، په  اخرت  کې  هغه  ته  وړاندې کېدل  او بيا د جزا  او  سزا  په  ډول  د جنت  او  دوزخ  په  اړوند، خبر ده ، چي موږ ته   یې  په  اړه   احوال راکړئ  دی.

نو په همدې توګه ژورناليست په ټولنه کي د يو معلم وظيفه پر غاړه لري. البته دا به هغه وخت وي چې اسلامي نظام حاکم او نافذ وي او په موجوده شرایطو کې سخته ده چې به داسې صفاتو موصوف ژورنالیست ومومو،نو راځئ  چې موږ خپله لاس په کار شو،که مو په دې اړوند هر ډول غفلت وکړ نو راتلونکي کې به لوی زیان هم ورسره ګالو!

لیکوال: ابن مبارک احمدزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب