د اسلام تبلیغ کې د قرآن علمي اعجاز

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د خبری عمون ویبپاڼې نه په نقل، د مصر نامتو کارپوهه او د مصر اسلامي چارو عالي شورا سره تړلې د قرآن کریم او نبوی صلی الله علیه و آله سنت علمی اعجاز کمېټۍ مشر زغلول نجاز د انجنیرانو افطار مراسمو کې دې بیان سره چې د قرآن کریم علمی اعجاز په موجوده حالاتو کې یواځې د اسلامی تبلیغ لار ده، څرګنده کړه: قرآن کریم کې د پیغمبرانو کیسۍ او په دغه کیسو کې نقل شوې پېښې او ننني علم چې د هغې ريښتینوالی ثابت کړې دی، نو د دې کبله د دین خپرولو او تبلیغ لپاره بهترینه وسیله کېدلې شي.

هغه دې ته اشارې سره چې د قرآن کریم ۱۵۰۰ آیتونه غیر مسلمانان مخاطب ګرځولې دی، قرآن کریم کې د مسئلو پوهې لپاره علمی حقایقو نه ګټه اوچتولو پر اهمیت، ۱۴۰۰ کاله وړاندې اشاره شوی ده، ټینګار وکړو.

نجار همدارنګه د نوح، هود، صالح او عاد پیغمبرانو کېسو ته قرآن کریم کې اشاره وکړه چې نوي علمي موندنې توان لرې چې د دې کېسو صداقت ثابت کړې او وې ویل: د مثال په توګه د عاد قوم چې الله د هغې په اړه فرمایلې دی: «رَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ» ارم سره چې د لوړو ستنو خاوندان وو. الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِد كومو په څېر چې دنړۍ په هېوادونو كښې هېڅ قوم نه وء پېدا كړاى شوي ؟(7و 8 سوره مبارکه فجر) چې نن، امريکايي بېړۍ فضا انځورونه پردې ګواهې ورکوې او دارنګه بل هیڅ یو تمدن نشته دی.

دې اسلامی مبلغ همدارنګه د احقاف کیسې ته هم اشاره وکړه چې قرآن کریم د هغې په اړه فرمایئ چې الله تعالی هغوي اوچت غږ سره سزا ورکړه او ننني علم دا ثابته کړې ده چې که د غږ څپې له حد نه زیاتې شی نو کېدلې شی چې د انسان د مرګ سبب وګرځې. هغه ټینګار وکړو: د بیان معجزه یواځې د قرآن معجزه نه ده بلکې د قرآن د نړیوالو د خدای کلام دی او د اعجاز د بېلابېلو اړخونه یی بیان کړې چې د دې ټولو اړخونو سرلیک علمی معجزه ده ځکه چې مونږ په علمی زمانې کې ژوند کوو.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب