د اسلام درېيم خليفه عثمان غني رضی الله عنه په اړه جالب روایات

مستند او باوري تاريخ ګواهي او شهادت ورکوي چې د حضرت عثمان رضی الله عنه ژوند هم په ساده ګۍ او زاهدانه توګه تېرېده.
(( کله به چې له بهر څخه وفود او پلاوي او يا به دخلافت مېلمانه راغلل نو هغوی ته به يې ښه ډوډۍ او خواړه برابرول او پخپله به خپل کور ته ننوت، د زيتون له تېلو او يابه يې له سرکې سره ډوډۍ خوړله)).

(( هغه به زيات عمر روژه نيوله، سره له دې چې خادمان به موجود وه خو ده به خپل کار په خپله کا وه،د شپې له مخې به يې هيڅ خادم نه راپورته کاوه او دا به يې ويل چې شپه د دوی د استراحت لپاره ده.

ابن سعد له عبدالله الرومي څخه روايت کوي چې عثمان رضی الله عنه به د شپې له مخې ځان ته د اوداسه اوبه په خپله برابرولې، چا ورته وويل چې که کوم غلام دې ګمارلی وای نوښه به وه؟ ده ورته په ځواب کې وويل چې شپه ددوی داستراحت لپاره ده)).

(( دحضرت عثمان رضی الله عنه يو غلام چې ده ورباندې څه وخت مخکې غوږ تاو کړی و نو عثمان رضی الله عنه ورته د خپل خلافت په دوران کې وويل چې راشه بدله دې راڅخه واخله، نو هغه راغی او دی يې له غوږ څخه ونيوه، عثمان رضی الله عنه ورته وويل: غوږ ښه راباندې تاوکړه او پوره بدله راڅخه واخله چې اخرت ته څه پاتې نه شي، بيا غلام همداسې ورسره وکړل)).

(( عبدالملک بن شداد ويلي دي چې ما حضرت عثمان رضي الله عنه د خپل خلافت په دوران کې د جمعي په ورځ د ممبر په سرپه داسې حالت کې وليده چې يو ډبل عدني څادر يې په غاړه وه چې قېمت يې څلور اوياپنځه درهمه و)).

(( له حسن بصري رحمه الله څخه روايت دی چې ما حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت په دوران کې ليدلی دی چې د غرمې خوب به يې په مسجد نبوي کې کاوه، دی وايې چې کله به عثمان رضی الله عنه له خوبه راپورته شو نو په ډډو باندې به يې دشګو نښې نښانې معلومېدلې اوخلکوبه داسې ويل: دا اميرالمؤمنين دی! دا اميرالمؤمنين دی)).

دممبر پر سر به ناست ؤ او له خلکوڅخه به يې د نرخونو او نورو شيانو پوښتنه کوله په دې خاطر چې دخلکو د احوالو څارنه وکړي.

(( له موسی بن طلحة څخه روايت دی چې ماعثمان رضی الله عنه وليد چې دجمعې په ورځ په داسې حالت کې راووت چې معصفرې جامې يې په ځان وې، په ممبرباندې کېناسته مؤذن اقامت کاوه او ده له خلکو څخه د نرخونو، دسفر د حالاتو او نورو په اړه پوښتنې کولې)).

دده دايثار اوقربانۍ ستره بېلګه داده چې مصري باغيانو په ده بريد وکړ سره له دې چې له ده سره د دفاع او مقابلې ځواک موجود و خو ده ونه غوښتل چې ورسره وجنګيږي له دې وېرې چې دمسلمان وينه دده په لاس تويه نشي او بلې خوا ته يې اسلامي خلافت له دې امله نه خوشې کاوه چې دا د مسلمانانو امانت او د نبوي احاديثو غايه او مقصد ورته څرګنديده، هغه رضی الله عنه ددې باغيانو له لاسه په داسې حالت کې په شهادت ورسېده چې دقرانکريم تلاوت يې کاوه)).

د حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت په دولس کلنه دوره کې داسې ستر اوعظيم الشان فتوحات په داسې حيرانونکي سرعت اوتېزۍ سره وشول چې په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کيږي… او د خلافت په دغه دوران کې د اسلامي دولت پولو ډير ستر وسعت او پراخي وموندله، د هغه حدود له سند څخه ان تر اندلس پورې وغزېدل، اسلامي لښکرو دده په دوره کې په لويو لويو جنګونو برسيره بحري قوت هم ترلاسه کړ چې په نتيجه کې يې دقبرس او روډس جزيرې اوټاپوګان فتح شول او يو لوی بحري ځواک يې برابر کړ چې له دې نه مخکې مسلمانانو يوه کشتۍ هم نه درلودله.

په ۳۲ هجري قمري کال اسلامي لښکرې قسطنطنې (باسفورس) ته ورسېدې اوپه ۲۵ هجري کې يې عسکري پرمختګ طرابلس الغرب (ليبيا) ته ورسېده اوله دې څخه دوه کاله وروسته تونس،الجزاير او مراکش هم فتح شول او په همدې کال له بحر څخه دتېرېدوورسته عبدالله بن نافع اندلس محاصره کړ. دمسلمانانو لښکرې قفلس او د بحر الاسود ساحل ته ورسېدلې.په ۳۰هجري کال کې اسلامي لښکرو د خراسان او طبرستان په لور پرمخ تګ وکړ چې په نتيجه کې جرجان،خراسان اوطبرستان فتح شول،عبدالله بن عامر رضی الله عنه نورپرمختګ هم وکړچې هرات، کابل، سجستان او نېشاپور يې له ولکې لاندې راوستل تر دې چې تخارستان اوکرمان هم فتح شول،او د اسلامي خلافت لمن تر بحر خزر او کوه قاف پورې وغزېدله.

په همدې توګه دعثمان رضی الله عنه دخلافت په زمانه کې مسلمانانو د هند په لور مخه کړه چې د ګجرات ساحلي سيموته ورسېدل.

دده دخلافت په دوران کې تهذيب، تمدن، صناعت، تجارت او نورو علومو او فنونو ترقي وکړه. مال، دولت او شتمني زياته او هر لوري ته بې غمي شوه.

دده په خدماتو کې تر ټولو ستر خدمت د مسجدالحرام وسعت او پراخه کول دي چې په ۲۶هجري کال کې ترسره شو، او په ۲۹ هجري کال د نبوي جومات پراخول او وسعت هم دى چې نقشدارې ډبرې پکې استعمال شوې. د بحري فتوحاتوپه لړ کې يې دا حکم جاري کړ چې په فتح شويو منطقو کې دې نوي جوماتونه جوړ شي او پخواني جوماتونه دې پراخه اووسيع کړاى شي.

خو په ټولو کې ستر او عظيم اثر چې له ده څخه راپاتې دی هغه ټول اسلامي اُمت په يوه مصحف او په يوه قرات باندې راټولول اوراجع کول او بله دا چې همدا مصحف يې وليکه او ټولو اسلامي هيوادونو ته يې واستاوه او ټول يې ورباندې متفق کړل دا هم د ده له سترو کارنامو څخه يوه کارنامه وه .

سرچينه: داسلام د دين او د اصحابوکرامو په اړه دوه متضاد انځورونه (کتاب)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب