د اسلام زړه سوى او شفقت

كه تاريخ له دې څخه سترګې نه شي پټولاي چې په اسلامي تاريخ كې ظالمان حاكمان تېر شوي… او دا چې د هغوى د ظلم او تيري لاسونه د نامسلمانو تر څنګ ډېرو مسلمانانو ته هم ور غځيدلي…

نو تاريخ پر دې هم سترګې نه شي پټولاى چې پر غيرمسلمانو باندې شوي دغه تيري موقت وو او ډېر په چټكتيا سره بېرته اصلاح شوي…

علامه سر توماس ارنولډ (Sir Thomas Arnold)، چې په(1864_1930م) كلونو كې يې ژوند كاوو، په خپل كتاب [ د اسلام په لور بلنه] كې ګڼ شمېر پېښې يادې كړي چې دغه مهم واقعيت ته اشاره كوي…

_ يهودي عالم موسى بن ميمون(529_601 هجرى/ 1135_1204 م) د موحدينو د حكومت په وخت كې د هغوى د ديني تعصب له امله په ښكاره ځان مسلمان وښوده… خو كله چې د مصر ايوبي دولت ته ولېږدېد، بېرته يې خپل يهوديت څركند كړ… او په دې كار كې ور سره د مسلمانانو مشهور قاضي، الفاضل(529_596) هجرى(1135_1200م) ، مرسته وكړه او د ارتداد يا له دين څخه د اوښتلو له تور څخه يې پاك كړ ځكه چې هغه د ازادې ارادې او كوټلي اختيار په وسيله په اسلام كې نه وو داخل شوى..

– مغولي بادشاه، غازمان، چې په(694_703 هجرى) /1295_ 1304م) كې يې واك درلود، چې كله په دې وپوهېد چې هغه بودايان چې د ده د واك په پيل كې په اسلام كې داخل شوي وو، په پټه په هماغه پخواني دين وو، نو اجازه يې وركړه چې كه خوښه يې وي بېرته خپلې زړې عقيدې ته ستنېداى شي…

_ په ورته توګه فرانسوي سياح، بارون تافرنيير(1605_1689م) ، د اصفهان د ځينو يهوديانو كيسه كوي چې په زور او چل د اسلام منلو ته اړ شوي وو… كله چې شاه دوهم عباس(1642_1767م) د چارو واګې تر لاسه كړې، نو اجازه يې وركړه چې خپل پخواني دين ته وګرځي او له مسلمانانو سره په سوله او امنيت كې ژوند وكړي…

– په هم دې ډول د فاطمي ځاى ناستي الحاكم بامرالله (386_411 هجرى) /996_1020م) په وخت كې له يهوديانو او مسيحيانو سره ورته پېښه وشوه… مګر دې ظلم او تيري د هغوى په وړاندې ډېرې لږې ورځې دوام وكړ او خپلو پخوانيو ګروهو ته د بېرته اوښتو اجازه وركړل شوه… په داسې حال كې چې دغه ظلم او تېرى پر سني مسلمانانو چې د ولس اكثريت وو، د ده په ټولې دورې كې هماغسې روان پاتې شو.

– هو.. توماس ارنولډ ګڼ شمېر تاريخي پېښې په ډاګه كړي كومې چې د دې شاهدي ور كوي چې زمونږ په اسلامي تاريخ كې فتح يا سوبه زړه سوى او تېرېدنه وه، او دا چې د زور او ظلم شيبې د اوړي د تېريدونكو ورېځو په څېر په منډه راغلې او بېرته تللې او هيڅكله يې هم د اسلامي زړه سوي او ترحم لمر تر اوږده مهاله نه دى پټ كړى…

بلكه ارنولډ په دې شاهدي وركوي چې اسلام د زړه سوي او ترحم د اصل ساتونكى وو او د نورو عقيدو په وړاندې يې له ظلم څخه ځان ژغوره، هغه وايي: د اسلام د قوي او زورورو حاكمانو له جملې څخه هر يوه ته يې ډېره اسانه وه چې د خپل مسيحي رعيت ريښې وباسي او يا يې له خپلو هيوادونو څخه هاغسې ورك كړي لكه هسپانويانو چې عربان ورك كړل، او انګليس نږدې څلور پېړۍ يهوديان جلا وطن كړل… او دا سل په سلو كې شونې وه چې عثماني بادشاه، لومړي سليم(875_926 هجرى)/1480_1520م) په1514م كال كې، او ابراهيم، د خپل حكومت(1049_1058 هجرى) /1640_1648م) په موده كې د مسيحيانو د له مينځه وړلو هغه بربري فكر پلي كړى واي… مكر د شيخ الاسلام په مشرۍ د اسلامي شريعت عالمان وو چې د هغوى له زړونو يې كينې واېستې.. او فقهاوو دا هر څه د اسلام د زړه سوي او شفقت له امله، او دا چې هغوى د اسلامي شريعت امامان وو، تر سره كړي…

دا په داسې حال كې ده چې په المان كې په17 مه پېړۍ كې داسې حاكمان وو چې (د هرې سيمې له پاره د هغې ځانګړي دين دى) يې د حكومت اساس وو، په دې معنى چې نور دينونه بايد له مينځه يوړل شي..

دا وو د اسلام، د هغه د اُمت، او د هغه د تمدن تاريخ چې پر ديني زړه سوي او مهربانۍ ولاړ دى.. دا هغه تاريخ دى چې علماوو د دې له پاره ثبت كړى چې ناپوهانو ته پرې ښوونه وركړي او بدناموونكو ته پرې غاښ ماتوونكى ګوزار.

ليك: دكتور محمد عماره

ژباړه: ډاكټر غنچه ګل ارمان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب