د اسلام له نظره مفلس څوك دى؟

ايا پوهېږئ چې د اسلامى امت مفلس څوك دى؟ په عمومى ډول موږ هغه چاته مفلس وايو چې نادار وي، څه نه لرى مثلا، جايداد، ښه دنده، شته، پېسې او نور. خو ددې برعكس راسى چې وګورو چې زموږ ګران او محبوب رسول صل الله عليه وسلم د خپل امت مفلس څنګه راپيژنى؟

د حضرت څخه روايت دي چې رسول الله صل الله عليه وسلم و فرمايل: ايا پوهيږي مفلس څوك دى؟ (دا د حضرت محمد مصطفى صل الله عليه وسلم د مجلس كولو انداز وو، چې لمړى به يې د سوال په شكل موضوع وړاندى كړه تر څو دخلګو ذهنونه اماده شي او بيا به يې نور بيان مخته وړه. او همدارنګه د قران كريم طرزالعمل همداسې دى). صحابه كرامو ورته وويل چې الله جل جلاله او د هغه رسول صل الله عليه وسلم ښه پوهيږي چې مفلس څوك دى؟ خو حضرت محمد مصطفى صل الله عليه وسلم ورته وويل چې تاسو د خپلو پوهو سره سم جواب راكړئ. نو صحابه كرامو وويل چې مفلس هغه څوك دى، چې درهم او دينار (پيسې) نه لرى. خو حضرت محمد مصطفى صل الله عليه وسلم ورته وويل نه. زما د امت مفلس هغه څوك دى چې داخرت په ورځ راسى، د الله جل جلاله حق يې پوره كړى وى مثلا، د لمونځونو، روژو، حجونو، عمرو، نفلونو، تهجدونو، ذكاتونو، خيراتونو او نورو ښو كارونو پيټي يې را بار كړى وى، خو بد بختانه يې د بنده ګانو په حقوقو كې ظلم او تيرى كړى وى. مثلا، د چا حق يې خوړلى وى، څوك يې ازار كړى وى، د خويندو حقوق يې په وراثت كې خوړلى وى، چاته يې ښكنځكل او بدي خبري كړي وي، د چا غيبت يې كړى وى، د چا چغلى (شيطانت) يې كړى وى، څوك په ناحقه وژلى وى، د چا ابرو او عزت ته يې په سپكه سترګه كتلى وى، پر چا باندى يې ظلم او تجاوز كړى وى، څوك يې په كومه معامله كې تيرايستلى وى، د چا زړه يې ازار كړى وى او نور.

د اخرت په ورځ به دغه ټول دعوه كوونكي راځې او الله جل جلاله ته به دده په باره كې شكايت كوي. چې يا الله جل جلاله دغه سړى زما حق خوړلى وو، بل به وايې كور يې را څخه په زور اخستى وو، بل به وايې ماته يې رد او بد ويلى وو او په همدې ډول به هر دعوه كوونكى د الله جل جلاله څخه ددغه سړى په باره كې شكايتونه كوى او وايې به چې يا الله جل جلاله ته زموږ فيصله را وكړه. موږ او تاسو ته خو بهتره مالومه ده چې الله جل جلاله خو عادل دى، هميشه د انصاف څخه كار اخلى. او هلته خو بل د پيسو واحد(افغانۍ، ډالر، ريال، فونډ او نور) نسته چې تاوان او جبران وركړى. نو الله جل جلاله به يوه يوه دعوه كوونكى ته ووايې چې ښه ته يې لمنځونه واخله، ته يې روژې واخله، ته يې تهجدونه واخله، ته يې حجونه واخله… تر پايه پورې تر څو چې د نوموړى ټول ښه اعمال ختم شي. او لابه دعوه كوونكي پاته وي، نو بيا به الله جل جلاله د هغه دعوه كوونكو ګناهونه دده په حساب كې جمعه كړي او دغه سړى به د هغوي د ګناهونو په سبب د دوږخ په لور كش كړل شى.
نو بيا رسول الله صل الله عليه وسلم وويل دغه دى زما د امت اصلى مفلس. (بخارى شريف)

پاملرنه !!! د يوه ګړى لپاره هر مسلمان خور او ورور د خپل ځان سره ژور فكر وكړئ چې ددې مبارك حديث شريف موخه څه ده او څه مو ترې زده كړل؟ او بيا په دې حديث باندي ځان وتلي.

ليكوال: حضرت علي اغا، ميسور، هندوستان /لر او بر ویبپاڼه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب