د اسلام پر ضد د يهودو کړنې

له تېرو مطالبو څخه مو داسې نتيجه واخيسته، چې په لومړيو کې د  يهودو له خوا د اسلام نه منل، د مسلمانانو او هغوى ترمنځ د دښمنۍ لامل شو. همدارنګه يهودو به ليدل، چې د اسلام پيغمبر د خپل رسالت په تبليغ سره د خلکو په زړونو کې مينه او ورورولي رامنځته کوي او له هغوى نه يې داسې يوه ثابته او واحده  ټولنه جوړه کړه، چې سبا ورځ د هغوى د واکمنۍ او قدرت لپاره ستر ګواښ وو. له دې امله يې له پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره په مخالفت لاس پورې کړ او قرآن کريم له اسلام سره د مبارزې په برخه کې د هغوى ځينې نيتونو په ډاګه کړل، څو مسلمانان دهغوى له زيانونو څخه په امن کې پاتې شي.
دا دى د اسلام پر ضد دهغوى ځينې کړنو ته اشاره کوو:

اقتصادى محاصره

د يهودو يوې ډلې په يوه نوي کار لاس پورې کړ، څو مسلمانان له خپل دين څخه واړوي. هغوى پرېکړه و کړه، چې کومو کسانو ته چې د اسلام په مقدس دين مشرف شوي وو، له  خپل هر ډول پور، امانت يا کومه معامله، چې دهغوى په ذمه کې وه، ډډه وکړي، څو له دې لارې مسلمانان له اقتصادي پلوه محاصره کړي.  مسلمانانو ته يې وويل:
کوم حق چې ستاسو پر موږ وو، هغه له اسلامه مخکې وو او اوس چې تاسو مسلمانان شوي ياست، دا حق باطل شوى دى:
قرآن عظيم الشان په دې اړه فرمايي:

وَمِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ إِن تَأْمَنْهُ بِقِنطَارٍ يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ وَمِنْهُم مَّنْ إِن تَأْمَنْهُ بِدِينَارٍ لاَّ يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ إِلاَّ مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَآئِمًا ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ لَيْسَ عَلَيْنَا فِي الأُمِّيِّينَ سَبِيلٌ وَيَقُولُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ سوره آل عمران آيه ٧٥
(د اهل کتابو يو شمېر کسان داسې دي چې که چيرې يې په زيات مال امين وګڼې، بېرته به يې در وسپاري او يو شمېر کسان يې داسې دي چې که چيرې يې په يوه دينار امين وګڼې، بېرته يې نه درسپاري، مگر دا چې په غوښتلو کې يې ټينګار وکړې له دې امله وايي چې موږ د تورات کتاب اهل ته  په هر ډول د هغو کسانو د مال خوړل، چې دتورات اهل ندي، ګناه نده او دا خبره په تورات پورې تړي، په داسې حال کې چې پوهېږي  پر خداى (ج) درواغ وايي.)
مفسرين ليکي، چې د جاهليت دور (له اسلام نه مخکې) يو شمېر خلکو پر يهودو ځينې شيان وپلورل او د مال له پلورلو وروسته يې اسلام ته مخه کړه او کله يې چې له هغوى نه د مال دپيسو غوښتنه وکړه، يهودو وويل چې تاسو له موږ سره هېڅ ډول دين او امانت نه لرى، ځکه چې تاسو خپل پخوانى دين پريښى دى او ادعا يې وکړه چې دا دستور دهغوى په کتاب کې راغلى دى، خو الله تعالى فرمايي:
(وَيَقُولُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ) قصداً الله تعالى ته د درواغو نسبت کوي.
د يهودو شتمنو خلکو د اسلام په پيل کې په مدينه کې مسلمانانو ته چې هغه مهال  ډېر بې وزلي وو، له پور ورکولو ډډه وکړه، ځکه چې مهاجرينو هېڅ پيسې او شتمني نه درلوده او کومو کسانو چې مال او شتمني درلوده، هغه يې په مکه کې پرېښودل او ځانونه يې وژغورل او مدينې ته يې کډه وکړه او د مدينې کومو خلکو چې اسلام ته مخه کړې وه، هغوى هم غريب او بې وزله  وو او پيغمبر صلى الله عليه وسلم حضرت ابوبکر د يهودو مشرانو او شتمنو ته ولېږه، څو له هغوى څخه د خپلو ورځنيو چارو لپاره يو څه پيسې په پور واخلي او هغه ته يې سپارښتنه وکړه، چې په خپلو خبرو کې  سخت الفاظ ونه کاروي (او په هغوى غوسه ونکړي) او د غوښتنې د نه منلو په صورت کې هغوى ته زيان ونه رسوي، کله چې ابوبکر صديق د يهودو د عبادت ځاى (بيت المقدس) ته ورسېد، يو شمېر يهود يې وليدل، چې د (فنحاص) په نامه د بني قينقاع د قبيلې دمشر، چې دهغوى له علماوو، څخه راټول شوي دي او د (اشيع) په نامه يو بل عالم هم ورسره وو، کله چې ابوبکر د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ليک ورته ورکړ، نو فنحاص د ليک له لوستلو وروسته داسې وويل چې آيا ستاسو پرودګار غريب شوى، څو له هغه سره مرسته وکړو ؟

په دې وخت کې الهى وحى نازل شوه:

لَّقَدْ سَمِعَ اللّهُ قَوْلَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاء سَنَكْتُبُ مَا قَالُواْ وَقَتْلَهُمُ الأَنبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَنَقُولُ ذُوقُواْ عَذَابَ الْحَرِيقِ سوره آل عمران آيه ١٨١

يعنى الله تعالى دهغو  کسانو جاهلانه خبرې واورېدې چې ويل يې خداى فقير دى او موږ شتمن، موږ به يې دا وينا ثبت کړو او دا ستره ګناه چې پيغبران يې په ناحقه ووژل او وبه وايو چې  دا سوځنده عذاب وڅکئ.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب