د اسلام پر وړاندې ګډه تګلاره

د تاریخ په اوږدو کې څرګنده شوې ده چې د نړۍ ټول غیر اسلامي هیوادونه د اسلام په وړاندې له یو ډول چلند څخه کار اخلي. که څه هم دوی په ځانګړي ډول له ځینو اسلامي هیوادونو سره ښې اړیکې لري، خو ډیر کله د هر بل غیر اسلامي هیواد سره د ستونزې پر مهال دا ټول هیوادونه د اسلام په وړاندې دریږي او د مخالف لوري په وړاندې له هر ډول بیشرمانه کړنو سپمونه، نه کوي.
سلګونه کاله وړاندې له صلیبي جګړو رانیولې، د اسلامي خلافت تر نړیدو او وروسته بیا د نړیوالو او سړې جګړې پر مهال د اسلامي نړۍ پر ضد د کفارو کړنې، دسیسې او همغږي ددوی دا ډول تګلاره په ښه توګه روښانه کړې ده.

په فلسطین کې د اسراییلو له ناولي دولت څخه د غربي حکومتونو په ډاګه ملاتړ، او په عربي هیوادونو له ډول ډول سیاسي او ټولنیزو فشارونو راوستو سره هغوی دا په زبات ورسوله چې کفار هیڅ کله هم د مسلمانانو دوستان نشي کیدلای، او په خپل وخت به د هغوی په وړاندې له هر ډول وسلې کار اخلي.
د مسلمانو ملتونو له ځانځانۍ څخه په ګټه اخستنه کفري هیوادونو په نړۍ د خپلې ولکې په ټینګولو سره وکولای شول چې خپلې شومې موخې وخت په وخت پلې کړي. د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې اووه دایمي غړي چې ټول ېې غیر اسلامي دي، تل يي په یوه خوله خپلې کرغیړنې پریکړې او نادودې په اسلامي هیوادونو تپلې دي.

ډیرو خلکو ته د کفري هیوادونو په نوم اوریدلو سره لویدیځ لوی ځواکونه سترګو ته دریږي. په داسې حال کې چې زموږ نږدې ګاونډیان هم په خپل وخت د اسلام ستر دښمنان ګڼل کیږي. چین او هند د نړۍ له لویو غیراسلامي هیوادونو څخه ګڼل کیږي. که څه هم د ډیرو افغانانو په اند دې هیوادونو د اسلام په وړاندې هغسې له کرکې ډکې کړنې نه دي تر سره کړې لکه کومې چې لویدیځو هیوادونو تر سره کړې دي. ان تر دې چې په دې وروستیو کې د کرکیټ د یوې لوبې پر مهال ډیرو افغانانو د هند لوبډلې ته له دې کبله دعاګانې کولې، چې د افغانستان له یوه ستراتیژیک سیال پاکستان سره لوبیده، او د هند له بریا وروسته ېې یو بل ته د مبارکۍ پیغامونه لیږل. دې کسانو پاکستانیان د افغانانو غلیمان ګڼل او هندوستانیان ېې له دې کبله ښه ګڼل چې هیواد ېې له افغانستان سره ښې اړیکې لري. په داسې حال کې چې د هندوستان دا اړیکې تر ډیره د هندوانو د خپلو ګټو په بنسټ ولاړې دي. دې ته ورته له ګڼو اسلامي هیوادونو سره د چین ښې اړیکې د چینایانو د ښه نیت په بنسټ نه بلکه د هغوی د اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو په بنسټ ولاړې دي. ددوی تر څنګ د جاپان او روسیې په شان لوی نړیوال ځواکونه هم په خپل، خپل وخت د اسلام په ضد لوبیدلي دي، او وروسته ېې د ځینو ګټو په پام کې نیولو سره خپل دوهم مخ څرګند کړی دی.

په څو وروستیو ورځو کې په امریکا کې د قرآن کریم د یوې ګڼې سوځونې نړیوال غبرګونونه راپارولي دي، خو لکه څنګه چې څرګندیږي د غیر اسلامي هیوادونو غبرګون په دې اړه ډیر سوړ دی. دوی او په تیره بیا د امریکې متحده ایالتونه غواړي هره لوبه په خپله ګټه او د اسلام په ضد وڅرخوي. په افغانستان کې له خونړیو لاریونونو څخه هم دوی د پوره ګټې اخستلو په لټه کې دي. په داسې حال کې چې د مزار شریف، ننګرهار او هرات په ګډون ځینې ښارونه افغان ځواکونو ته د واک سپارلو په درشل کې دي، او ورسره د هیواد له نورو سیمو څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او تر څنګ ېې دلته د هغوی د تلپاتې پوځې هډو د جوړولو خبرې ګرمې دي، دوی غواړي د افغان ځواکونو د وړتیا په ننګولواو د بیګناه افغانانو په وژلو دا ډرامه نوره هم وغزوي.

کفري هیوادونه ډیر ځله ځانونه د انسانیت او بشریت ساتونکي او د آزادۍ مخکښان بولي. دوی د خپل لرلید او ګټو په پام کې نیولو سره په اسلامي هیوادونو کې د لاریون کوونکو او کله کله هم د خپلو لاسپوڅو ګدۍ ناستو مرستې ته له بمونو او راکټونو سره رادانګي، او د هغوی د مقابل لوري د راپرځولو لپاره هڅې کوي. په داسې حال کې چې ددوی د ړندو بمونو او راکټونو ښکار تر ډیره هغه بیګناه کسان وي چې له داسې خوځښتونو سره هیڅ اړیکې نه لري.

په دې وروستیو کې په عربي هیوادونو کې یو په بل پسې پراخه لاریونونو ته په کتو او هلته د زرګونه ځوانانو د یو ځای کولو او هغوی ته د هر ډول شونتیاوو  له برابرولو  سره دا په زغرده ویلای شو چې ښايي تر ډیره ددې لاریونونو تر شا بهرني لاسونه وي. وروسته بیا په لیبیا باندې د لویدیځوالو بیدریغه بریدونو دا څرګنده کړه چې دا هیواد د خپلو پراخه نفتي زیرمو، او د یو تیت پرک، لاسپوڅي حکومت په درلودلو سره په راتلونکي کې ددوی لپاره ښه هدف دی.

د حسني مبارک په شان ګوډاګیانو څخه له پوره پوره ګټې اخستنې وروسته اوس ددې وخت رارسیدلی چې ددوی پر ځای خپل نوي د ډاډ وړ داسې کسان رامخې ته کړي، چې له یوې خوا د ایران لپاره پوره ګواښ وي، او له بلې خوا د چین ورځ په ورځ زیاتیدونکي اقتصادي او سیاسي نفوذ لپاره خنډ وګرځي.
په دې لړ کې د غیر اسلامي هیوادونو همغږي او د لیبیا په عامه قتلونو خوله پټونې ددوی دا کرغیړنه څیره لا بربنډه کړه. دوی وښوده چې د مسلمانانو وینه ددوی لپاره مهمه نه ده. دوی خپلې ګټې لري چې باید ورته پام وکړي او دفاع ترې وکړي.

له څو تیرو شپو راهیسې چې په مزار شریف ښار کې د ملګرو ملتونو په ځايي دفتر کې د قهرجنو لاریون کوونکو له لوري څو بهرنیان وژل شوې دي، ملګرو ملتونو په ټول افغانستان کې تر نامعلومې مودې خپلې ټولې هڅې ځنډولې دي، او ویل کیږي چې ښايي خپل ځینې کار کوونکي کوم بل بهرني هیواد ته ولیږدوي، تر څو له هغه ځایه خپلې هڅې په افغانستان کې له میشتو کارکوونکو سره همغږې کړي. په داسې حال کې چې څو څو ځله د لسګونه او ښايي سلګونه بیګناه افغانانو په وژل کیدو دوی ټولو خپل غوږونه کاڼه کړي دي او لږ تر لږه غندلي ېې هم نه دي

اوس څه کول په کار دي؟
په داسې حالاتو کې د نړۍ مسلمانانو ته یوازې یوه لاره پاته ده. او هغه د اسلامي ملت فکرونه ویښول او یووالی دی. دا خبره روښانه ده چې که چیرې د نړۍ مسلمانان یو لاس شي او د کفري وینې زبیښونکو مخنیوي ته ملا وتړي، نو د نړۍ هیڅ ځواک به ېې مخه ډب نه کړای شي، او لرې نه ده چې یو ځل بیا به بشریت د اسلام له ښکلاوو او ځلاوو برخمن شي، چې ورسره به ایله خلک د ډاډ ساه واخستی شي.
په همدې هیله.

محمود سعید

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب