د اسلام پنځه بناوې یا ارکان

دإسلام بناوي//

د اسلام بناوې پنځه دي:

کلمه – لمونځ – روژه – زکات – حج

دإسلام أساس او بنياد په پنځه بناؤو (أركانو) باندې دی، يو إنسان تر هغه پوري په رښتيا مسلمان نه شي كيدای ترڅو چې ئي په دغه أركانو إيمان نه وي راوړی، او په صحېح ټوګه ئي نه وي آداء كړي، هغه أركان دادي :

د اسلام لومړی بنا: كلمه شهادت ويل (لا إله إلاّ الله محمد رسول الله).

په رښتيا سره ددي كلمي كواهي وركول دإسلام كلي
(كونجۍ) أو هغه بنياد دی چې إسلام پري ولاړ دی  .

*د (لاإله إلاّ الله) معنى داده چې : نه شته لايق او مستحق دعبادت په حقه سره پرته دالله (جل جلاله) څخه بل هيڅوك، يواځې يو الله (جل جلاله) په حقه سره دعبادت لايق دي، او نورټول هغه څه چې پرته دالله (جل جلاله) څخه دهغي عبادت كيدائي شي باطل او په ناحقه دي . د(إله) معنى (معبود) يعني دعبادت مستحق .

*او د(محمد رسول الله) معنى داده چې: دمحمد r په ټولو خبرو او ويناوو باندې پوره تصديق او باور كول، او دهغه دټولو حكمونو – په كومو ئي چې أمر كړي دی – تابعدارې كول، او دهغه څه نه ځان ساتل دكوم څخه ئي چې منع كړي ده، او دالله (جل جلاله) عبادت يواځې په هغه طريقه كول چې محمد r پري راتګ كړی دی او هغه ئي دين ګرځولی .

د اسلام دوهمه بنا : لمونځ كول

الله (جل جلاله) په شپه او ورځ كې پنځه وخته پنځه لمونځونه فرض كړي دی، ددې لپاره چې بنده ګان ددې لمونځونو  په كولو سره يو خو دالله (جل جلاله) حق أدا كړي، او بل دالله (جل جلاله) دنعمتونو شكر أدا كړي .

او هم دا لمونځونه دمسلمان بنده او دهغه درب ج په مينځ كې قوي رابطه او تړون دی، په لمانځه كې داللهج سره پټـې پټـې خبرې كوي، دهغه نه غوښتني كوي .

او بل ئي ددي لپاره دا لمونځونه فرض كړي دي چې مسلمان بنده لره دهر ناوړه او ناروا كارونو څخه منع كړي .

أو الله (جل جلاله) په لمانځه باندې ددين خير، دإيمان صحېح والی، او په دنيا او آخرت كې  دالله تعالى ثوابونه مرتب كړي دي، او هم په لمانځه سره بنده ته هغه بدني او نفسي راحت حاصليږي كوم چې ده لره په دنيا او آخرت كې دخوشحالي سبب ګرځي .

د اسلام دريمه بنا: زكات وركول

زكات يو صدقه ده چې هر كال به ئي هغه څوك وركوي چې پرې واجب شي، او دابه مستحقو كسانو ته چې فقيران او مسكينان او يانور هغه كسان چې دزكات وركول ورته جائز دي وركوي .

زكات په هغه غريب سړی واجب ندی چې دهغه مال او شتمني دزكات نصاب ته نه وي رسيدلي، بلكه الله (جل جلاله) زكات په شتمنو او مالدارو باندې واجب كړي دی ، ددې لپاره چې ددوی دين او إسلام ورباندې پوره او مكمل شي، ددوي په أحوالو او أخلاقو كې إصلاح او ذيادت حاصل شي، ددوي او ددوي دمالونو څخه أفتونه او مصيبتونه بڅ كړي، او دوي د كناهونو څخه پاك كړي .

او هم ددې لپاره چې شتمن او مالداران دخپلو بې وسه او غريبو خلكو سره مرسته او ښيګنه وكړي، او نور رنګ رنګ دښيګني كارونه ورباندې تر سره كړي . او دا زكات -ددغه فائدو سره سره- دهغه مال په نسبت چې الله (جل جلاله) شتمنو او مالدارو ته وركړی دی، ډيره لږه برخه او حصه ده .

د اسلام څلورمه بنا: روژه نيول :

درمضان المبارك دمياشتي – چې دقمري مياشتو په حساب نهمه مياشت ده- روژه نيول، پدې مياشت كې ټول مسلمانان په ګډه سره دورځې دسبا ختلو نه تر لمر ډوبيدو پورې خپل ټول أصلي شهوتونه او خواهشات،خوراك، څښاك، او كورواله پوره كول پريدي . الله (جل جلاله) ورته ددي په بدل كې دخپلې بښنې او مهربانۍ له لوري ددوي دين او إيمان پوره كوي، كناهونه ورته بښي، او درجي ورته لوړوي، او ددې نه علاوه ورته ددنيا او آخرت هغه لوی خير او نعمتونه وركوي كوم چې الله (جل جلاله) دروژي په نيولو سره تړلي دي .

د اسلام پنځمه بنا: حج كول :

حج: په خاص وقت كې دبيت الله (كعبي شريفي) دورتګ قصد او إراده كول، دالله (جل جلاله) دپاره ديو خاص عبادت دأدا كولو په خاطر، لكه څرنګه چې دهغي وضاحت دإسلام به دين كې شويدي .

حج الله (جل جلاله) په عمر كې يو ځل په توان لرونكو باندې فرض كړي دی .

*په حج كې مسلمانان دزمكې په هغه غوره برخه  كې
–چې مكه شريفه ده- راټوليږي، ديو رب ج عبادت كوي، او يو رنګ جامې (احرامونه) اچوي، دمشر او كشر، شتمن او بې وسه، سپين او تور تر مينځ هيڅ توپير نه وي، ټول يو شان دحج ټاكلې مراسم أدا كوي، چې ددغه مراسمو نه لوي او غټ مراسم: دعرفات په ميدان كښي ودريدل، دكعبي شريفي نه
–چې دمسلمانانو قبله ده- طواف كول، دصفا او مروه ترمينځ مندي وهل دي .

او په حج كې نورې ډيرې ذياتې ديني او دنيوي ګټـي دي چې دهغي شميرل او راټولول ممكن ندي .

[irp][irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب