د اسلام په تاريخ کې لومړۍ غزا | نبوي سيرت

د جهاد له اجازې وروسته لومړی رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د شام خواته غځېدلې او نورې لارې کومې چې د قریشو له مهمو اقتصادی لارو څخه وې تنگې کړې اوددې موخې لپاره يې بېلابېلې د مسلمانانو ډلې ولېږلې خو په خپله يې په کومه شخړه او جنگ کې گډون ونه کړ.

د هجرت په دویم کال د صفر په میاشت کې چې د ۶۲۳ میلادي کال د اگست د میاشتې سره سمون خوري په خپله د اويا کسو مهاجرو صحابه و سره له مدينې څخه بيرون ووت او سعد بن عباده يې په مدينه کې خپل ځای ناستی وټاکی رسول الله  صلی الله عليه وسلم  وغوښتل د قریشو د یوې قافلې مخه ونیسي او تر  ودان نومي سيمې پورې ولاړل خو د کومې ناخوالې سره مخ نه شول.

په همدې غزا کې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د بنوضمره قبيلې له مشر عمروبن مخشي الضمري سره يو تړون لاس ليک کړ چې متن يې داسې و:

دا لیک د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  له لوري بنوضمره ته دی دهغوی سرونه او مالونه به په امن وي که چا ورباندې یرغل وکړ مرسته به يې کيږي خو که هغوی دالله  جل جلاله  د دين په خلاف جکړه وکړي نو بيا به يې مرسته نه کيږي دا تړون به د تل لپاره د باور وړ وي او کله چې هم رسول الله  صلی الله عليه وسلم  له هغوی څخه مرسته وغواړي هغوی به يې مرستې ته وردانگي .

دا درسول الله  صلی الله عليه وسلم  لومړنۍ غزا وه چې پنځلس ورځې يې له مدينې څخه د باندې تېرې کړې په دې غزا کې دمسلمانانو بیرغ سپین و او وړنکی يې حمزه بن عبدالمطلب و.

د همدې کال په ربیع الاول میاشت کې چې دسپتمبر له میاشتې سره سمون خوري رسول الله  صلی الله عليه وسلم  په مدينه کې سعدبن معاذ خپل ځای ناستی وټاکی او په خپله له دوه سوه صحابه و سره د قریشود هغه قافلې مخې ته ور ووت په کومه کې چې امیة بن خلف الجمحی او دقریشو سل نور کسان او دوه سوه پنځوس اوښان و  رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د خپلو ملگرو سره د رضوی نومي سیمې له خوا بواط نومي ځای ته ورسېدی خو پرته له کوم جنگ او شخړې څخه را واپس شول په دې غزا کې هم دمسلمانانو بیرغ سپین و او وړنکی يې سعدبن ابي وقاص  رضي الله عنه  و .

په همدغه دویم هجري کال اوربیع الاول میاشت کې د جابر الفهري زوی کرز ديوشمېر مشرکانوسره د مدينې په څړځای يا مالڅړ حمله وکړه او يو څه څاروي يې له ځان سره بوتلل رسول الله  صلی الله عليه وسلم  زیدبن حارثه په مدينه کې خپل ځای ناستی وټاکی او په خپله د اويا تنو سره په هغوی پسې ور ووت او د بدر نومې سیمې ته نږدې سفوان نومي ناو ته ورسېدل خو کرز او د هغه ملگري تښتېدلي و او مسلمانانو ته څه په لاس ورنه غلل نو پرته له جنگ څخه واپس راوگرځېدل دغه غزاته دبدر لومړنۍ غزا ويل کيږي .

د ذو العشيره غزا:

د هجرت په دویم کال د جمادی الاولی دمیاشتې په وروستیواو جمادی الاخرة میاشتې په لومړیوورځو کې چې ۶۲۳ میلادي کال دنومبر او ديسمبر میاشتو سره سمون خوري رسول الله  صلی الله عليه وسلم  په مدینه ابوسلمة بن عبدالاسدالمخزومي خپل ځای ناستی وټاکی او په خپله  دیوسل پنځوسويادووسومهاجروصحابه وسره د قریشود هغه قافلې مخې ته ور ووت چې له مکې څخه د شام لورته روانه شوې وه کله چې ذوالعشیره نومې سیمې ته ورسېدل خبر شول چې قافله څو ورځې وړاندې تېره شوېده نو بېرته راوگرځېدل اودا هغه قافله وه چې د شام څخه د را واپس کېدو پرمهال بیا مسلمانان يې مخې ته ور وتل قافله روغه مکې ته ولاړه خو د قریشو او مسلمانانو تر منځ د بدر د لويې غزا لامل شوه چې وروسته به يې درته بیان کړو .

[irp][irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب