د اسلام څخه دفاع په څه معنی؟

اسلام د یو محکم او مضبوط غره مثال لري، چې له ځایه نه خوځي.
که د یوې ټولنې د ژوند ګټې په یوه غره کې خوندی وي او ځینې بدماشان راپورته شي او د ټولنې خلک غره ته له ورتګه منع کړي، ښکاره خبره ده چې د خلکو ژوند یې له غټ تهدید سره مخ کړ. خلک به خامخا د دې ډاکوانو په خلاف مناسبې وسلې ته لاس کوي او جګړه به ورسره کوي. خو د دوی د جګړې مطلب به هېڅکله دا نه وي چې دوی په خپل غره ډاریږی چی ډاکوان مو غر له دې ځایه بل ځای ته یو نه سی او یا یې له بیخه راته و نه باسی؛ ځکه چې غره ته څوک له خپل ځایه ښور قدرې نشي ورکولای، بلکې دوی جګړه په دې نیت شروع کوي چې غره ته د خلکو د ورتگ لاره پرانیستل شي او خلک په سړه ساه د خپل ژوند چارې په مخ بوځي او له غره څخه خپلې ګټې ترلاسه کړي. په اسلام باندې هم د زوال وېره نشته، د ساتنې ذمه یې داسې ذات اخیستې چی زوال نه لري او نه له اسلام څخه د مسلمان د دفاع مطلب دا دی چې مسلمان د اسلام د زوال وېرې اخیستی او له زوال څخه یې ساتي.

ولې؟

ځکه که له اسلام څخه د مسلمان د دفاع مطلب دا وي چې اسلام له زواله وساتي، نو باید د همدې مدافعینو د انحراف او زوال په صورت کې اسلام هم د زوال سره مخ شي، حالانکې د تاریخ په اوږدو کې ډېر داسې اتلان تېر شوي، چې د تورې، بیان او قلم په زور یی له اسلام څخه ملاتړ کړی او وروسته یا منحرف شوي او یا له منځه تللي، خو نه ورسره اسلام له منځه تللی او نه ورسره د اسلام داعیه متزلزله شوې ده، هغه اسلام چی په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شوی، تراوسه لا هغه اسلام دی، چی  خدای د إحکام او تأیید په رسۍ تړلی او د خپل اصلي هویت نه د معمولي تغییر تحمل هم نه لري.

نو له اسلام څخه د مسلمان دفاع څه معنا لري؟

د اسلام دښمنان اسلامي حقیقت ته په لاره کې ډول ډول خنډونه پیدا کوي او د وسلې، بیان او نورو ذرائعو له لارې سپینه عقیده، د دارینو سعادت او هر اړخیزې ګټې ګواښي، نو مسلمان مجبور دي چې د حق په وړاندې د قطاع الطریق مخه ونیسي ترڅو خلک دین ته په پوره ډاډ مخه کړي او د دنیا او اخرت ګټې ترلاسه کړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب