د اصحابه کرامو لقبونه

1.    ساقي الحرمين
دا د عباس ابن عبدالمطلب “رضى الله عنه ” لقب دي
د اميرالمؤمنين عمر بن الخطاب “رضى الله عنه ” په وخت كې چې خشك سالي راغلي وه نو دويم خليفة او عباس “رضى الله عنهما” او خلك صحرا ته ووتل تر څو د استسقا لمونځ وكړي عمر رضى الله عنه د عباس رضى الله عنه ښي لاس په خپل ښي لاس كې ونيوه او د اسمان خواته يې اوچت كړل او داسې يې وفرمايل:
“اللهم إنا كنا نستسقي بنبيك وهو بيننا، اللهم وإنا اليوم نستسقي بعم نبيك، فاسقنا”
مسلمانان لا د خپلو ځايونو نه تللي نه ول چې وريځ راغله او باران وشو نو خلك زيات خوشحاله شول او عباس رضى الله عنه يې ښكلولو او ورته يې ويلي ساقي الحرمين.
2.    سيد الشهداء:
دا د حمزة بن عبدالمطلب رضى الله عنه لقب وه.
3.    سيد المسلمين
دا  د أبي بن كعب رضى الله عنه لقب وه.
4.    سيد الشباب الجنة
دا د رسول الله عليه أفضل الصلاة والسلام د لمسيانو مباركو “حسن او حسين “رضى الله عنهما لقب وه.
5.    سيف الله مسلول
دا د خالد بن وليد رضى الله عنه لقب وه د مؤتة په غزا كې رسول الله عليه افضل الصلاة والسلام وويل
“حتى أخذ الراية سيف من سيوف الله، حتى فتح الله عليهم”” د دغې ورځې نه وروسته خالد رضى الله عنه په سيف الله باندې مشهور شو.
6.    سيد الفوارس
دا د ابو موسى الأشعري رضى الله عنه لقب وه رسول الله عليه السلام ته ګران او اعتمادي وه دا رضى لله عنه به د كفارو سره په جنګ كې سخت محنت كاوه او يو نه ماتيدونكي ديوال غوندې به كفارو سره جنګيده نو رسول الله صلى الله عليه افضل الصلاة والسلام ورته سيدالفوارس ويلي.
7.    شاعر الرسول
دا د حسان ابن ثابت رضى الله عنه لقب وه.
8.    صاحب سر الرسول
دا د حذيفة بن اليمان رضى الله عنه لقب وه.
9.    صاحب سرالرسول ” صاحب اسواد “
دا د عبدالله ابن مسعود رضى الله عنه لقب وه
10.    صاحب نعلي رسول الله
دا هم د عبدالله ابن عباس رضى الله عنه لقب وه كله به چې رسول الله عليه السلام پڼې مباركې ويستې نو د رضى الله عنه به خپلو لاسو كې اچولې.
11.    صاحب وسادة رسوالله عليه السلام و مطهرته
دا هم د عبدالله ابن مسعود رضى الله عنه لقب وه.
12.    صيق
دا د أبوبكر رضى الله عنه لقب مبارك وه.
13.    طلحة الجود
دا د طلحة بن عبيد الله رضى الله عنه لقب وه په حنين كې يې پدې لقب ونوموه.
14.    طلحة الخير
دا هم د طلحة بن عبيدالله رضى الله لقب وه د أحد په غزا كې يې پدې لقب ونوموه.
15.    طلحة الفياض
دا هم د طلحة ابن عبيدالله رضى الله عنه لقب وه د عشيرة به غزوة كې پدې نوم ونوموه.
16.    العتيق
دادأبو بكر رضى الله عنه لقب وه رسول الله عليه أفضل الصلاة والتسليم ورته ويلي وه
“” أنت عتيق الله من النار”
17.    الفاروق
دا د عمر ابن اخطاب رضى الله عنه لقب مبارك وه كله چې مسلمان شو نو كعبې ته لاړه او هلته يې شكاره لمونځ وكړ دغه وخت كې مسلمانان ضعيفة ول او لمونځونه به يې پټ كول نو رسول الله عليه السلام د فاروق لقب وركړ.
18.    فتى الكهول
دا د عبدالله ابن عباس رضى الله عنه لقب دى عمر رضى الله عنه به ورسره سلا مشوره كوله.
19.    كاتب رسول الله صلى الله عليه وسلم
دا د زيد بن ثابت رضى الله عنه لقب دى.
20.    الكامل
دا د سعد بن عبادة رضى الله عنه لقب دي هغه په لامبو او غشي ويشتلو كې ډير ماهره وه.
21.    لقمان حكيم
دا د سلمان فارسي رضى الله عنه لقب وه حضرت علي رضى الله عنه به ويل
“ذاك امرؤ منا والينا اهل بيت،من لكم بمثل لقمان الحكيم ؟ اوتي العلم الاول والعلم الاخر،وقراءالكتاب الاول والكتاب الاخروكان بح لاينزف.
22.    مؤذن الاسلام و الرسول
دا د بلال ابن رباح حبشي لقب وه.
23.    مرضعة الرسول صلى الله عليه وسلم
دا د حليمې السعدية لقب وه.
24.    مولاة الرسول وام ابراهيم
دا د ام المؤمنين مارية قبطية لقب وه رضى الله عنها.
25.    مولاة الرسول و حاضنته
دا د ام ايمن رضى الله عنه لقب وه.
26.    نسيج وحده:
دا د عمير بن سعد رضى الله عنه لقب وه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب