د اصحابو کرامو پرهیزګاري او مسکنت

د مسکنت په اړه خپله  درسول الله صلی الله علیه وسلم  عادت او دده مبارک و اقعاتي پردې ښودنه کوي چي مسکنت رسول  صلی الله علیه وسلم  په خپله اختيار کړى او خوښ يې و په دې اړه دومره ډېر حديثونه په کتابو کي جمعه سوي دي چي د هغه نمونه بيانول هم ګران کار دئ.

رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: فقر ( مسکنت) د مؤمن تحفه ده.([1])

١- د نبي  صلی الله علیه وسلم  لپاره د غرونو د سرو زرو جوړولو څخه دنبي صلی الله علیه وسلم  انکار

د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه روايت دئ چي دى مبارک فرمايي: الله  جل جلاله ماته وويل چي ستا لپاره به غرونه د سرو زرو جوړ کړم ماورته وويل: اې خدايه جل جلاله ! زما د ا خوښه ده چي يوه ورځ په ماړه نس ډوډۍ وخورم  او دوهمه ورځ وږى سم تاته زارۍ وکړم او تا ياد کړم چي کله موړ سم ستا شکر ادا کړم او ستا ستاينه وکړم.([2])

فايده: تاسو فکر وکړى دا د هغه چا حال دئ  چي موږ يې تل نوم يادو او دهغه په امتي کېدو باندي فخر کوو او دده مبارک هره خبره موږ ته پر سر او سترګو قبوله ده.

٢- ددنيا د ډېروالي پر غوښتلو باندي د عمر  رضی الله عنه  خبر تيا او د نبي  صلی الله علیه وسلم  د ګوزارې حالت

رسول الله  صلی الله علیه وسلم  يو وخت قسم اخستى و چي يوه مياشت به خپلو بيبيانو ته نه ورځي تر څو وځو ريږي او ځان ته يې يوه جلا کوټه انتخاب کړې وه په هغه کي اوسېدئ داخبره په خلګو کي مشهوره سوه چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  و ټولو بيبيانو ته طلاق ورکړى دئ حضرت عمر  رضی الله عنه  په دغه وخت کي په کور کي و چي داخبر يې واورېدئ دستي په چټکۍ سره مسجد ته راغلى وې ليدل چي اصحاب کرام جلا، جلا ناست دي او درسول الله  صلی الله علیه وسلم  د خفګان په وجه ژاړي هلته بيبيګاني په خپلو کورو کښي ژاړي حضرت عمر  رضی الله عنه  خپلي لور حفصې رضی الله عنها  ته ورغلى هغې هم په خپل کور کې ژړل عمر رضی الله عنه  ورته وويل:ته اوس ژاړي ايا ماته نه وي وېرولې چي د رسول صلی الله علیه وسلم  د خفګان خبره ونه کړي بيا يې مسجد ته تشريف راوړى  په مسجد کي د منبر سره يوه ډله خلګ ناست  و ژړل يې دى هم هلته يو ګړى کښېناستى خو صبر يې ونه سو نو هغه ځاى ته راغلي چي هلته رسول الله  صلی الله علیه وسلم  نژدې و چي وې کتل يو مريى (غلام) حضرت رباح  رضی الله عنه  د کوټې په دروازه کي ناست دى پښې يې ځړانده کړي دي نو ددغه مريى  په واسطه يې د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه د ننوتلو اجازه و غوښته حضرت ربا ح  رضی الله عنه  چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته راغلى او ورته وې ويل: عمر  رضی الله عنه  د راتلو اجازه غواړي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  چوپ سو رباح  رضی الله عنه  راغلى و عمر  رضی الله عنه  ته يې وويل: چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  هيڅ اجازه نه راکړه عمر  رضی الله عنه  بيا د منبر سره کښېناستى بيايې طاقت نه و سو بيا راغلى د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه يې اجازه و غوښته رسول الله  صلی الله علیه وسلم  بيا چوپ سو د عمر  رضی الله عنه  طاقت نه کېدئ دريم ځل يې بيا اجازه و غوښته حضرت رباح  رضی الله عنه  په لوړ اواز وويل: اې عمره! رسول الله  صلی الله علیه وسلم  تاته د ننوتلو اجازه درکړه حضرت عمر  رضی الله عنه  د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  و خدمت ته حاضر سو وې ليدل چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  پر بو ريا ( چټايي) باندي ستوني ستخ پروت دئ او يو شى سربېره  باندي هوار دئ په بد ن مبارک کي يې د بوريا نښي دورايه ښکاري تر سر يې د څرمني يو بالښت لاندي دئ چي د خرما د درختو د خاشو څخه ډک دئ . عمر  رضی الله عنه  وايي: ما رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته سلام ووايه د سلام څخه وروسته مي د ستي و پو ښتل: اې د الله  جل جلاله رسوله! تا و بيبيګانو ته طلاق ورکړى دئ  ده مبارک راته وويل: يا، ما و رسول لله  صلی الله علیه وسلم  ته په خوش طبعى وويل: اې دالله  جل جلاله رسوله! موږ قريشي خلګ وو پر ښځو باندي برلاسي وو دانصارو نارينه پر خپلو ښځو باندي برلاسي نه دي زموږ ښځو چي کله د انصارو ښځي و ليدې نو زموږ ښځو هم اثر ځني و اخيستى همدا ډول مي يوه نيمه خبره نوره وکړه چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  مسکى غوندي سو. عمر  رضی الله عنه  زياتوي ما چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم   په کور کښي و کتل د کور ټول سامان يې درې نارنګ سوي څرمني او يو مټ وربشي وي نور چي مي هر څه شا وخوا وکتل هيڅ شى په سترګو نه راغلى زه  په ژړا سوم رسول الله  صلی الله علیه وسلم  راته وويل: ولي ژاړي؟ ماورته وويل ولي به نه ژاړم ستا په وجود مبارک کي د بوريا نښي معلوميږي او د کور ټول سامان دي دادئ چي ز ما په مخ کي پروت دئ بيا مي ورته وويل: اې د الله جل جلاله  رسوله صلی الله علیه وسلم ! ته د عا وکړه چي ستا په امت کي د پيسو او شتمني پراخي راسي د روم او پاريس خلګ ګوره چي د الله  جل جلاله د نه عبادت او بې د ينۍ سره دومره شتمن دي، قيصر او کسرا د ويالو او باغونو په منځ کي دي ته خو د الله  جل جلاله افضل بنده يي دغه حال دي دئ . رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څنګ وهلى و پدغه وخت کي کښېناستى او وې فرمايل: اې عمره! ته لا تر اوسه په شک کي پروت يې د آخرت نعمتونه او شتمنۍ تر دنيا غوره دي کافرانو ته په دې دنيا کي نعمتونه او ښه ژوند ر سيږي موږ ته په آخرت کي نعمتونه او ښه ژوند رسيږي. عمر  رضی الله عنه  وويل: اې د الله جل جلاله  رسوله! زما لپاره بخښنه و غواړه ما په دې خبره کي غلطي وکړه.([3])

فايده: دا ددين او د دنيا د پا چا او د الله جل جلاله  د نازولي حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم  کړنلاره وه چي په بدن مبارک کي يې د بوريا نښي ښکارېدې او د کور ساز او سامان يې هم معلوم سو تاسو وليدئ چي يو چادښه ژوند  غوښتنه وکړه ده مبارک دستي خبرتيا ورکړه.

د حضرت عايشې رضی الله عنها  څخه يو چا پوښتنه وکړه چي ستا په کور کي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  بستره څنګه وه؟ دې مبارکي و فرمايل: يوه څرمنه وه چي د خرما ددرختي د خاشو څخه ډکه وه.

د حفصې رضی الله عنها  څخه هم چا پوښتنه وکړه چي درسول الله  صلی الله علیه وسلم  بستره څنګه وه؟ دې مبارکي ورته و فرمايل: دګونۍ ټوکرو رسول الله صلی الله علیه وسلم  به و غوړاوه بيا به پر  پرې واتى دا مبارکه وايي: يوه ورځ مي دغه ټوکر څلور غبرګه کړى چي يوڅه پوست ( نرم) سي سهار رسول الله صلی الله علیه وسلم  راته وويل: ماښام دي څشي غوړ ولى و؟ ما ورته وويل: هغه ټوکر مي څلور غبرګه کړى و. رسول الله  صلی الله علیه وسلم  راته وويل بېرته يې هغسي کړه لکه پخوا چي و ځکه د شپې د پورته کېدو څخه منعه کونکى جوړيږي.([4])

موږ ته و ګوره چي پر نرمو پستو ګور بچو او فرشونو باندي بيديږو الله  جل جلاله څومره پراخي راکړې ده موږ ددې پر ځاى چي د الله  جل جلاله شکر و کاږو د نادارۍ نارې وهو.

مأخذ: د اصحابو قصي.

([1] ) ( ترمذي)

([2] ) (ترمذي)

([3] ) ( فتح الباري)

[4]  : شما ئل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب